اسلام آباد – واشنگټن ډي سي
د هویت نیوز د معلوماتو له مخې د افغان دفاعي جنرالانو یو شمېر لوړپوړي افسران، چې امریکا ته یې تگ منظور شوي و، اوس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې پرېکړې له امله له تگ څخه گرځول شوي دي. د دې جنرالانو په ډله کې هغه پوځي مشران شامل دي چې په لوېدیځ کې یې زدهکړې کړي دي، د افغانستان د امنیتي تړون (SOFA) غړي دي، او د کینیټیک عملیاتو مشري یې کړې ده. د دې جنرالانو زیاتره یې د قول اردو او فرقې قومندانان او پاک ارکان حربان پاتې شوي دي.
دا جنرالان د خپل ژوند تر ټولو سختو حالاتو سره مخ دي. هویت نیوز ته ځینو جنرالانو ویلي دي چې دوی د خپلې او د کورنۍ د غړو د ویزو د نوي کولو لپاره، د هرې وېزې لپاره د میاشتې تر ۳۰ زره پاکستانۍ روپۍ ورکوي، چې د دوی اقتصادي ستونزو یې لا زیاتې کړي دي.
په پاکستان کې د پاڼ او پړانگ تر منځ ژوند
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، زیاتره افغان جنرالان په پاکستان کې د امریکا د ځانگړو ویزو (SIV) او نورو پروگرامونو په تمه پاتې دي. پر اوږده انتظار سربېره، د پاکستاني چارواکو د ناسم چلند، او مالي فشارونو له امله، د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
د ټرمپ پرېکړه او د جنرالانو غوښتنه
د متحده ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر پروگرامونو موقت بندیز لگولی، چې له امله یې پر گڼو ملکي افغانانو سربېره، گڼ شمېر جنرالان په پاکستان کې بند پاتې دي. دوی له ټرمپ څخه غوښتنه کوي چې د افغان پوځیانو قضیې ته لومړیتوب ورکړي او له عمومي کډوالو څخه دې جلا رسېدنه ورته وشي او متحده ایالاتو ته دې د ژر تگ اجازه ورکړل شي.
یو لوړپوړي افغان جنرال، چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي، هویت نیوز ته وویل:
«موږ له امریکا سره په گډه او اوږه پر اوږه د نړۍوالۍ ترهرگرۍ پر وړاندې جگړه کړې خو اوس موږ د بې سرنوشته او بې کوره کډوالو په څېر په پاکستان کې بند پاتې یوو. که ولسمشر ټرمپ خپله پرېکړه بېرته وانه خلي، زموږ او د کورنیو د غړو ژوند مو له گواښ سره مخ دی. نه هېواد ته بېرته تللی شو او نه په پاکستان کې د امن او خوندیتوب احساس لرو. له بلې خوا له گڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، چې ژوند مو ورځ تر بلې تریخ او ستونزمن کوي.»
د ملي پوځ یو جنرال
د افغانستان د پخواني ملي پوځ لوړپوړي افسران، چې د هېواد، ولسواکۍ او جمهوریت د دفاع په لومړۍ کرښه کې وو، اوس له سختو حالاتو سره لاس و گرېوان دي. دوی له متحده ایالاتو څخه تمه لري چې خپلې ژمنې عملي کړي او د دوی ژوند وژغوري.
پاتې دې نه وي چې دا یوه پراخېدونکې انساني غمیزه ده، او که د حل لپاره یې ژر اقدام و نه شي، ناوړه پایلې به ولري.