ژور تحلیلي او مقایسوي بحث
سريزه
دغه مقاله د پاکستان او د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان تر منځ د روان کړکېچ دوه متضاد تفسیرونه څېړي. یو نظر وايي دا جگړه د پاکستان د پوځ استخباراتو او طالبانو تر منځ جوړه شوې تمثیلي جگړه ده، چې موخه یې د پاکستان د نفوذ ساتل، د مداخلې توجیه، د ډیورند کرښې پراخول او طالبانو ته د ملی مدافعینو په توگه مشروعیت ورکول دی. بل نظر بیا دا جگړه ریښتینی او مخ پر زیاتېدونکی تقابل بولي، چې د دواړو لورو د بېباورۍ، د طالبانو د نسبي خپلواکه سیاست، مستقلو نړۍوالو اړیکو او د پاکستان له نفوذ څخه د وتلو هڅې، او له هند سره د اړیکو د پراخېدو له امله رامنځته شوې جگړه بولي.
دا لیکنه د تاریخي، سیاسي او بشري اړخونو په تحلیل سره دا پېچلې شخړه څېړي او د نړۍوالو معتبرو سرچینو پر بنسټ د حقایقو وضاحت کوي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسنی کړکېچ د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د لانجې تر حده محدود نه دی؛ بلکې دا یوه ژوره تاریخی رېښه لري چې د پاکستان د پیدایښت له وخته سرچینه اخلی او د سیمې د جیوپولیټیکو بدلونونو، د پراکسي سیاستونو، او د ستراتیژیکو گټو د ټکر یو دوامدار انعکاس دی.
کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، اسلامآباد تمه لرله چې کابل به لکه پخوا د دوی د نفوذ په محور کې پاتې شي او هر څه به د اسلام آباد په خوښه او اجازه تر سره کوي خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو سیاست د اسلامآباد د نفوذ له دایرې څخه وتلی او د افغانستان او پاکستان اړیکې د وروستۍ نیمې پېړۍ تر ټولو حساس پړاو ته داخلې شوې دي.
لومړی لیدلوری: د «جوړې شوې جگړې» نظریه
نیابتي پالیسي – د ستراتیژیکې ژورتیا تداوم
د دې نظر پلویان وايي، پاکستان د خپل پوځ او استخباراتي ادارو له لارې له طالبانو او ټيټيپي دواړو څخه د خپلو جیوپولیټیکو اهدافو لپاره کار اخلي. دا «دوه مخې پالیسي»د پاکستان د نظامي جوړښت یوه تاریخي تگلاره ده چې موخه یې د افغانستان بشپړ سیاسي، اقتصادی، فرهنگی او طبیعي زیرمو کنټرول او د هند پر وړاندې د ستراتیژیکې ژورتیا کمربند جوړول دي.
له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې، پاکستان د طالبانو د ملاتړ له لارې هڅه کړې چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وساتي، څو د هند د گواښ مخه ونیسي.
د ټيټيپي د جوړېدو پلمه – د قبایلو د سیمو اشغال
د ټيټيپي جوړېدل د همدې سیاست برخه وه. اسلامآباد د ترهگرۍ ضد جگړې په نوم د قبایلي سیمو نظامي اشغال ته لاره هواره کړه، او د «امنیت راوستلو» تر شعار لاندې یې دا سیمې د اساسي قانون برخه وگرځولې. اوس ورته سناریو د افغانستان په اړه تکرارېږي: د «ټيټيپي د پناهځایونو» تر عنوان لاندې د افغان خاورې بمبار، د ډېورند کرښې نظامي پراختیا، او د افغانستان د حاکمیت تضعیف هڅې گڼي.
د جگړې تمثیلي بڼه
د دې نظریې ملاتړي وایي، د پاکستاني بمبارونو قربانیان ډېری ملکي وگړي دي، نه د طالبانو جنگیالي. دا ښيي چې جگړه کنټرول شوې او هدف یې تبلیغاتي انځور جوړول دي، داسې انځور چې پاکستان نړۍوالو ته د «طالبانو دښمن» او طالبانو ته د «ملي مدافعینو» رول ورکړي.
د طالبانو د خپلواکۍ د ښودلو سناریو
ځینې شنونکي استدلال کوي چې دا جگړه د طالبانو د خپلواک ښودلو یوه استخباراتي پروژه ده. پاکستان هڅه کوي طالبان له ځان څخه «جلا» او د یوه ملي ځواک په څېره کې پر افغانانو وتپي تر څو کورنی او نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي او افغان ملت ته یې د «ملي مدافعینو» په توگه معرفي کړی.
د دې نظریې کمزوري او تناقض
داسې ښکاري چې دا روایت له گڼو تضادونو ډک دی. د جگړې شدت، د پاکستان پوځي تلفات، او د طالبانو د بهرني سیاست او نړۍوالې مستقلې اړیکې دا ټول ښيي چې جگړه د تمثیل له حده تېره شوې. پاکستان تل د افغان هند نږدې اړیکې خپل ملی امنیت ته گواښ بللی ځکه پاکستان نه غواړی د دوو رقیبو ملکونو تر منځ منحصر پاتې شی خو شواهد داسې ښیې چې طالبان د هندوستان سره نږدې اړیکې جوړې کړي دی چې پاکستان ته د تحمل وړ نښکاری خصوصاً چې دې وروستیو کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ سخته جگړه وشوه.
په ۲۰۲۳ کې یوازې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۰ زیات سرتېري له لاسه ورکړي، او دا نه شي کېدای چې یوه «جوړه شوې جگړه» دې دومره تاوان وزېږوي. سربېره پردې، که دواړه طالبان او ټيټيپي د اسلامآباد تر ولکې لاندې وای، نو دا ډول تلفات او د استخباراتي کړنو بېنظمۍ ناشونې وه.
د افغانستان پلازمېنه کابل باندې یرغل یوه داسې سره کرښه وه چې د پاکستان په تاریخ کې دا جرآت نه و کړی چې داسې یو تجاوز وکړی خو دا کار په هغه وخت کې وشو چې امیر خان متقی هند ته د سفر پر دوره تللی و او د پاکستان نظامی رژیم ته دغه صحنه د تحمل وړ نه وه.
دوییم لیدلوری: د «واقعي جگړې» نظریه
د دې نظریې پلویان باور لري چې جگړه تمثیل نه، بلکې واقعي او ژور نظامي او سیاسي تقابل دی. دواړه لوري د گټو، بیباورۍ او د نفوذ د جگړې په میدان کې راښکېل دي.
د طالبانو د مستقلو نړۍوالو اړیکو او سیاست مسیر
طالبان که څه هم د پاکستان په ملاتړ واک ته رسېدلي، خو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته یې تدریجاً له اسلامآباد ځان جلا کړی. طالب مشران د مطبوعاتو پر کچه دا ویلي چې دوی په دې حقیقت پوه دی چې پاکستان د هر افغان نظام دښمن پاتې شوی، که هغه د ظاهر شاه سلطنت وي، جمهوریتونه وي، یا د طالبانو لومړۍ او دوییمه دوره.
طالبان دا احساس لري چې پاکستان د دوی د مشرانو په وژلو او تسلیمولو کې لاس درلود، د ملا برادر نیول، د ملا ضعیف سپارل، پر ملا اختر منصور برید، د استاد یاسر شکنجه او وژل، او په زرگونو طالبانو امریکا ته سپارل او د طالبانو د سیاسي دفتر پر وړاندې استخباراتي خنډونه یې بېلگې دي.
له هند سره اړیکې او د پاکستان غبرگون
لکه څنگه چې مخکې یادوونه وشوه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د رسمي سفر پر مهال پاکستان پر کابل، خوست او کونړ بمبار وکړ. که څه هم چې پاکستان بمبار او ملکي وگړو قتل عام نوې خبره نه وه خو د کابل بمبار سمبولیک خو څرګند پیغام و: اسلامآباد د کابل او نوي ډهلي نږدېوالی نه شي زغملی.
پاکستان افغانستان د هند د احتمالي نفوذ د لېږد دهلېز گڼي، او د «دوو دښمنو هېوادونو تر منځ بند پاتې کېدو» احساس کوي. اسلامآباد د افغانستان شتون د خپل بقا لپاره گواښ بولي، ځکه چې کابل د ډیورند کرښه نه ده منلې او نه به یې ومني. د پاکستان له نظره، یو خپلواک، هندوستان ته نږدې او له ډېورند ناخوښ افغانستان د دوی د جغرافیایي منطق دړې وړې کېدل معنا لري.
د ډیورند کرښې نښتې
د ډیورند پر کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې اوس منظمې شوې دي. طالبانو څو سرحدي پوستې ونیولې، پاکستاني پوځ ته یې درنې مرگ ژوبلې اړولې، او د کابل پر بمبار د غچ په توگه یې پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
د قطر او ترکیې په منځگړیتوب لنډمهالی اوربند شوی، خو دایمي حل لا نهدی رامنځته شوی. کله چې هلته ترکیه کې د اوربند په هکله خبرې روانې دی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف طالبانو ته د جګړې ګواښونه ورکوی چې د نړۍوال ډیپلوماتیک پروتوکول پر خلاف عمل دی.
د داعش خراسان فکتور
طالبان پاکستان تورنوي چې د داعش خراسان څانگې ملاتړ کوي څو طالبان کمزوري کړي. د طالبانو د امنیتي چارواکو پر وینا، د داعش مشران یې په کراچۍ او پېښور کې په نښه کړی، چې دا خپله د «استخباراتي جگړې» نوی فصل پرانیزي.
د کډوالو مسئله د فشار وسیله
پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو، توقیف او د هغوی د ملکیتونو لوټولو له لارې هڅه کوي پر طالبانو سیاسي فشار راوړي. دا کړنه د بشر حقونو له نظره گډه سزا گڼل شوې.
جیوپولیټیک چاپېریال
دا شخړه یوازې دوه اړخیزه نه ده؛ دا د یوې لویې جیوستراتیژیکې لوبې برخه ده:
امریکا لا هم له پاکستان سره پوځي اړیکې غواړي، څو د چین او روسیې پر وړاندې د سیمهیز توازن لاره وساتي.
هند د افغانستان سره د نږدې اړیکو ملاتړ کوي تر څو د پاکستان د نفوذ مخه ونیسي.
چین د سيپېک د امنیت لپاره په سیمه کې نسبي ثبات غواړي.
ایران او روسیه د یو ناپېیلې افغانستان ملاتړ کوي، څو د امریکا او پاکستان گډ نفوذ مهار کړي.
تحلیلي ارزونه
د دواړو نظریاتو ترمنځ پرتله څرگندوي چې جگړه نمایشی یا تمثیلي نه ده.
د طالبانو د بهرني سیاست خپلواکي،
له هند سره نږدې اړیکې،
د پاکستان د پوځ درانه انسانی او تجهیزاتي تلفات،
او د سلامآباد د استخباراتي ستراتیژۍ گډوډي
دا ټول ښيي چې دا جگړه د نفوذ او حاکمیت د دوو متضادو محورونو تر منځ واقعي تقابل دی.
پاکستان اوس پر خپلو پخوانیو پروکسي ډلو کنټروله له لاسه ورکړی دی، او دا جگړه د «پخواني بادار» پر ضد د «پخواني شاگرد» پاڅون ته ورته ده.
بشري او ټولنیز اړخ
د جگړې تر ټولو لوی زیان د کرښې دواړه غاړې افغان ولس ویني خو پاکستان هم دا زور او توان نه لري چې افغانستان په گونډو کړی. ملکي مرگ ژوبله، بېځایه کېدل، اقتصادي رکود او د کډوالو کړکېچ ټول د دې بحران انساني بُعد تشکیلوي. په مقابل کې، د پاکستان پوځ هم د خپلو غلطو ستراتیژیو قرباني شوی؛ د ټي ټي پي او بلوڅ آزادی غوښتونکو حملو د پوځ مورال ټیټ کړی او د داخلي مخالفت فضا یې نوره هم زیاته کړې ده.
خو له دې ټولو سره، په افغان ملت کې یو نوی ملي شعور رامنځته شوی – داسې شعور چې نور د تحمیل شوي تابعیت منلو ته تیار نه دی. هغه طالبان چې تر پرونه د پاکستان نیابتی جنگیالي بلل کیدل نن د پاکستان پر وړاندې وسله پورته کړې او د پاکستان په مقابل کې د نوې جهاد جذبه زیږیدلې.
پایله
د افغانستان او پاکستان تر منځ جگړه د یوه ساده امنیتي بحران نه، بلکې د سیمهییز قدرت د توازن د بیا وېش یو فصل دی.
تر هغو چې پاکستان د افغانستان خپلواکي او جغرافیایي بشپړتیا په رسمیت و نه پېژني، او د ډیورند کرښې په زور منلو هڅې و نه دروي، دا جگړه به دوام وکړي.
پاکستان له تاریخي پلوه هېڅکله یو خپلواک، مترقي او هند ته نږدې افغانستان نه دی منلی، ځکه دا د خپل مصنوعي جوړښت د بقا پر ضد یو فکري او جغرافیایي گواښ گڼي.
راتلونکی به هغه وخت مثبت وي چې د متقابل احترام، د ډېورند مسئلې د سیاسي حل، او د مداخلې د بندېدو اصول د دواړو هېوادونو د اړیکو بنسټ وگرځي.
محمد خالد وردگ
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.



