کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادافغانستان به یو ځل بیا د چین او امریکا تر منځ د...

افغانستان به یو ځل بیا د چین او امریکا تر منځ د سړې جګړې ډګر وي!

زما تیوري

په بدلېدونکي نړیوال نظم کي د افغانستان جیو ستراتيژیک موقعیت ته په کتو افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د جکړې او رقابت ډګر وي.‌

دغه لاندي څلور دلایل کولاسي چې دغه پورته تیوري په اثبات ورسوي.

لومړی : د افغانستان جیو ستراتيژیک موقیعت
دوهم : بدلیدونکي نړیوال نظم
درېيم. : د چین د کمربند او سړک belt and road ستراتيژیکه پروژه
څلورم. : کنترول اختشاش Control Chaos ستراتيژي

زما دغه تیوري د نیو ریالیزم د دې تیوري پر بنسټ تعریف سوی چې ادعا لري‌ د چین پرمختګ به سوله ایز نه وي او چین به په نړیوال نظم کي د امریکا واکمني و ننګوي او په یوه سیمه ایز برلاسي واک بدلیږي او په نتیجه کي به د چین او امریکا تر منځ نیابتي جګړې د سړې جګړې په ډول زیاتي سي.‌

مخکي له دې چې د مقالې اصلي موضوع ته داخل سم لازمه بولم چې د دغه مقالي علمي ترمینالوژي تشریح کړم.‌
دا چي علمي برخه کي ټولي تیوریکي څیړني په یو ځانکړي فرضيي پوري‌ متکي وي, لکه هسته شناسيontology (د وجودیت تیوري: چي وايي‌ نړۍ څه شي څخه جوړه ده ؟‌موږ کم شیان مطالعه کو؟) ,معرفت شناسي epistemology (د علم تیوري : موږ څنګه د نړۍ په اړه دغي پوهي ته ورسېدو؟) او میتودولوژي Methodology‌) د متیود یا طریقې تیوري:‌د کمو لارو څخه په ګټي اخیستو موږ دغه شواهد او معلومات پیدا کړي دي؟).‌ د هغه تر څنګ د مقالې میتود مي په پورته تیوري کي بیان کړي چې په بدلېدونکي نړیوال نظم کي د افغانستان جیو ستراتيژیک موقعیت ته په کتو افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د جکړې او رقابت ډګر وي.

دا چي د دې مقالي اصلي موضوع د نړیوالو اړیکو اړوند ده نو ما هم په خپله څیړنه کي د positivism د علمي طریقې approach څخه کار اخیستی چي وايي حقیقت یوازي د لیدو یا حس وړ معلوماتو پر بنسټ موندلای سو. او په نړیوالو اړیکو کي په تیوریکي څیړنو کي تر ډیره بریده د همدې طریقي څخه ګټه پورته کیږي.‌

یو بله خبره چي دلته يي یادونه اړینه ده هغه دا دی چي ولي تیوري ‌،‌دا چي موږ دلته په راتلونکي حالت بحث کوو او هغه حالت پېښ سوی نه دی ، نو موږ د راتلونکو پيښو د څیړلو لپاره باید پر تیوري تکیه وکړو او د شته شواهیدو،‌پالیسیانو او پلانونو په مطالعه کولو سره د راتلونکي سیاستونه وړاندوینه وکړو او د تیرو ورته پيښو په مطالعه کولو سره چي ورته پایلي يي لرلي نتیجه تر لاسه کړو.

لومړی : د افغانستان جیو ستراتيژیک موقیعت

جیوستراتيژيک موقیعت هغه جغرافيايي ځای ته ویل کیږي چې کولای سي په هغه سیمی کي سیاسي ،‌اقتصادی او نظامي را کړه ورکړه متاثره کړي

د افغانستان جیو ستراتيژيک موقیعت په نړیوال جیو پولیټیک سیسټم کي یو له هغه ځایونو څخه دی چي ډیر وخت د سترو قدرونو تر منځ د ټکر ځای وي او همېش د سترو قدرونو په دې کي ګټه وي چې دلته یو د بل سره رقابت وکړی.‌

افغانستان ځکه په ستراتيژیک ډول مهم دي چې د منځني اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د پله حثیت لري. ور سره سم ختیځه اسیا د منځني ختیځ سره مښلوي او اروپا ته د ختیځي اسیا او جنوبي اسیا دروازه هم ده ، یعني په دې سیمه کي د یوې څلور لاري بڼه لري.‌ او د همدې له امله پر سوداګرۍ، د انرژۍ پر ترانزیټ او نړیوالو او سیمه ایزو سیاسي راکړه ورکړه اغیز لري.‌ د تاریخ په اوږدو کي د افغانستان جیو ستراتيژيک موقعیت د دې لامل سوي چې مختلفي امپراتوریانو او ملتونه د لويي بریتانیا او شوري اتحاد په شمول غوښتلې پر دې سیمي جیو پولیټیک نفوذ ولري.‌

دا چې افغانستان د خپل موقیعت پر اساس د تاریخ په اوږدو کي د مختلفو کلتورونو او سوداګریزو را کړي ورکړي د هماهنګی مرکز وو او امنیت يي د دې لامل سوی وو چي د ورېښیمو د لاري په ډول د نړۍ او سیمي د تړلو اساسي ځای وو، او ټولي سیمي ته يي ښيګڼه راوړې وه ، په دې ځای کي ناامني هم کولای سي دغه ټوله سیمه بی ثباته کړي او د دې سیمي د پرمختګ به مخنیوی کي ګټور تمامیږي.‌ دا چي څنګه په دغه څو دلایلو

د امریکا پخوانی د ملي امنیت سلاکار او سیاست پوه ژبیګنیو برژنسکي په خپلو دوو کتابونو grand chess board او strategic vision کي وايي چې افغانستان به بیا هم په ۲۱ پيړۍ کي د سترو قدرتونو د ستراتيژيکو لوبو یو مهم مرکز وي او افغانستان د لوی بالکان برخه ګڼي، هغه وايي په نړۍ کي تر ټولو ډیري هایدرو کاربوني زیرمي په منځني اسیا کي دي او د دې هیوادونو ته د داخلېدو دروازه افغانستان دی.‌

د امریکا یو بل سیاست پوه او د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر په خپل کتاب نړیوال نظم کي وايي چي په ۱۹ پيړۍ کي هم افغانستان د تزاري روسيي او لويي بریتانیا تر منځ د تصادم نقطه وه ،‌دواړو امپراتیوریو په همدې سیمه کي د یو بل د پرمختګ مخنیوي کاوه ،‌تزاري‌ روسيي غوښتل د دغه لاري څخه ځان ګرمو اوبوته ورسوي څو د هغه لاري پر جنوبی اسیا هم راج وکړي او خپل ستراتیژيک رقیب ته صدمه ورسوي‌ او بریتانیا هم غوښتل چې په همدې مهمي نقطۍ کي د تزاري روسيي مخنیوي وکړي، چې پایله کي د جرمني قوي کېدو له امله روسیه او بریتانیا اړ سول چي یو د بل سره تفاهم وکړي او افغانستان د یو هایل سیمي به صفت و مني.‌

په ۲۰ پيړۍ کي هم افغانستان د امریکا او شوروي تر منځ د ټکر مرکز وو ، افغانستان د امریکا د Containment د پالیسۍ کي مهم ځای لاره ،‌افغانستان د هغه ځنځیر مهم برخه وه چي امریکا پر شوروي اتحاد را تاو کړي وو او کله چي شوروي اتحاد دغه برخه ماته کړه ،‌افغانستان د امریکا او شوروي اتحاد د نیابتي جګړې په ډګر بد سو.‌

له دې سره سره د ټیم مارشال Prisoners of Geography او د رابرټ کاپلانRevenge of Geography کتابونو کي راغلي چې د افغانستان جیوپولیټیک او جیو ستراتژيک موقیعت د دې لامل سوي چي ستر قدرتونه یو د بل سره رقابت لپاره دې سیمي ته راځي څو یا پر دې سیمه کنترول ولري یا هم خپل رقیب ووهي.‌

دوهم : بدلیدونکي نړیوال نظم

کله چي په نړیوال نظم کي تغیر راځي ، دغه حالت د جګړو پر ډیرېدو ژور اغیز لري. مختلف فکټورونه دي چې پر دغه بدلونو اغیز اچوي ، پر شخړو د دې فکټورنو مطالعه کول اړین دي.‌ امریکايي پروفیسور جان میر شایمر وايي چې د ۲۰۱۷ کال را وروسته نړیوال نظم تغیر موندلې او نړۍ د یو قطبي نظم څخه و څو قطبي نظم ته بدله سوې ده. د ریالیزم تیوری ادعا لري چې تر ټولو باثباته نړیوال نظم متعادل دوه قطبي نظام دی ، چي په هغه کي دوه ستر قدرونونه موجود وي لکه د سړې جګړې په وخت کي شوروي اتحاد او امریکا ،‌ دلیل دا وړاندي کوي چې دغه دواړه قدرتونه یو د بل سره توازن د قواوو را منځته کوي او په نتیجه کي په اسانی سره د یو بل حرکتونه ښه څارلای سي او غلطو محاسبو مخنیوي کیږي.

دا خبره د روسيي ولسمشر ولادمیر پوتین هم تائیدوي ، هغه وايي چي په نړیوال نظم کي تر ټولو مهم دوه اصله دي، یو ثبات او بل وړاندوینه، هغه وايي کله چي وړاندوینه نه وي ، ستر قدرتونه یو د بل حرکتونه نسي درک کولای او دې کار په پایله کي جګړه رامنځته کیږي .

ښاغلي میرشامیر وايي چې د سړې جګړې د ختمېدو سره نړیوال نظم له دوه قطبي څخه و یو قطبي ته تغیر وکړي او امریکا متحده ایالات د ټولو سترقدرونو په راس کي وو او په نړۍ کي یوازي همدا یو برلاسي یا سیمه ایز هجمون قدرت موجود وو، خو د ۲۰۱۷ کال را وروسته نړیوال نظم په څو قطبي غیر متعادل نظام بدل سوي او اوس په مهال په نړۍ کي څو قدرتونه مجود دي چې دغه درې هیوادونه لکه امریکا ، چین او روسیه تر ټولو قوي دي ، په ځانکړي ډول امریکا او چین ، هغه زیاتوي چې دغه حالت په نړیوال نظم کي تر ټولو خطر ناکه حالت دی، ځکه هر قوت د ځان د بقا په خاطر د بل سره سیالي کوي او یو د بل حرکتونه نسي محاسبه کولای ځکه د دوه قطبي نظام په ډول د تعامل لپاره توافقات وجود نه لري لکه سړې جګړې په وخت کي چې د شوروي او امریکا تر منځ وه ،‌مثال په ډول ستراتژیکو وسلو د محدودیت تړونونه،‌ او دغه بهم حالت د سترو قدرتونو ترمنځ د امنیت معما را منځته کوي او جګړې ډیریږي.‌

دا چي د دوهمی نړیوالي جګړې را وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو سره چي په نړیواله کچه د سولی او ثبات لپاره کار کوي او تر څنګ يي د اټومي وسلو را پیدا کېدو د سترو قدرتونو تر منخ مخامخ جګړه ناممکنه کړې او د سړې جګړې د وخت نظامي دوکتورین چي په یقین سره د متاقبل تخریب mutual assured destruction (MAD) په نامه یادیږي ، اوس هم فعاله دی ، نو ستر قدرتونه یو د بل سره مخامخ جګړه نه کوي او تر ترډیره د نیابتي د جګړو د لاري خپل رقیبان وهي او دغه ستراتيژي ته د دوښمن د ویني بهیدني blood letting ستراتيژي‌ ویل کیږي چي دوښمن پښه یو داسي هیواد ته را کش کړه چي هغه په یوه اوږدمهاله جګړه کي ګیر سي‌ او هلته درنه مرګ ژوبله واوړي او د هغه له وجي هلته ماته وخوري ، لکه د سړې جګړې په وخت کي شوروي اتحاد ویټنام کي همدا ستراتيژي‌ د امریکا پر خلاف و کارول او امریکا د شوروي خلاف په افغانستان کي وکارول.

نو کله چي موږ دچین پر ضد امریکا بهرنی ستراتیژي ته ګورو افغانستان یو له هغه سمیو څخه ده چي ممکن امریکا يي‌ د چین پرضد د نیابتي جګړې لپاره وکاروي او د افغانستان اوسني حالت په کتو داسي برېښي چي افغانستان د کنترول اختشاش په مرکز بدلیدونکي دی

درېيم: د چین د کمربند او سړک belt and road ستراتيژیکه پروژه

دغه پروژه په ۲۰۱۳ کال کي د چین ولسمشر شی جین پینګ اعلان کړه ، دا پروژه یو ستره اقتصادي او زیربنايي پروژه ده چې د مځکي او اوبو د لاري اسیا، اروپا، افریقا او جنوبي امریکا د چین سره نښلوي. دا پروژه څو برخي لري چي دوې برخي يي ډیري مهم دي، د مځکني سړک او دوهم د سمندر د لاري.

لومړی : د ورېښمنو د لاري اقتصادي کمربند
چین غواړي د منځني اسیا د لاري د مختلفو زیربیناوو لکه پلونه، سړکونه او د ریل پټلیو په وسیله اروپا او منځني اسیا د چین سره و نښلوي څو د همدې لاري اقتصادي راکړه ورکه اسانه کړي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي.‌

د دغه فکر تاریخي او تیوریکي شالید
په ۱۹۰۴ میلادي کال کي یو برتیانوي جغرافیه لیکونکي او ستراتيژيست هالفورډ میکندر په نړیوال سیاست کي د جیو پولیټیکس ارزښت د خپلي تیوري هارټ لڼد د لاري را برسیره کړ. ښاغلی میکندر په دې تیسیس کي چي عنوان يي د تاریخ جغرافیايي محور وو ، زیاته کړه چې په صنعتي دور کي د منځنۍ اسیا طبیعی زیرمي دومره ډیري او جیو ستراتيژيک ارزښت پیدا کوي ، چې هر قدرت يي تر لاسه کړي په یوه نړیوال قدرت به بدل سي.او ټوله نړۍ به يي تر تسلط لاندي راسي.
د میکندر د تیوري پر بنسټ هارټ لنډ تر ټولو ارزښت لرونکي جغرافیايي موقیعت دی، چې د نړې په زړه کي واقع دی ، هغه زیاتوي چې د نړي زړه ایرو اسیا ده. دی وايي هر قدرت چي هارټ لنډ تر خپل کنترول لاندي راولي ، هغه پراخ اقتصادي او سیاسي امکانات تر لاسه کوي، چې ددې له امله د نړۍ جزایر تر خپل کنترول لاندي راولي او ور سره به ټوله نړې تر خپل کنترول لاندي راولي.

د دې تیوري پر بنسټ هارټ لنډ د دوو هلالونو لخوا محاصره سوې ده ، یوه يي داخلي هلال چې اروپا ،سویلي اروپا او د سویل لودېځه اروپا ټول بندرونه او ختیځه اسیا چې پکښي ترکیه ، ایران، افغانستان او چین سیمي پکښي شاملي دي . دوهم هلال چي بهرني هلال دی ، په دې هلال کي کښی برتیانیا ، فرانسه ، افریقا ، هندوستان، اسیان هیوادونه تر چاپان پوری سیمي رانغاړي. نوموړي باور درلود چي په تاریخي لحاظ هم هارټ لند همېشه د قدرت د تر لاسه کولو مرکز وو.

دغه تیوري وايي چې همېشه پر دغه داخلي هلال باندي رقابت روان دی، تر څو هیڅ قدرت بل پرې نه ږدي ، چې دغه هلال تر خپل کنترول لاندي راولي، ځکه د قدرت مرکز همدا سیمه ده. هغه وايي چي ختیځه اروپا د هارټ لند د تر لاسه کولو کیلي ده چې د روسيي د سایبریا څخه پیلیږي او تر ختیځ جرمني پوري را رسیږي.
میکندر خپله تیوري په دغه ډول خلاصه کوي.

• هر قدرت چي ختیځه اروپا تر خپل کنترول لاندي راولي هغه هارټ تر خپل واک لاندی راولي.
• هر قدرت چې هارټ لنډ تر خپل واک لاندي راوستي هغه د نړۍ پر جزایرو باندی واک چلوي.
• هر قدرت چي د نړي جزایر تر خپل واک لاندي راوستل هغه پر ټولي نړي واک چلوي.
د چین د ورېښمنو دلاري د مځکي سړک په اصل کي یوه ستراتيژيکه پروژه ده چې اروپا، منځنی اسیا او منځني ختیځ هیوادونه په اقتصادي لحاظ د چین سره و تړي ، چي ور سره سم به د هارټ لنډ سیمه ټول د چین سره وتړل سي ، په دې سره دا ټوله سیمه په اقتصادي او سیاسي ډول د چین تر نفوذ لاندي راسي ، کله چي چین دا هیوادونه د سوداګرۍ د لاري د چین سره وتړل سوه ، چین کولای سي د اقتصادي‌ نفوذ څخه په ګټي اخستو دا هیوادونه اړ کړي چي خپل سیاستونه داسي عیار کړي چي د چین منافع تامیني کړي او کله چي په نړیوالو رژمونو کي چین خپل په ګټه تغیر راولي دا هیوادونه به يي ملاتړ کوي،‌ لکه امریکا چي د دوهمي نړیوال جګړې وروسته د کم نظم او رژمونه په نړیوال کچه جوړ کړل لکه د پيسو نړیوال صندق،‌ نړیوال بانګ او د ملګرو ملتونو سازمان ،‌هغه هیوادونه چي په سیاسي او اقتصادي توګه د امریکا سره تړلي دي ،‌هغیو د امریکا په هره پرېکړه کي ملګرتیا کوي.‌

دوهم : سمندرونو د لاري اقتصادي کمبربند
په دغه لار کي چین غواړی ختیځه اسیا، جنوبي اسیا ، افریقا او جنوبي امریکا د سمندر د لاري د چین سره وتړي،‌په دې برخه کي ستر سمندري بندرونه جوړوي،‌ چین غواړي په سمندر کي په ټولو ستراتيژيکو ځایونو کي بندرونه جوړ کړي ، څو د هغه لاري ټوله اقتصادي راکړه ورکړه او سوداګري د چین سره وتړي.‌

د سمندرونو د قوت تیوري
په ۱۹ پيړۍ کي یو امریکايي‌ ستراتيژيست الفرید ماهان یوه تیوري وړندي کړل هغه ویل وه چي سمندري قوت کولای سي یو هیواد په نړیوال قدرت بدل کړي ، د هغه په نظر د سمندر مهمي لاري تر خپل کنترول لاندي راوستل کولای سي چي یوه نړۍ په ستر قوت بدل کړي ،‌هغه وايي چي سمندري قوت کولای سي د یو هیواد په ټیکاو او نړیواله برتري کي اساسي رول و لوبوي.‌ ماهان وايي‌ چي‌ سترقدرت قابلیتونه مستقیم د سمندر سره تړلی دی. د ماهان په وینا سمندري قوت باید په مهمو ستراتيژيکو ځایونو کي سمندري اډی جوړ کړي څو بیا د همدې لاري د نړۍ اقتصادي او پوځي را کړه ورکړه کنټرول کړي او هلته خپل سمندري پوځي وسایل هم ترمیم او جوړ کړي.

د چین ستراتيژيستانو د دې دوو تیوریانو څخه په ګټي اخستني دغه د کمبربند او لاري ستراتيژي جوړه کړه ، چین غواړي ټوله نړۍ د چین سره په اقتصادي توګه وتړي ، او په ټولو بندرنو کي‌ په دې بهانه چي‌ د هغه بندر امنیت تامینوي هلته خپل سمندري پوځ ځای پر ځای کړي . او ټوله نړۍ په اقتصادي ډول د چین سره و تړی ، کله چي‌ يي‌ نړۍ د چین سره وتړل سي ، هغه بیا د خپل اقتصادي نفوذ څخه په ګټي‌ اخیستني په موجود نړیوال نظم کي تغیر راولي.

د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته دغه موجود نړیوال نظم او نړیوال بنسټونه لکه د ملګرو ملتونو سازمان ، نړیوال پولي صندق او نړیوال بانک چي دغه موجود نړیوال نظم تنظیموي امریکا رامنځته کړ او تر ډیره د امریکا منافع په نړیوال نظم کي تامینوي.‌

چین غواړی چي دغه نظم کي تغیرات راولي ، ځکه ادعا لري‌ چي دغه نظم عادلانه نه دی او یوازي د امریکا او د امریکا د متحدینو ګټي تامینوي ، ځکه د چین ولسمشر شی جین پینګ څو کاله مخکي خپل فوځ ته وویل چي چین د خپل دوښمن سره یوه خونړۍ جګړې ته چمتوالی نیسي.‌

د چین د دولت مشاور چارلس لیو د الجزیری Head to Head پروګرام کی وویل چي یوازي یو هیواد دی چي د چین پولو ته سمندري فوځونه استوي هغه امریکا متحده ایالات دي‌ او چین د امریکا سره یوې خونړۍ جګړې ته چمتوالی نیسي.‌

امریکا متحده ایالاتو د چین د مهار کولو لپاره په ۲۰۰۷ کال کي Quadrilateral Security Dialogue سازمان جوړ کړ. په دې سمازمان کي امریکا ، چاپان، هندوستان او اسټرالیا ،‌نیوزلنډ ، ویټام او جنوبی کوریا شامل دي او دا ټول هیواد د چین د اقتصادي او پوځي وړتیا د لوړېدو څخه ویره لري. داسي‌ هم ویل کیږي چي که چین همداسی پرمختګ وکړي او نو دغه سازمان به د نوي ناټو شکل غوره کړي.‌

امریکايي پروفیسر جان میرشایمر هم وايي چي‌ د سړې جګړې په وخت کي‌ د امریکا لپاره اروپا ، بیا جنوبي او ختیځه اسیا او منځنی ختیځ اهمیت لاره ،ځکه هغه وخت شوروي اتحاد د امریکا لپاره ستراتيژيک خطر لاره ، خو اوس دغه حالت بدل سوي ، اوس د چین لپاره سویلی اسیا ،‌او سویل ختیځه اسیا ډیره مهمه ده ځکه اوس مهال چین د امریکا لپاره ستراتژيک خطر دی ، خکه چین نه یوازي دا چي په نړیوال نظم کي تغیر راولي د هغه ترڅنګ د امریکا برتري په نړیواله کچه ننګوي ، چي دغه کار د امریکا منافع په خطر کي اچوي او امریکا باید په هر ډول چي کیږي د چین د پرمختګ او قوي کېدو مخنوي وکړي.‌

څلورم. : کنترول اختشاش Control Chaos ستراتيژي

دا یوه استخباراتي ستراتيژي ده چې هدف يي دوښمن هیواد په یوې په یوه ګران بیه اوږد مهاله خونړۍ جګړه کي ښکیلول وي. په دې ستراتیژۍ کي په یوې ستراتيژيکه سیمه یا هیواد ګډوډي رامنځته کوې او دغه ګډوډي دوښمن هیواد ته ور ټیلوهل کیږي او پایله کي دوښمن هیواد منافع په خطر کي اچوي او هغه هیواد اړکیږي چې د خپلو منافع لپاره په دغه سیمه کي نظامي مداخله وکړي چي ور سره سم ، جګړه اوږدمهاله کیږي او په پایله کي د هغه هیواد نړیوال حیثت صدمه ویني،‌د جګړې قیمت لوړیږي، په دې سره دوښمن ستړۍ کیږي او ماته خوري.

کترول اختشاش سیمي او شرایطو ته په کتو مختلف جګړه ایږ تکتیکونه لري لکه death by Thousands cuts , Bloodletting Strategy ، ideological subversion او Foreign Internal Defense (FID) .

د دې ستراتيژي تر ټولو مهم تکتیک ایډیالوژیک تخریبکاري یا ideological subversion دی.
دغه ستراتيژي روسي لیکوال یوري بیزنوف په Ideological Subversion State کتاب کي په تفصیل سره بیان کړی.

په فکري تخریب کاري کي تر ټولو مهم کار دا دي چي د حقیقت مفهوم بدل کړل سي، د خپل پروپاګندې د لاري ذهنونه داسي مغشوش کړي چې خلک اړ سي هغه څخه د حقیقت په نوم ومني چي دغه حاکمه ډله يي ورته تعریفوي. دوي د خپلي رواني جکړې د لاري فکرونه دومره ګډ وډ کړي چي‌ پر راتلونکي امید د لاسه ورکوي او هغه ډله چي دوی يي‌ دغه حالت ته رسولي وي هغه د خپل ځان د نجات فریشتی ګڼي. ‌په دغه پروسه کي د ژوند ټول ارزښتونه بی ارزښته کیږي او ټول وضاحت له منځه ځي او خلک نه پوهیږي چي دوي په کم حالت کي دي او د حل لار څه ده.
همداسی یو حالت په افغانستان کي حاکم سوي. ‌د خلکو د حقیقت مفهم ورک سوي، افغان ملت په یوه ګنګس حالت کي واقع دی او نه پوهیږي چي دوست څوک دی او دوښمن څوک دی او موږ کمي خواته روان وي.

په دې سره په یوه هیواد کې مشروع قانوني حاکمیت له منځه وړل کیږي ، ور سره سم د هیواد ټول ټولنیز او اقتصادي بنسټونه هم له منځه وړل کیږي،‌د معلوماتي او تبلغاتي جګړې د لاري د هدف ګرځيدلي د سیمي په خلکو کي فکري
ګډوډي رامنځته کیږي چي په نتیجه کي پاڅونونه رامنځته کیږي او ور سره په پراخ ډول اختشاش را منځته کیږي، چې د دغه حالت څخه په استفادې ترهګري په هیواد کي وده کوي او بیا د استخباراتي تکتیکونو د لاري دغه ترهګري دوښمن هیواد ته ور ټیلوهل کیږي او دوښمن هیواد مداخلې ته اړ کوي، لکه د سړې جګړې په وخت کي شوروي اتحاد اړ کړل سو چي افغانستان کي نظامي مداخله وکړي.‌

زما تیوري دا ده چي افغانستان د چین او امریکا تر منځ د نیابتي جګړې په ډګر بدلېدونکی دی.‌کله چي موږ د چین شا وخوا ګورو په ټوله سیمه کي بل هیڅ داسي مهم ستراتيژیک موقیعت وجود نه لري چي‌ هلته نیابتي جګړه یوازي د چین او د چین متحدینو ته صدمه ورسوي او د امریکا او غرب متحدینو ته يي ضرر نه وي.‌ د چین د یوې لاري او کمربند ستراتيژيکه پروژه په منځني اسیا کي تیریږي، دغه پروژه په اسانی سره د افغانستان څخه د تروریستي بریدونو لاندي راتلای سي او د ملامتیا ګوته امریکا ته څوک نسي نیولای ،‌ځکه امریکا د دې سیمي څخه وتلي ، که د افغانستان څخه د منځنی اسیا هیوادونه او دغه پروژه تر برید لاندي راځي ،‌نو ګټه به يي امریکا ویني او دغه Foreign Internal Defense (FID) تکتیک په دې ځای کي ښه تطبیق کیږي .

څه موده مخکي د روسيي یو ډیپلوماټ Vasily Nebenzya د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چي د افغانستانه منځني اسیا ته د ترهګرو د ورتګ ویره واقعي ده او طالبان نه دي توانیدلی چي‌ د ترهګرۍ مخه ونیسي. همدارنګه د امریکا پخواني ولسمشر ډونالن ترمپ هم هغه وخت چي ولسمشر وو ویلي وه چي دا د امریکا مسؤلیت نه دي چي افغانستان امن کړي ، د افغانستان ګاونډي هیوادنه باید افغانستان کي د ترهګري سره مبارزه وکړي ، چي موخه یی چین او روسیه وه .

امریکايي پروفیسره این هایروناکا په خپل کتاب نه ختمېدونکي جګړې کي لیکلي : دا چي د دهمي نړیوالي جګړې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو او د اټومي وسلو په رامنځته کېدو سره د سترو قدرتونو ترمنځ جګړه ناممکنه کړي او ستر قدرتونه مخامخ یو د بل سره جګړه نه کوي‌ او زیات وخت د خپل رقابتونه د نیابتي جګړو د لاري افغانستان ته ورته هیوادونو کي تر سره کوي او زیات وخت د ترهګري او اختیاش څخه په استفادې خپل هدفونه تر لاسه کوي

امریکا د ۲۰۰۱ کال مخکي دا ستراتيژي لرل چي په ځینو هیوادونو کي رژيمونه بدل کړي ، د عراق پر خلاف يي د مستقیمي نظامي قوت څخه کار واخیست او دغه کار په نړیواله کچه د امریکا حیثت ته صدمه وروسول، نو ځکه يي سوریه او لیبیا کي خپله ستراتيژي بدله کړه او همدا د کنترول اختشاش د ستراتيژي څخه يي کار وخیست په لیبیا کي دا ستراتیژي بریالی سوه او هلته د معمر قذافي دولت له منځه ولاړ ، خو په سوریه کي دغه ستراتيژي له ناکامۍ سره مخ سوه.

هلته د ایران او روسيي مداخلي لوبه د امریکا په زیان تمامه کړه او د هغه ترڅنګ هلته ترهګري او اختشاش دا ویره لرل چي دا د امریکا متحدو هیوادونو ته و غځيږي لکه اردون،‌سعودي عربستان ،‌امارات ،‌بهرین ‌،‌مصر او داسي نور.‌

د اسرایلو لومړی وزیر بین امین نتنیاهو وايي چي‌ ایران ددې جګړو څخه په ګټي اخستلو یو لویه امپراتوری جوړه کړي د اسرایلو په ګډون د امریکا ډیر متحدین يي محاصره کړي او په دې ټولو هیوادونو لکه عراق،‌سوریه ، لبنان، یمن کي يي خپل نیابتي ځواکونه ځای پر ځآی کړي.‌

زما تیوري دا ده چي د امریکا لپاره د دغي ستراتيژي د تطبیق بهترین ستراتيژيک موقعت افغانستان دي ،‌ځکه د افغانستان داسي موقعت دي چي شاوخوا ټول د امریکا رقیب هیوادونه دي او ددغه ځای ترهګري او اختشاش غځېدل یوازي د امریکا رقیبان ګواښي‌ او زیاته ګټه يي د امریکا ته رسیږي.

لکه څنګه چي د د امریکا پخوانی ولسمشر فرنګلین روزولیټ وايي چي په سیاست کي هیڅ کار تصادفي نه پيښيږي که پيښ‌ سي هغه به خامخا همداسي پلان سوي وي.‌ دا چي امریکا پسله ۲۰ کالو له افغانستانه ووتل او افغانستان په بی قانونه او نا معلوم برخلیک کي پرېښود او جمهوري نظام يي‌ ړنګ کړي،‌ روښانه ښکاري‌ چي افغانستان د کنترول اختشاش په ډګر بدل سوي

د دې سره سره هغه ټول شرایط چي په یو هیواد کي د نیابتي جګړې او ترهګرو د ودي لپاره لازم دي افغانستان کي وجود لري،‌ افغانستان کی قانوني مشروع حاکمیت نسته ، د کلونو راهیسی مختلفي استخباراتي ایډیالوژیاني لکه نیودیوبندیزم، سلفیزم او وهابیزم افغانستان کي پراخه وده کړې،‌د روښانه راتلونکي لپاره هیلي نسته، اکثریت نفوس ځوانان دي چي عمرونه يي له ۱۵ څخه تر ۲۵ کلني پوري دي،‌ پوه او علمي کادرونه د افغانستان څخه وتلي،‌هیواد جګړې ځپلی، ټول ټولنیز او اقتصادي بنسټونه له منځه تللی او شاوخوا متخاصم دولتونه را ټول دي.‌

که موږ لږ د اسلامي هیوادونو تاریخ ته هم کتنه وکړو دغه څو استخباراتي ایډیالوژیاني چې د کنترول اختشاش اصلي بڼې دي لکه دیوبنډیزم ، سلفیزم او وهابیزم ، په مسلمانو هیودونو کي همېش د کنترول اختشاش د لاري ، د مشروع حاکمیتونو د جوړېدو او دهیوادونو د پرمختګ مخنیوي کړي.‌
کله چې انګریزان په هند او جنوبي اسیا کي حاکم ول ، دلته ډیر مسلمانان اوسېدل او په لومړي وختو کي مسلمانانو د انګریزي استعمار خلاف ډیره مبارزه کول او د دې مبارزې فکري قوت او د جګړې مشروعیت يي د سلام څخه اخیسته ، نو انګریزانو په ۱۸۶۶ م کال کي هند کي د دیوبند مدرسه جوړ کړل او د خپلو استخباراتي پروژو د لاري يی دغه دیوبندي ایډیالوژي په دې سیمه کي ترویج کړل او تر اوسه دغه اډیالوژۍ په دې سیمه کي د ملي دولتونو د جوړېدو مخنیوي کوي ،‌ان کله چي افغانستان ۱۹۱۹ م کال کي د انګریزانو څخه خپلواکي واخیستل او د یو دولت ملت د جوړېدو په حال کي د همدې ایډیالوژي پلویان وه چي افغانستان کي يي ګډوډۍ جوړه کړه او دغه پروسه يي د خنډ سره مخ کړل.‌

همدا ډول امریکايي څیړنیز خبریال رابرټ ډرافوزس په خپل کتاب د شیطان لوبه Devils game کتاب کي لیکلي چي انګریزانو د دې لپاره چي منځني ختیځ د عثماني‌ اپراتورۍ له لاسه و باسي او تر خپل کترول لاندي يي راولي د وهابي ایډیالوژۍ څخه کار واخیست هلته يي د الاخوان په نوم ډله را پورته چي په دغه فکر سمبال وه او هغه و توانېدل چي سعودي عربستان او ډیر نوري عرب میشتي سیمي د عثمانیانو له واکه وباسي.‌

همدارنګه کله چي د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته په نړۍ کي د دولت ملت او نیشلیزم د جوړېدو او خپرېدو دوران وو، عربي هیوادونو کي هم عرب نیشنلیزم مخ پروده وه او دغه بهیر غربي هیوادونو لپاره ستراتيژيک خطرونه رامنځته کولای سوای ،‌ځکه منځني ختیځ د نفتو له اړخه د غرب لپاره ډیر ارزښت لاره ، نو ځکه سفلیزم او وهابیزم د پان اسلامیزم تر چتر لاندي سره متحد کړل او عرب نیشنلیزم چي رهبري يي جمال عبدالناصر کول و ځپي.‌

د دغه ستراتيژي یو بله نمونه ایران دی،‌ امریکايي پروفیسر اډریو سکاټ کروپر په خپل کتاب د تیلو شاهان کي کاږي چي ایران کي د توده په نوم کمونیستي ګوند ډیر په قوت کي روان وو او امریکا ویره لرل چي ممکن دا ډله د شوروي اتحاد په مرسته ایران کي‌ شاهی نظام بدل کړي او یو کمونیستي دولت رامنځته کړي او په دې سره شوروي اتحاد یو قوي کمونیستي هیواد چي ستراتيژيک اهمیت لري ، متحد پیدا کړي او دغه کار به د امریکا لپاره سخت ستراتيژيک خطرونه رامنځته کړي ،‌نو ځکه امریکا د نظام د بدلون په برخه کی‌ شعیه اخوانیانو ملاتړ وکړ ځکه یوازني قوت چي کولای يي سوای د توده ګوند مقابله وکړی همدا اخوانیان وه.‌

پایله

افغانستان د تاریخ په اوږدو کي څو ځله ښه فرصتونه په لاس ورغلي ، یو ځل د لومړی نړیوالي جګړې وروسته چي‌ نړیوال نظم د بدلون په حال کي‌ وو او ستر قدرتونه تر ډیره په خپلو سیمو کي‌ مصروفه وه ، افغانانو کولای سوای د الحضرت امان الله شاه تر رهبري لاندي خپل دولت قوي کړي او ځان د سترو قدرتونو د سیالي‌ د ډګر څخه وباسي،‌بل ځل بیا د وهمي نړیوالي جګړې وروسته چي بیا نړیوال نظم بدلون و مومني ،‌افغانستان تر یو حده په ښه حالت کي وو ،‌کولای یی سوای د پاکستان پر ضد اقدام وکړي او خپل جیو ستراتيژيک اوجیوپولیټیک موقعیت کي تغیر راولي او د هند تر سمندر پوري دا سیمه لاندي کړي او د یو قوي ستر قدرت تر چتر لاندي ځان راولي خو د هغه فرصت څخه هم افغان مشرانو سمه ګټه وانه خستل، اوس بیا همداسی یو حالت په وجود راغلی،‌نړیوال نظم د بدلون په حال کي ،‌ غرب په ځآنکړي‌ ډول امریکا د روسيي سره د اکراین په جګړه کي ښکیل ده ، پاکستان د امریکا او چین ترمنځ په انتخاب کي په بحراني حالت کي واقع دی ځکه دواړه يي ستراتیژيک متحدین دي او که هر طرف انتخابوي د بل طرف دوښمني به انتخابوي‌. افغانان کولای سي چي اوس مهال افغانستان کي یو قوي دولت رامنځته کړي او حد اقل افغانستان د سترو قدرتونو د سیالي د ډګر څخه وباسي ،‌که نه افغانستان به په یوه بله سوریه خامخا بدلیږي ، ځکه هغه ټول شرایط چي د یوې نیابتي جګړې لپاره اړین ، هغه افغانستان پوره کړي او صرف اور بلولو ته اړتیا ده.

احمدشاه انگار
+ posts

احمدشاه انگار افغان خبریال، د استخباراتي، امنیتي او سیاسي چارو متخصص دی.

احمدشاه انگار
احمدشاه انگار
احمدشاه انگار افغان خبریال، د استخباراتي، امنیتي او سیاسي چارو متخصص دی.
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې