د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه (د ۲۰۲۱ کال د اگسټ پر۴مه) د شپې د ارزگان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې طالبانو ښوونکی، تاریخپوه، شاعر او لیکوال محمد عاطفي له خپل کوره څخه بهر کړ. له شکنجې وروسته یې شهید کړ – ارواه یې ښاده یاد یې تل.
خدایبښلي عاطفي له اوکراین څخه په انجنیرۍ او اقتصاد کې دوې ماسټرۍ لرلې. په بهر کې له زدهکړو وروسته یې په چوره کې د خپل کلي په ښوونځي کې ښوونکی و. هغه پر معلمۍ سربېره د تاریخ څېړونکی، لېکوال او شاعر هم و.
د ښوونکي عاطفي تر وژلو ۱۱ ورځې وروسته، طالبان پر ټول هېواد واکمن شول. هغوی پر خپلو تېرو جنایتونو سربېره، په ټول هېواد کې د نجونو د زدهکړو بندلو تر ټولو ستر جنایت وکړ. هغوی لا هم د زدهکړو پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.
هویتنیوز د خدایبښلي استاد اولمیر دا سندره د خدای بښلي محمد عاطفي سپېڅلې ارواه او د هغه په گډون د وطن ټولو ښوونکو ته ډالۍ کوي!
دا سندره زموږ پر یوټیوب هم کتلی شئ!


