کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادپه هېواد کې د وطني غواگانو نسل مخ په ورکېدو دی

په هېواد کې د وطني غواگانو نسل مخ په ورکېدو دی

په افغانستان کې د وطني غواگانو نسل ورځ تر بلې کمېږي چې د مالدارانو اندېښې يې راپارولي دي.

د پکتيا ولايت يو تن بزگر جان محمد وايي:

«د وطني غواگانو نسل ورځ تر بلې مخ په ورکېدو او د مخنيوي لپاره يې هېڅ نه کېږي.»

جان محمد – بزگر، پکت

جان محمد زياتوي، چې وطني غواگانې د ښو شيدو تر څنگ د مصرف له اړخه هم اقتصادي دي خو د کرنې وزارت تر څنگ هيچا دغې مسالې ته پاملرنه نه ده کړې.

د جان محمد پر وينا، په هېواد کې د حيواناتو د ډاکټرانو یا وترنرانو کمښت، د حيوانانو د درمل نشتون او له نورو هېوادونو څخه د زراعتي غواگانو را وړل د وطني غواگانو نسل د ورکيدو له گواښ سره مخ کړی.

د هېواد وطني غواگانې چې د ساتلو له اړخه اقتصادي پريوځي، کوچنۍ کورنۍ هم کولای شي چې په کمو امکاناتو يې ساتنه وکړي او د دوی لپاره د معیشت او عايدو يوه ښه سرچينه کيدلای شي.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې