شنبه, دسمبر 13, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادپه افغانستان کې دملي اجماع لپاره نوې څپه؛ د ولسمشر غني اعلامیه...

په افغانستان کې دملي اجماع لپاره نوې څپه؛ د ولسمشر غني اعلامیه او زموږ انتخاب

د ولسمشر ډاکتر اشرف غني د نومبر د ۲۰مې نېټې اعلامیه او زموږ تاریخي انتخاب

لیکوال: محمد خالد وردگ | لاس انجلیس – کالیفورنیا

افغانستان نن له داسې کړکېچ سره مخ دی چې د جگړې، اقتصادي فشار، جبري کډوالۍ، طبیعي افتونو او له ټولو مهم، د سیمه‌ییزو سیاسي، نظامی او استخباراتي گواښونو گډه څپه پرې راغله ده. په همدې حساسو شیبو کې د پخواني ولسمشر ډاکتر اشرف غني وروستۍ اعلامیه یو ځل بیا ملي بحث ته لاره پرانیزي؛ بحث چې ځینې یې د هغه د ۲۰۲۱ کال پرېکړو له امله شک پرې کوي، او ځینې نور یې د یو پراخ ملي محور د راټولېدو لپاره یو فرصت گڼي.

خو له ټولو ځاني قضاوتونو ور هاخوا، موږ له یوې سترې پوښتنې سره مخ کېږو: موږ، د افغانستان ملت، نن په کوم موقعیت کې یوو؟ او سبا کومې خوا ته روان یوو؟

اوسنی وضعیت: یو ملت د دوو لارو په سر کې

ولسمشر غني خپل متن د څو بنسټیزو پوښتنو په مطرح کولو پیلوي: اوسنی وضعیت مو څه دی؟ راتلونکی څه بڼه لري که کړکېچ همداسې دوه کاله نور دوام وکړي؟ ملي گټې څنگه تعریف او پرې لازمه اجماع رامنځته کړو؟ او تلپاتې سولې ته، چې زموږ له لاسه وتلی حق دی، څنگه رسېدای شو؟

د پاکستان نطامي رژیم له خوا د افغان کډوالو جبري او ظالمانه بېرته ستنول، ورانونکې زلزلې او سیلابونه، اقتصادي محاصره، او د پاکستان منظم پوځي یرغلونه دا هېواد ژورې کندې ته برابر کړئ. د ده پر وینا، موږ پر دوه‌لارې کې ولاړ یوو:

  • یوه لاره د عقلانیت، اجماع، رغوونې او هوښیار مدیریت؛
  • او بله لاره د ناورین د ژورتیا، د ناهیلۍ د پراختیا او د راتلونکو دوو کلونو خطرناک سرنوشت ته.

دا یوازې تش شعارونه نه دي. نن چې طالبان واکمن دي، نړۍوال مشروعیت له لاسه وتلی، اقتصادي نظام د پاکستان تر محاصرې او نړۍوالو محدودیتونو لاندې دی، ښځې له عامه ژوند څخه حذف شوي، کډوال په بې‌رحمی او ظالمانه توگه شړل کېږي، او د ترهگرو ډلو د ملاتړ په تور افغانستان تر سیاسي، نظامی او اقتصادی فشار لاندې دی. دا وضعیت دا ثابته کړې چې ملي اجماع د نجات یوازینۍ دروازه ده، د ولس او حکومت تر منځ د واټن ختمول، د مشروعیت احیا، او نړۍوال منل.

ولسمشر غني څه وایي؟ او څوک یې مخاطب دي؟

غني په هوښیارانه ډول طالبان په نوم نه یادوي، خو د هغوی د شعارونو په ژبه پوښتنه کوي:

که فساد، رشوت، زورواکي او بې‌عدالتي «حکومت» نه وي، نو نن وضعیت ته نمره څوک ورکوي؟ ملت که یوه ډله؟

دا په اصل کې د طالبانو پر ادعاوو غیرمستقیم خو کلکه نیوکه ده. د هغه موخه دا ده چې: که د عدل، امنیت او اسلامي مشروعیت معیارونه تاسو ټاکلي، نو ستاسو د حکومت ثبات هم باید د همدې معیارونو پر اساس و ارزول شي.

خو ده په ښکاره ډول د امارت نسکورول نه دي غوښتي، او نه یې طالبان د یوه لوري په توگه انکار کړي. برعکس، هغه د «یو بل منلو»، «ملي خبرو یا بحث»، «اجماع» او «راتلونکي ته د توجه» خبرې کوي. دا د سولې او سیاسي حل لپاره د منځنۍ لارې پیغام دی، داسې پیغام چې په دننه او بهر کې بېلابېلې خواوې بېلابېل تعبیرونه ترې کوي. ځینې وایي له طالبانو سره کار کول ناسم دي؛ ځینې بیا وایي د بحران پای د همدې تعامل په منلو کې دی، ځکه دا هغه دروازه وه چې په دوحې کې یې پرانیستل غوښتل.

غني بیا ټینگار کوي چې تېر باید د راتلونکي د بندیز لامل نه شي؛ دواړه لوري، طالبان او جمهوریت، تېروتنې کړي، او د ملت زیان د ټولو له حساب او حرکت مهم دی.

غني او مشروعیت؛ یوه سخته پوښتنه، خو اړینه پوښتنه

ډېری افغانان د ۲۰۲۱ د سقوط ترخې خاطرې په ذهن کې لري. منتقدین حق لري چې پوښتنه وکړي:

  • څنگه هغوی د ملي اجماع خبرې کوي چې خپله ووتل؟
  • د راتلونکي د جوړولو دعوه څنگه د هغه چا له خولې ومنل شي چې تېر یې لانجمن دی؟

دا ټولې منصفانه پوښتنې دي. خو اصلي خبره دا ده چې نن هېواد د شخص نه، بلکې د مسیر په انتخاب کې بند پاتې دی.

موږ د داسې فورمول غوښتونکي یوو چې:

  • د یوه لوري د قدرت انحصار نه وي
  • د تبعید شویو سیاستوالو او شخصیتونو انتقام نه وي
  • د ټولنې نیمایي یعنې ښځو حذف نه وي
  • او د شل کلنې جگړې تکرار نه وي

غني وایي: «زه ځان ته څه نه غواړم، خو که اړتیا وه، مرسته کوم». دغه جملې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره غوغا را پورته کړې ده. ځینې وایی چې ولسمشر غني ولې هغه ډلې ته چې پرته له خپل ځانه بل څوک نه منی او د هیواد نیمایی نفوس یې حذف کړی د همکاری لاس ورکوی. ځینې بیا دا وایی چې جگړه نور د حل لاره نه ده او نه هم فعلی وضیعت د زغم او منلو وړ دی. ځکه یو منځلاره باید انتخاب شي، خو د هغې سیاسي منځپانگه روښانه ده: ملي اجماع باید د اشخاصو نه، بلکې د ملت د بقا لپاره وي.

پاکستان، کډوالي، او سیمه‌ییز فشارونهولې غني یې په ټینګار یادوي؟

غني ښکاره کوي چې د پاکستان پوځي بریدونه، د میلیونونو کډوالو شړل، د استخباراتي فشارونو دوام، او طبیعي افتونه د هېواد کړکېچ څوچنده کړي. دا خبرې تصادفي نه دي؛ دا د افغان ولس د درد عین انځور دی.

نن چې طالبان ځان د ملي حاکمیت مدعیان بولي، همدا پوښتنه د غني له لوري مطرح کېږي:

که اسلامي امارت د افغانستان د دفاع شعار لري، نو د پاکستان په مقابل کې د افغانستان عملي دریځ څه دی؟

دا پوښتنه یوازې طالبان نه، بلکې ټول سیاسي لوري د ملي حاکمیت د دفاع په اړه حساب ورکولو ته مجبوروي.

۲۰۴۷ م کال خیال، که د ستر ملت ویاړ؟

غني د ۲۰۴۷م کال یادوونه کوي. هغه کال چې افغانستان د معاصر تاریخ ۳۰۰مه کالیزه لمانځي. ډېرو ته دا خیال ښکاري، خو ملتونه د لید پرته نه رغېږي. د هر ملت لپاره لرلید او اوږد مهاله سیاست او پالیسي د بقا یواځنۍ لاره بلل کېږی.

افغانستان که د ژوندي پاتې کېدو په حالت کې کنگل پاتې شي، نو نه به دولت ولري، نه اقتصاد، نه نړۍوال حیثیت، او نه دا چې د نړۍ د سیالو ملتونو تر منځ درېدل زده کړي.

له همدې امله ۲۰۴۷ د یوې فکري نقشې حیثیت لري، هغه نقشه چې له اوسنیو ستونزو وروسته د راتلونکي لپاره د سیال افغانستان تصویر جوړوي.

واقعیت: د افغانستان بدلون د یو فرد کار نه دی

که خلک غني خوښوي یا نه، حقیقت دا دی چې دا هېواد د یو شخص یا ډلې په زور نه رغېږي، بلکې د ملي اجماع، سیاسي تفاهم، ټولنیز مشارکت او د ټولو لوریو گډ مسوولیت ته اړتیا لري.

غني هم واضح وایي چې د اجماع مقصد «هر څوک او هر کس» نه دی، بلکې هغه شخصیتونه چې په فساد او خیانت تورن دي، باید بېرته سیاسي صحنې ته راستانه نه شي.

طالبان که غواړي افغانستان له ژور ناورین څخه وژغوري، باید د سیاسي حل لاره پرانیزي. پخواني فاسد چارواکي باید خپلې تېروتنې ومني او ملت ته ځای ورکړي. ملت باید له احساساتو بهر، د هېواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي.

پایله: د بحث پیل؟ که د بحث پای؟

د ولسمشر غني اعلامیه نه جوړ حل دی او نه نهایي نقشه، خو د ملي بحث لپاره یو ضروري فکري چوکاټ برابروي.

په داسې هېواد کې چې ۴۷ کاله یې په جگړو، کودتاوو او گډوډیو کې تېر کړي، یوازې دوه لارې شته:

یا د تېرو غلطیو یادونه موږ د گډوډۍ په ډنډ کې ښکېل او کنگل ساتي، او یا د ملي گټو پر محور نوی بحث پيلېږي، سخت، لانجمن، خو حتمي بحث.

که څوک پر غني نیوکه کوي، حق یې دی. که څوک یې د اجماع د فکر ملاتړ کوي، دلیل یې دی. خو که څوک د ملي اجماع ضرورت نه مني، نو یوه پوښتنه پاتې کېږي:

بدیل څه دی؟ او افغانستان څنگه له دې ناورین څخه بهر کېدای شي؟

هیواد یوازې د جگړې او ضدیت په اور نه رغېږي. موږ ته فکر، متانت، سیاسي شجاعت، او تر ټولو مهم، د ملي گټو گډ تعریف ته اړتیا ده.

راځئ چې پر مخ ولاړ شو، په گډه ولاړ شو، د تاریخ درسونه په پام کې ونیسو، او داسې افغانستان جوړ کړو چې په ۲۰۴۷ کال کې د نړۍ سیال وي.

ژوندی دې وي افغانستان! تل دې وی افغانان او افغانیت!

محمد خالد وردگ
Website |  + posts

محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.

 

محمد خالد وردگ
محمد خالد وردگhttps://hoyat.news/
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.  
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې