یو افغان چې د زحمتونو په سیوري کې ژوند کوي
عبدالهادي د کابل په ښاري کوڅو کې د زحمت او هڅې ژوندۍ بېلگه ده. هغه د لوگر ولایت د پلعلم سیمې اوسېدونکی دی، چې د ژوند سختیو ته یې اوږه ورکړې او د خپلې کورنۍ د گېډې مړولو لپاره یې د کار میدان ته مخه کړې ده. عبدالهادي، چې اوس د خپل ژوند په دېرشمو کلونو کې دی، هره ورځ له خپل ټاټوبي څخه کابل ښار ته ځي او درې کیلو نخود په لاسونو کې گرځوي او پلوري یې، چې د هرې کڅوړې بیه یې یوازې لس افغانۍ ده.
عبدالهادي خپل ورځنی سفر سهار وختي پیلوي. د کابل د کوڅو گڼهگوڼه، د خلکو بېپروا چلند او د خرڅلاو محدود بازارونه د هغه د ورځني ژوند یوه برخه ده. له جمهوریت څخه تر نن ورځې پورې، عبدالهادي په همدې ساده کاروبار خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ چمتو کوي.
د کابل د سړو بادونو او گرمو لمرونو لاندې، عبدالهادي د زحمت یو ژوندی تصویر دی. هغه هره ورځ د خلکو په منځ کې گرځي، په دې تمه چې څوک ترې یوه کڅوړه نخود وپېري. که څه هم دا کار ډېره گټه نه لري، خو هغه په دې باور دی چې کار کول له خیرات غوښتلو غوره دي.
عبدالهادي ایي:
«ما ټول ژوند د دې لپاره کار کړی چې خپل ماشومان مې وږې ویده نه شي. هره ورځ نوې ستونزه وي، خو که کار وکړې او پر الله باور ولرې، بیا هم یو څه پیدا کېږي.»
عبدالهادي
عبدالهادي د خپل ټاټوبي پلعلم له شنو غونډیو څخه د کابل تر دوړو ډکو بازارونو پورې د زحمت او کړاو اوږد سفر کوي. دی پوهېږي چې د دې هېواد خلک د جگړو او بېوزلۍ له امله له گڼو ستونزو سره مخ دي، خو د هغه صبر او مېړانه د افغان ملت د نه ماتېدونکې ارادې ښکارندوی دی.
دا یوازې د عبدالهادي کیسه نه ده، بلکې د زرگونو هغو افغانانو د ژوند ریښتینی تصویر وړاندې کوي چې د جگړو، بېکارۍ او بېوزلۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي. عبدالهادي، چې د خپلو لاسونو د زحمت په برکت خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي، د ټول ملت لپاره د صبر، زحمت او له خپلو خلکو سره د مینې یوه بېلگه ده.
هغه موږ ته دا درس راکوي چې د ژوند هره ستونزه په زحمت او باور سره حل کېدونکې ده. عبدالهادي د افغان ملت هغه مخ دی چې نه ماتېږي او نه تسلیمېږي.