کور د واخان پاڼې د پاراډایم په لټه کې: سیال ولس هغه دی چې خپل فکر...

د پاراډایم په لټه کې: سیال ولس هغه دی چې خپل فکر عیاروي!

0
5

د واخان د پاڼو مهم اصول:

دغه پاڼې د اوفا شبکې د افغان متفکرینو ارګان لخوا د ستراتيژیکو ارزونو د دودولو، فکرونو هڅولو،او بنسټیزه کولو په موخه چمتو کېږي. دغه پاڼې کېدای شي په راتلونکې کې د لوی هېواد  لپاره د ستراتيژیکو نظریاتو د ټولگې حیثیت ترلاسه کړي. افغان ولس څنګه ځان د ملي ویجاړۍ له دې مسیر څخه وژغوري؟ همدارنګه، افغانان باید خپل راتلونکی مسیر د دې اصل پر بنسټ وټاکي چې هېواد یې په اوچه کې راګیر او د اټومي وسلو لرونکو او پراختیاپالو دولتونو ترمنځ پروت دی. نه پر بل چا تکیه کولی شي، نه داسې ځواک لري چې ورباندې تکیه وکړي، او نه یې هم غږ په اسانه اورېدل کېږي. همدا پوښتنه او دغه اصل د دغو پاڼو د ارزونو محور او پارامیترونه ټاکي.

د یادونې وړ ده چې یاد ارګان په افغانستان کې د ستراتيژیک دود د ودې لپاره کارکوي.

دغه سند لاندې شپږ برخې لري: لومړۍ برخه د پاراډایم تیوریکي اړخونه تر ارزونې لاندې نیسي. دویمه برخه، په پرېکړو کې د تاریخي پرتلو (Analogy) ارزښت او محدودیتونه په نښه کوي. درېیمه برخه، په لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې کې د فرانسې او جرمني د فکر، تجربو او پرېکړو ارزونه کوي. څلورمه برخه، د مرور شویو لېترېچر یا ادبیاتو ستراتېژیکه ارزونه وړاندې کوي. پنځمه برخه، د دغو ارزونو په رڼا کې د افغان لوی سیاق او سباق پر ارزونې تمرکز کوي او د یوه ستراتېژیک پاراډایم د رامنځته کېدو غوښتنه کوي. وروستۍ برخه، ځینې اړوندې پوښتنې پان‌ افغان لوستونکو ته وړاندې کوي.

 

د پاراډایم په لټه کې: سیال ولس هغه دی چې خپل فکر عیاروي!

سریزه او د ستونزې سرچینه

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹مه نېټه، د شپې په ناوخته ساعتونو کې، پاکستان د افغان پر پلازمېنې کابل، خوست، جلال‌ آباد، کنړ او پکتیا سیمو هوايي بریدونه ترسره کړل، چې لا هم دوام لري. دغو بریدونو د افغانانو احساسات داسې وپارول، لکه څنګه چې د ډاکټر نجیب‌الله شهادت، د اګست پر ۱۵مه پر افغانانو د آی اس آی وړیا بریا او د پان افغان شاعر ګېله من شهادت  ولس ته ذهني ټکانونه ورکړي وو.

په ستراتېژیکو مطالعاتو کې یو منل شوی اصل دا دی چې ولسونه له خپلې وروستۍ جګړې زده کړه کوي، خو که زده کړه ناسمه وي، ماته تکراریږي.

د ټولو کلاسیکو او دودیزو ریښو درلودلو سربیره، پرله ‌پسې ماتې د افغان ولس دې حد ته رسولی چې نن پاکستان هوايي ځواک زموږ پلازمېنه په نښه کوي. خو د دې ملي ویجاړۍ له مسیر څخه په اوچه کې راګیر افغان ولس څنګه ځان وژغوري؟ د پاراډایم  دغه فکري لیکنه پر همدې موضوع تمرکز کوي او د ستراتېژیک پېغام هدفمند مخاطبین یې پان افغان لوستونکي دي، چې نو څه یې (So What?)   لاندې ټکي رانغاړي:

  • افغانانو تر اوسه کوم منظم ستراتېژیک تسلسل نه دی درلودلی. زموږ نظریاتي فصلونه نیمګړي پاتې شوي دي. له همدې امله، د یو ملت په توګه د افغانانو د شتون دلیل (ملي هدف) نه دی تعریف شوی. افغانانو هېڅکله د بریالیتوب داسې یوه روښانه نظریه نه ده تجربه کړې چې له ټاکلي مهالوېش یا مایلستونونو، واقعیت‌محورۍ یا ځان کتنې دود سره مل وي. سره له دې چې همدا کڅوړې د سیالۍ او پرمختګ لپاره لازمه زمینه برابروي.
  • پاکستان د افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ  اراده لري او د خپل نوښت دود په مټو د متعارفې او غیر متعارفې جګړې له وسایلو څخه کار اخلي. د هغوی سیمه‌ یئزه اجنډا د دوی بر مشرۍ د یوه متحد سني اسلامي بلاک تر نامه لاندې د افغانستان، بنګله‌ دېش او نورو هېوادونو ادغام رانغاړي، چې د افغان ملي کرکټر سره په ټکر کې ده. نو ځکه، زموږ د ارادې د ځپلو هڅه کوي. د خپلې خوښې په لوبه کې موږ لوبوي او د خپلو شرایطو (Fait Accompli) لاندې د جګړې او سولې پرېکړې پر موږ عملي کوي. پر افغانانو د پاکستان هوايی یرغل د همدې ستراتېژیکو موخو د تحمیلولو په پار ترسره کېږي.
  • که چېرته دغې ستراتېژیکې ننګونې ته چې لوی هېواد مو ورسره مخ دی رسېدګي ونشي، ملي ویجاړي مو حتمي کېږي. په کاره ده چې ځان کتنې دود لپاره کار وکړو او خپل فکري ایکوسیتسم فعال، عیار او مرتبط کړو. په همدې دلیل، د یوه ستراتېژیک پاراډیم د رامنځته  کولو لپاره باید لستوڼي راونغاړو.

لومړی برخه: د پاراډیام تعریف او پېژندنه

پاراډایم د هغو باورونو ، نظریاتو، مفکورو او یا هم ذهني چارچوبونو ټولګه ده چې د نړۍ د څرنګوالي په اړه تصور وړاندې کوي او د هغې په تشریح کې مرسته کوي.[1] اډم سمېت(Adam Smith )، چې یو امریکایي لیکوال/ څېړونکی و، پاراډایم د ګډو فرضیو او ذهني چارچوبونو په توګه تعریفوي. د هغه په اند، پاراډایم هغه چارچوب دی چې انسانان پرې نړۍ ویني او درک کوي. خو پاراډایم، دهغه په خبره،  په عین حال کې د افرادو لیدلوری او د خیال کولو وړتیا هم محدودوي ځکه کله چې «انسان د یوه ځانګړي فکري چوکاټ د ننه وي، د بدیل پاراډایم تصور کول ورته ستونزمن کېږي.»[2]

تیوریسن جوئل آرتربارکر (Joel Arthur Barker)، چې نامتو امریکايی وړاندویونکی پاتې شوی دی، پاراډایم د لیکل شویو یا نا لیکل شویو اصولو او مقرراتو یوه مجموعه تعریفوي چې دوه کارونه ترسره کوي: (۱) حدود ټاکي او تعریفوي؛ او (۲)  تاسو ته ښايي چې د دغو حدودو د ننه څنګه چلند وکړئ څو بریالي اوسئ.[3] پاراډایم انسان ته دا ورزده کوي چې  نړۍ کې کومه  لوبه روانه ده، د هغې ماهیت څه دی، او څنګه کولی شي په بریالیتوب سره پکې برخه واخلي. پاراډایمي بدلون(Paradigm Shift) د زاړه فکري چارچوب پرېښودل او د نوې لوبې له نویو اصولو او مقرراتو سره سمون موندل دي.[4] هغه زیاتوي چې زاړه پاراډایمونه هغه مهال ړنګېږي کله چې نور د مهمو ستونزو د حل وړتیا له لاسه ورکړي. [5]د  بارکر له نظره، تیورۍ، پرنسیپونه یا اصول، فرضیې، عادتونه، دودیزه یا حاکمه پوهه، ذهني چوکاټونه، ارزښتونه، دکتورین، رواجونه، ایدیولوژۍ او داسې نور د پاراډایم  مفکورې بنسټیزې مؤلفې یا مفاهیم ګڼل کېږي.[6] هغه ټینګار کوي چې فرهنګ، جهان بیني، سازمانونه،  سوداګریزې تصدۍ پخپله پاراډایمونه نه دي ،خو د ګڼو پاراډایمونو ټولګې دي. یا لکه څنګه چې هغه وایي «د پاراډایمونو ځنګلونه دي.»[7] د پارډایم مفهوم د ځنګل په کلمه کې ښه څرګندېږي ځکه چې ځنګل د داسې عنصرونو جوړښت دی چې پر یو بل تکیه لري. موږ د چاپېریالي پاراډایم څخه پوهېږو چې په ځنګل کې هر عنصر له

لومړی صنعتي انقلاب د ۱۷۰۰مو کلونو په وروستیو او د ۱۸۰۰مو کلونو په پیل کې راڅرګند شو، او د بخار انجن، برېښنا ځواک، او ټیلیګراف اختراع پکې وشوهد ۱۸۰۰مو کلونو په وروستیو کې، د ټیلیفون او بېسیم (راډیو) معرفي کېدو اړیکې لا پیاوړې کړې، او د برېښنا څراغ (بلب) او برېښنايي موټور اختراع هېوادونو ته دا زمینه برابره کړه چې د برېښنا ستر ظرفیت وکاروي. په ۱۹۱۳ کال کې د  Henry Ford له خوا د لومړۍ اسمبلۍ لاین معرفي کېدو دوهم صنعتي انقلاب د ډله ‌یز تولید انقلاب وګرځاوه، چې د هغه دFord Model T موټر د جوړولو وخت یې تر دوه پر درېیمه برخه ډېر راکم کړ..له World War II  وروسته، درېیم صنعتي انقلاب د مدغم سرکټ (Integrated Circuit) له اختراع او د سیمي ‌کنډکټر صنعت له رامنځته کېدو سره پیل شو. د ۱۹۷۰مو کلونو په پیل کې، د شخصي کمپیوټر اختراع، او وروسته انټرنېټ، د معلوماتو لویو زېرمو ته چټک او پراخ لاسرسی عام کړ.ځینې باور لري چې نړۍ د احتمالي څلورم صنعتي انقلاب پر درشل ولاړه ده، چې بنسټ یې ډیجیټلي تولید او هوښیار تولید دی، او دا به د مصنوعي ځیرکتیا (AI) او درې ‌بٌعدي چاپ (3D printing) له لارې ممکن شي.اندریو کرېپینیویچ ،د بریا اوصول، ۱۰۶-۱۰۷.
پاراډایم : دملي بریالیتوب لوی سیاق او سباق نور بېلګې

نورو سره اړیکه لري. که یوه برخه بدله شي، نو اغېزې یې پر نورو برخو هم پرېوځي.  په همدې توګه،  یوه تصدۍ کولی شي رهبري، سیالۍ، داخلي ارزښتونه، خدمات ولري خو د دغو پارډایمونو بقا په همغږۍ کې نغښتې ده. چې هر یو خپل پارډایم لري او بریا یې په همغږۍ کې ده. ان موږ په خپل شخصي ژوند کې پارډایم لرو لکه په کومو اصولو چې غواړو خپل بچیان سترکړو.[8]

بېلابېل پاراډایمونه مختلف مفاهیم، اصطلاحات، او د شواهدو بېلابېل معیارونه /مفکورې کاروي. هر پاراډایم دا ټاکي چې خلک حقیقت څنګه درک کوي، کومې پوښتنې مطرح کوي، او کوم ډول پوهه معتبره ګڼي .[9]له همدې امله، د نوي پاراډایم درک کول د هغو کسانو لپاره ډېر ستونزمن وي چې په پخواني او منل شوي پاراډایم باور لري. د هغوی فکر، ژبه، او څېړنیز میتودونه له زاړه چوکاټ سره دومره تړلي وي چې نوې نظریې ورته غیر منطقي یا د منلو وړ نه ښکاري. دا وضعیت د پاراډایمونو ترمنځ ګټورې ازموینې او مستقیمې پرتلنې هم سختوي، ځکه هر یو د حقیقت، شواهدو، او اعتبار لپاره خپل ځانګړي معیارونه لري. له همدې کبله، پاراډایمي بدلونونه زیاتره له فکري مقاومت سره مخ وي او یوازې د ساده تجربوي ازموینو له لارې نه حل کېږي.[10]

که پاراډایم له یو بل اړخه وڅېړو،  هره دوره یا زمانه کې، پاراډایم د ملي بریالیتوب لپاره  اقتصادي، ټکنالوژیکي، پوځي او داسې نور سیاق او سباق ټاکي.  یعنې څه؟ د سړې جګړې (Cold War) په وروستیو دورو کې، د دقیقو وسلو (precision weapons) او  شبکه یزو معلوماتي جوړښتونو (networked information architectures) له پرمختګ سره، هغه هېوادونه چې د دقیق برید (precision strike) وړتیا یې نه درلودله، په ستراتیژیکه سیالۍ کې له جدي کمزورۍ سره مخ وو.[11] همدارنګه، په پخوانیو دورو کې، هغه هېوادونه چې له صنعتي کېدو وروسته پاتې شوي وو، هم په اقتصادي او هم په نظامي ډګر کې له سختو زیانونو سره مخ شول. په هغه وخت کې د صنعتي ځواک ټول عناصر، لکه تولید، ټکنالوژي، زیربنا، او نظامي ظرفیت، د ملي د پاراډایم بنسټ جوړاوه.[12]د ۱۸۶۰مې لسیزې په منځ کې، پروشیا(اوسنی المان) خپل د اورګاډي سیستم د پوځونو د چټک بسیج او ځای پر ځای کولو لپاره وکاراوه، او د ټیلیګراف سیستم یې د ځواکونو  د چټک بسیج او اعزامولو د ښه همغږۍ لپاره استعمال کړ. همدې ټکنالوژیکې برلاسۍ د «اورګاډي، ټوپک، او ټیلیګراف انقلاب» بنسټ جوړ کړ، چې پروشیا ته یې په ۱۸۶۶م کال کې د اوو اونیو جګړه کې پر اتریش د چټکې بریا زمینه برابره کړه. د ۱۹۴۰م کال په پسرلي کې، جرمني د هوايي ځواک، د پانزیر زرهي تانکونو ځواکونو، او بېسیم (راډیو) د یوځای کولو له لارې د «بلیتزکریګ» یا د چټکې جګړې ستراتیژي رامنځته کړه، چې په مرسته یې فرانسه یوازې په شپږو اونیو کې ماته کړه. داسې هدف چې د یو نسل مخکې المانیانو د څلورو کلونو جګړې سره هم نه و ترلاسه کړی. په ۱۹۴۵م کال کې د امریکا له خوا د اټومي وسلو معرفي کېدل په پراخه کچه د جګړې په ماهیت کې د بنسټیز بدلون نښه وبلل شوه. یا په بله خبره، پاراډایمي بدلون یې وزېږاوه.[13]

دویمه برخه: د تاریخي پېښو پرتلنه یا انالوژۍ(Analogy)

 دا ښایي چې ورته پېښې، سره له دې چې په بېلابېلو زمانو کې رامنځته شوې وي، کېدای شي په ځینو برخو کې یو شان وي.[14] له تاریخي پرتلنو څخه کولای شو د خپل شاوخوا نړۍ په درک کې ګټه پورته کړو. له همدې امله، سیاسي او پوځي مشران د لویو پرېکړو د سیاق او سباق د روښانه کولو لپاره له تاریخي پرتلنو ګټه اخلي—په ځانګړي ډول، هغه وخت چې له ناڅرګند فکري چاپېریال سره مخامخ وي. خو دا اصل هم باید له پامه ونه غورځول شي چې تاریخي پرتلنې(انالوژۍ) پر بنسټ پرېکړې کول، په داسې حال کې چې شرایط بدل او پېچلي وي، مهمې نیمګړتیاوې لري(یعنې تاریخي پرتلنې د پرېکړې ښه بنسټ نه شي کېدلی).[15] د نوي پاراډایم د بحث اړخونو د روښانولو لپاره، البته د تاریخي پېښو پرتلنو نیمګرتیاو ته په پام کې نیولو سره لاندې پېښې تر ارزونې نیسو.[16]

د هټلر په مشرۍ په دویمه نړیواله جګړه کې د فرانسې ماتې ته د فرانسوي تاریخپوه مارک بلوک کتنه  (۱۹۴۰ م کال)

جرمنیانو فرانسې ته ۱۹۴۰ م کال کې یوه چټکه او ناڅاپه ماتې ورکړه او هغه هېواد یې لاندې کړ. فرانسوي پوځي او تاریخپوه مارک بلوک په خپل کتاب عجیبه ماتې کې هڅه کړې چې د دې ماتې اړخونه وڅېړي او لاندې پوښتنو ته ځواب ومومي:

موږ داسې یوه ماتې تجربه کړې چې هېچا یې امکان نه ګاڼه. نو ملامتي د چا پر غاړه ده؟
د فرانسې د پارلماني نظام پر جوړښت؟ لکه څنګه چې زموږ جنرالان وايي؟ د جګړې د ځواکونو پر عادي سرتېرو؟ پر انګلیسانو؟ پرپنځم ستون؟ په لنډه توګه، پر هر چا او هر څوک، پرته له ځانه؟[17]

بلوک د دې پوښتنو په ځواب کې استدلال کوي چې د ستونزو ريښې یوازې په یوې برخې کې نه وې، بلکې په ټول نظام کې خپرې وې. هغه لیکي چې د فرانسې ملي مطبوعاتو او ادبیاتو ډېری برخې، چې په کې وطنپال لیکوالان او خبریالان هم شامل دي، په دوامداره توګه د پوځ په اړه همدا تر ټولو دود شوی نظر تکرار کړی دی: هر جنرال په خپله لوی جنرال دی. له دې نا سم دود له کبله، حتی که یو جنرال  خپل سرتېري ناورین ته هم بیایي، بیا هم د اتلولۍ لوړې درجې ورکول کېږي. د دې چلند د توجیه لپاره دا استدلال وړاندې کېږي چې د لوړپوړو چارواکو د څرګندو تېروتنو پټول د ملي مورال د ساتنې لپاره اړین دي. خو بلوک ټینګار کوي چې دا طریقه، پر ځای د دې چې مورال پیاوړی کړي، د عسکرو په منځ کې، هغه کسان چې د جګړې اصلي بار پر اوږو وړي، د نارضایتۍ  او بې باورۍ تخم شیندي.[18] په دې توګه، هغه ښایي چې دروغجن مثبت انځورونه حقیقت کې د نظام د ننه باور کمزوری کوي.

بلوک زیاتوي چې په هره انساني ټولنه کې یوازې روزنه او مقررات د یووالي د رامنځته کولو لپاره بسنه نه کوي. هغه څه چې اړین دي، تر دې ډېر دي: نه یوازې هغه دود چې له مشرانو څخه کشرانو ته لېږدول کېږي، بلکې د ډلې ترمنځ یوه ګډه روحیه  (esprit de corps)هم اړینه ده.[19]

د بلوک په اند، هغه څه چې فرانسوي پوځونه یې پناه کړل، د بېلابېلو تېروتنو ګډه پایله وه. خو له دې ټولو تېروتنو سره یوه څرګنده ګډه ځانګړنه هم مل وه: فرانسوي مشران او یا هغه کسان چې د هغوی په استازیتوب يې قومانده ورکوله—د نوې جګړې په شرایطو کې د فکر کولو وړتیا نه لرله. په بل عبارت، بلوک د جرمني بریا، په بنسټیز ډول، د هغوی د فکري برترۍ بریا ګڼي او ټینګار کوي چې همدا ټکی دی چې «دا ماتې په ځانګړي ډول جدي او د پام وړ ګرځي.»[20]

بلوک د دې فکري کمزورۍ د تشریح لپاره یوه ساده بېلګه وړاندي کوي. وايي چې که بایسکلونه د تګ راتګ تر ټولو چټکه وسیله وي او درانه بارونه د خرګاډو په وسیله لېږدول کېږي، نو هر ځل بازار ته تګ په یوه اوږده او ستړي کوونکي مزل بدلېږي. د دې تشبیه له لارې، بلوک څرګنډوي چې د جګړې په ډګر کې د جرمنیانو بنیادي مفکوره او راز د پرېکړې چټکتیا وه. فرانسویانو، برعکس، خپل فکرونه د پرون یا تر پرون مخکې تر شرایطو کول. لا بده دا چې، د جرمني د نوو تکتیکونو له څرګندو شواهدو سره سره، فرانسویانو یا خو دا بدلونونه له پامه وغورځول، او یا یې د وخت غوښتنه په سمه توګه درک نه کړه. د بلوک په وینا خبره تر دې بریده رسېدلې وه چې «دواړو مقابلو پوځونو هر یو د بشري تاریخ له بېلابېلو دورو سره تړاو درلود.»[21] په همدې چوکاټ کې، هغه یادونه کوي چې هغه لږ شمېر افسرانو چې د معاصرو شرایطو  له مخې یې فکر کولای شو، په دوامداره توګه له پامه غورځول کېدل. په دې توګه، د جرمن پوځیان هلته راڅرګند شول چې فرانسوي پوځیانو یې هېڅ تمه نه لرله.[22] بلوڅ استدلال کوي چې ځینې ناکامۍ، چې له بده مرغه انکار ترې نه شي کېدای، په اصل کې ځکه رامنځته شوې چې «خلک داسې روزل شوي وو چې خپل فکرونه ډېر ورو وکاروي.»[23]

بلوک یادونه کوي چې د فرانسویانو ستراتیژیکې تېروتنې په دې کې وې چې د ټانکونو، الوتکو او ټراکټورونو باندې د پانګونې پرځای یې مشرانو د هېواد  محدودې مالي او کاري سرچینې  پر کانکریټي تاسیساتو ولګولې. پوځ خپله ټوله تکیه پر ماژینو کرښه وکړه، هغه دفاعي کمربند چې په ستر لګښت او تبلیغاتو سره جوړ شوی و، خو پایله دا شوه چې دښمن ترې واوښت.[24]

بلوک هغه بیړه ‌نيو پرېکړو/طرحو باندې نیوکه کوي چې موخه یې د یو شمېر کانکریټي بنکرونو (یا بلنداشونو) جوړول ول. ځکه بلنداشونه د مخامخ ډزو/جګړې لپاره طرحه شوي ول. ځکه فرانسوي سرتېرو ټوله انرژي د ټانک ضد لوی خندق په کېندلو ولګوله، هغه خندق چې جرمنیانو په یوه ورځ په ډېرې اسانۍ سره ونیوه. د دې ټولو تر شا داسې پوځي تیوري (نظریه ) ولاړه وه چې په هغه وخت کې د فرانسې پوځي تیوریستانو ترمنځ حاکمه وه. دغو تیورستانو باور درلود چې ستراتیژي داسې پړاو ته رسېدلې چې په کې د دفاعي تانکونو(زرهدار وسایطو) د مقاومت طاقت د تعرضي بریدونو پر وړاندې پورته دی. اواستحکام شوي مورچلونه نږدې نه ماتېدونکي دي. خو بدبختانه، کله چې د پرېکړې وخت راورسېد،  د بلوک په قول د پوځ مشرانو دومره جرائت و نه کړ چې خپلې همدې نظریې ته وفاداره پاتې شي. لنډه دا چې فرانسوي مشران، چې د خپلو دریځونو له ګڼو تضادونو ناخبره وو، تر ډېره هڅه یې کوله چې په ۱۹۴۰م کال کې د ۱۹۱۴–۱۸م کلونو د جګړې شرایط بیا تکرار کړي. خو  برعکس، «جرمنیانو د ۱۹۴۰م کال د شرایطو له مخې فکر کاوه.»[25] جرمنیانو ان د انسانانو د ذهنونو او د هغوی د ماتولو په اړه هم ژور فکر کړی و. د دوی ډارونکي غږ سره هوايي بمبارۍ  په اصل کې د عامه وژنو او مادي ورانۍ د خپرولو لپاره نه وه طرحه شوې، بلکې بنسټیز هدف یې د فرانسویانو پراذهانو اغېز کول او د هغوی مورال ماتول وو.[26]

بلوک همدارنګه د ادارې او تصمیم نیونې پرکمزورتیا نیوکه کوي. د هغه په وینا، د غټو دوسیو منظم ساتل او برابرول ډېره ذهني هڅه نه غواړي. خو داسې ستراتیژي چې انعطاف ولري، له مخکې چمتو شوې وي او د اوږدې مودې انتظار وروسته په داسې چاپېریال کې عملي کېږي چې باید هره شېبه د پېچلو او ناڅاپي شرایطو له اړتیاوو سره سمه بدله اوعیاره شي، ژورفکري تسلط ته اړتیا لري. د فرانسې مشران په دې برخه کې پاتې راغلي وو.[27] هغه دا هم يادوي چې د پوځ ډېرې مهمې برخې لکه د ارتباطي لیکو ځواکونه (لوجسټیک/مخابراتي قطعات) له زړو کسانو څخه جوړ وو، چې د خپلې هڅې سره یې د سختو شرایطو د جبران توان محدود و. له دوی څخه ډېرو لږو کسانو سم بوټان درلودل، خو د خدای په فضل، هېڅ یو یې په حقیقت کې «د لوږې له امله ونه مړ.»[28]د فرانسې لخوا جګړه د زړو کسانو جګړه وه. د هغو تیوري دانانو جګړه وه چې د تاریخ د ناسمې زده کړې له امله یې په تېروتنو کې ښکیل پاتې شوي وو. دا جګړه د هغه زوال بوی څخه ډکه وه چې د پوځي کالجونو، د سولې د وخت جنرالانو او ښکلي دفترونو او کاغوشونو له انګړونو راپورته کېده. خو نړۍ د هغو کسانو ده چې له نوي فکر، نوښت او خوځښت سره مینه لري. همدې لپاره کله چې د فرانسې ملکي او پوځي مشران دجرمنیانو له نوښت سره مخامخ شول، «د درک فرصت او وړتیا یې نه لرله او ماته یې تجربه کړه.»[29]

په سیاسي برخه کې هم، بلوک د ۱۹۳۹ کال سیاسي مشرانو فکري سستي او د واقعیت ناسم درک د ماتې له مهمو عواملو څخه ګڼي. وایي د حېرانتیا ځای خو دا ده چې دوی هر یو یوه مبالغه کوله. ویل یې واک یې په اختیار که نه و. خو د بانکونو او مطبوعاتو په قوي ملاتړ، د قدرت په جوړښت کې د دوی نفوذ او رسوخ نظام کې پرځای وو. تر دې هم جدي خبره دا وه چې سیاسي مشرانو، چې د لابيګرو سره عادت شوي وو، ګومان یې کاوه چې د د ښمن په اړه معلومات راټولوي، حال دا چې هغوی په اصل کې د حقیقي معلوماتو پرځای، پر شایعاتو تکیه کوله. د نړۍ او هم د هېواد ټولې ستونزې هغوی ته د شخصي سیالیو او رقابتونو په رڼا کې ښکاره کېدې. دوی باید یو بل سبوتاژ کړي وای. ملي مطبوعاتو، چې ځانونه یې د بی ‌طرفه خبر رسونې سرچینه بلله، په حقیقت کې یې د دروغو تر بیرغ لاندې فعالیت کاوه. ډېری ورځپاڼې، هغه چې په ښکاره یې د سیاسي ګوندونو تګلاره څرګندوله، د پټو ګټو تر اغېز لاندې وو. ځینې یې حتی «د بهرنیو اغېزو تر کنټرول لاندې وې.»[30]  

بلوک د خپلو ارزونو  په دوام کې، د سیاسی او ملکی مشرانو فکري سستي، د هغوي ترمنځ ناسمه سیالۍ او په ملي کچه زهر جن تبیلغات هغه څه تعریفوي چې د فرانسویانو ملي صلابت یې ونړاوه.

بلوک پخپلو وروستیو ارزونو کې وايي چې کیسه له اوله خرابه وه. د پوځ او دریم جمهوریت ترمنځ د ځمکې او اسمان په شان د بې باورۍ واټن و. پوځ د دریم جمهوریت ترمنځ پردي وو. پوځي مشرانو له سیاسي/ ملکي مشرانو څخه اړین استخباراتي او لوژستیکی معلومات پټول نوځکه هرڅه په جلا جلا توګه (سایلو) ترسره او د پرېکړو سایکل ورو شو. [31] دهغه په وینا، دا ټول عوامل د هغه متحرک آلمام پر وړاندې د فرانسې د ماتې سبب شول چې یرغل یې « د یوه منظم او همغږي ملي ژوند څخه سرچینه اخیسته.»[32] 

په ټوله کې بلوک د خپل هېواد د بیا رغونې مسؤلیت د نوي نسل په اوږو اچوي. ټینګار کوي چې ماتې خوړلې فرانسه د زړو کسانو میراث ده. خو د نوي پسرلي فرانسه باید د ځوانانو له خوا رامنځته شي. وایي د راتلونکي نقشه باید د هغو سمو درسونو په پایله کې رسم شي چې نوي نسل به  زده کړي وي. بلوک له نوي ځوانانو هیله کوي چې د هغو سیستمونو له وچې او بې‌انساني لارې ځان وساتي، کوم چې د کرکې یا غرور له امله هڅه کوي د خپلو هېوادوالو پر لویه برخه واک وچلوي، پرته له دې چې هغوی ته رښتینې روزنه ورکړي یا له هغوی سره په رښتینې توګه اړیکه او همغږي ولري.[33]

د آلمان بحث.

‏د ۱۸۶۰ لسیزې په منځ کې، پروشا (اوسنی جرمني) د اورګادي سیستم  څخه په استفادې خپل د پوځ او تجهیزاتو د چټک انتقال او ځای پرځای کولو لپاره وکاراوه. همدا ډول، ټیلیګراف یې خپلو ځواکونو  ترمنځ د همغږۍ لپاره ښه استعمال کړ. همدا ټکنالوژیکي برلاسي، چې د اورګاډي، ټوپک، او ټیلیګراف په انقلاب یادېږي، پروشا ته په ۱۸۶۶ کال کې د اوو اونیو جګړه کې پر اتریش د چټکې بریا زمینه برابره کړه. [34]همدا راز، د ۱۸۷۰–۷۱ کلونو د فرانسې او جرمني ترمنځ جګړه کې جرمنیانو ډېرې بریالۍ پایلې لرلې.[35] هغه ملتونه چې په دې جګړو کې مات شوي وو، یا نور اروپايي هېوادونه، دې ته حیران شول چې جرمینان، کوم چې د ناپلیوني جګړو پر مهال د تاریخ تر ټولو بدمرغه ولس[المانیان] ګڼل کېدل، ناڅاپه څنګه دومره پیاوړي شول؟ ‏  ‏بیا یې ولیدل چې په پروشا (یا اوسني آلمان) کې، د پوځ په اکاډمۍ کې د جگړې په اړه یو کتاب (Clauzewitz on War) تدریسېږي چې کارل ون کلاوزوېتس، الماني پوځي مفکر او د جګړې نظریاتو لیکوال لیکلی. ‏اروپایانو، او نورو ملتونو، د بریالۍ ستراتیژۍ راز د موندلو لپاره شا ته وکتل او په دې توګه د ستراتیژیک فکر او واقعیت‌ محورۍ یا ځان کتنې پر ارزښت پوه شول.[36]

د جرمنیانو د پانزر ټانکونو قطارونو د ۱۹۴۰م کال په پسرلي کې یوازې د شپږو اونیو په ترځ کې د فرانسې  ماژینو دفاعي کمربند مات کړ او دغه هېواد یې ونیو. جرمنیانو په ۱۹۱۴-۱۹۱۸ م کلونو کې، سره له دې چې څلور کاله یې درانه ځاني او مالي زیانونه وګالل، بیا یې هم خپلې ورته موخې ترلاسه نه کړې.[37] د دې بریا په اړه بېلابېل نظریات شته. ځینې د دې بریا راز دجرمنیانو ایډیولوژیکې ژمنتیا بولي، خو نور بیا د هغوی د نوښتګرۍ ، واقیعت محورۍ یا ځان کتنې او د بدلون منلو کلتور ته اشاره کوي.[38] ویل کېږي جرمنیانو د ۱۹۱۴- ۱۹۱۸ کلونو له تجربو څخه، په ځانګړي ډول د خندق جګړو له ماتې څخه ژور درسونه اخیستي وو او له هماغه ځای څخه یې د راتلونکي په اړه فکر وکړ.[39] په داسې حال کې چې  ۱۹۴۰م کال د مې په میاشت کې د فرانسې د قطعاتو قومندانان اکثره په خپلو بلنداشونو کې ناست وو او د لیني ټیلیفونونو له لارې یې له خپلو مشرانو سره اړیکې نیولې، جرمنیانو ورباندې چټکه او پرېکنده بریا ترلاسه کړه.[40]د جرمنیانو په پوځي نظریه کې غیرمتمرکز سوق او اداره  او د چټک مانور اصل مهم ځای درلود. دوی پر ځمکه د بلیټزکریګ (Blitzkrieg) تکتیک رامنځته کړ، چې د ګډو وسلو کارونه لکه لوفتوافې هوايي ځواک او د پانزیر ټانکونو قطعاتو ترمنځ مخابراتي همغږي په کې شامل وو(په دې توګه فرانسه ماته شوه).[41]   

خو د جرمني اصلي سیال، فرانسې، بیا د جګړې درسونه په بل ډول تعبیر کړل(چې ډېری یې د تاریخ پوه بلوک پورته بحث کې رانغاړل شوي دي). فرانسوۍ ستراتیژۍ پر درنو توپونو، درنو زغره ‌والو ټانکونو، دفاعي استحکاماتو او کمربندو  تمرکز وکړ، چې تر ټولو لویه بېلګه یې د «ماژینو ستره دفاعي کرښه وه .»[42] په مقابل کې، د جرمني پانزر ځواکونو پر چټکتیا، واټن، مانور او متحرکو ګډو عملیاتو ټینګار کاوه. دغه میخانیکي هوایې ـ ځمکني عملیات، چې وروسته د بلیتزکریګ (Blitzkrieg) یا د برېښنا په شان د چټکې جګړې په نوم مشهور شول، د دې لپاره طرحه شوي وو چې د دښمن ځای پرځای دفاعي خطوط د چټک نفوذ، محاصرې او ګډو هواېي او ځمکني عملیاتو له لارې مات کړي.[43]

د ویتنام بحث

امریکايی سیاسي څېړونکی جان مېلر د دې لپاره چې وښايي هېوادونه ولې جګړو ته مخه کوي، د «ولې ملتونه جګړې کوي» په نوم یو کتاب لیکلی دی. جان مېلر وایي چې د جګړې د رامنځته کېدو ډېری تشریحات ورته نیمګړي ښکاره شول. هغه لیکي چې جګړې د ملتپالنې، پوځي‌ توب، ائتلافونو، اقتصادي عواملو یا کوم بل «بنسټیز» لامل له امله تشرېح کېږي. خو دی ونه توانېد چې دا لاملونه د یوې مشخصې جګړې له واقعي پیل سره په مستقیم ډول وتړي. د نوموړي له نظره، واقعیت دا دی چې جګړې انسانانو پخپله پیل کړې دي. سره له دې، د جګړې په هکله په دودیزو لیکنو کې د مشرانو شخصیتي  اړخ ته ډېر لږ اهمیت ورکړل شوی دی.[44] د مېلر په کتاب کې د شلمې پېړۍ مهمې جګړې لکه لومړۍ او دوېمه نړیواله جګړه، د کوریا جګړه، د ویتنام جګړه، د سړې جګړې ځینې کړکېچونه او داسې نور تر بحث لاندې نیول شوي، د امریکا د افغانستان جګړه او د عراق په څېر معاصر موارد هم د دې لپاره په کې رانغاړل شوي دي، چې د جګړې د رامنځته کېدو په اړه یوه عمومي نظریه وړاندې شي.[45]

مېلر د ویتنام جګړې په هکله وایي چې امریکايي مشرانو خپلې پالیسۍ لومړی پر مبالغه شوو یا کاذبو وېرو، او وروسته پر مبالغه شوو هیلو ولاړې کړې وې.[46]وایي تاریخ بدیل نه وړاندې کوي نو څوک نه شي پوهېدلای چې که د ویتنام جګړه نه وای شوې، کومې بدیلې پایلې ته به رسېدلي وای. د میلر له نظره، واقعیت دا دی چې د کمونست ویتنام هوچي مین ښار له هغو امریکایانو ډک و چې د نوو سودا ګریزو فرصتونو په لټه کې وو. نوموړی وایي چې په ۲۰۰۵ کال کې، د هوچي مین ښار کې پر امریکا د ویتنام د بریا دېرشمه کلیزه د پوځي بریدونو پرځای له امریکې سره د نویو سوداګریزو او اقتصادي مشارکتونو په اعلانونو ولمانځل شوه. په دې توګه، هغه دلایل چې د ویتنام سره د جګړې د پیل سبب شوي وو، نور بې اهمیته شوي وو. د هغه له پامه، ۵۸ زرو څخه ډېر امریکايي سرتېري، شاوخوا درې میلیونه ویتنامیان او څه باندې ۱۵۰ میلیارده ډالره بې ځای پرې قرباني شول، چې د ویتنام د جکړې ستر او دردناکه حقیقت روښانه کوي.[47]

میلر د ویتنام د غمیزې له ټولو اغیزناکو څهرو څخه، لکه دفاع وزیر ربرټ مک مارا (Rober Macmara) او مک جورج باندي(McGeorge Bundy)، چې د ولسمشر جانسن مهم سلا کار و، په هکله ځینو ټکو ته انعکاس ورکړی. میلر وايي چې جورج  باندي ویتنام کې د جګړې کلک ملاټړی و. خو هغه نږدې دېرش کاله وروسته له خپل تېر ځان سره یو ډول دردناک شخصي حساب پیل کړ. هغه د خپلو زړو یادښتونو په حاشیو کې لیکي:

  • کبو ترو – یعنې د جګړې مخالفینو- حق درلود
  • د اهغه جګړه وه چې موږ باید نه وای کړې
  • زه د یوې سترې ناکامۍ برخه وم

میلر د ویتنام د جګړې بحث د دفاع وزیر مک میلر په یادونې سره ټولوي، چې  په ۲۰۰۹ کال کې د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو. وایي  هغه هم د ویتنام جګړې له پای څخه وروسته خپل پاتې ژوند په پښیمانۍ او وجدان‌عذاب کې تېر کړ. هغه به بیا بیا ویل: «موږ د ویتنام په اړه غلط وو» تر هغه چې مرګ ونیوو.[48]

مېلر (سره له دې چې دغه کتاب هغه وخت لیکلی چې افغانستان کې جګړه ګرمه وه)  وایي افغانستان سره له ټولې تنوع چې لري یې، یو موټی تاریخ لري. د افغانانو ملي یووالی د دوی د برلاسۍ اصلي لامل دی. هغه وايي چې متحده ایالاتو، افغانستان ته د لوېدیځ د معاصرې دموکراسۍ د ماډل د لېږدولو په ښه نیت هڅو کې، ښه پایله نده  ترلاسه کړې. هغه ټینګار کوي چې افغانستان دغه ماډل په بشپړ ډول نه دی منلی ځکه «نظام یو بهرنی وارد شوی نظام دی او له همدې امله پرې باور نه کېږي.»[49] نوموړی د افغان تاریخ ته  په پام، لویه جرګه د قضیې د کلید په توګه وړاندې کوي.[50]

مېلر په خبره د تاریخي پېښو مطالعې څرګندوي چې د جګړې د پیل تر ټولو مهم لامل اکثره د مشرانو غلط فهمي یا ناسم برداشت(Misperception) وي، چې په څلورو برخو کې ښاره کېږي: یو مشر ځان څنګه ویني، یعنې دجګړې په شپه څومره ځان حق پلوی/پالونکی ګڼي؛خپل دښمن څنګه ارزوي؛ د دښمن نیتونه څنګه تعبیر کوي؛ او د هغه د ځواک او توان څومره سم اټکل کوي.[51]د مېلر په اند انسانان له ماتې او ناکامۍ ډېر درس اخلي تر هغه چې له بریا یې واخلي، خو شرط دا دی چې خلاص ذهن ولري. مګر د سخت عقیدوي او متعصب فکر لرونکي کس لپاره دا کار نږدې ناشونی وي.[52]

دریمه برخه: ستراتېژیکه ارزونه

دغه بحث مو پر افغانستان د پنجاب له یرغل څخه پیل کړ او وروسته مو د پاراډایم تیوریکي اړخونه، په پرېکړو کې د تاریخي پرتلنو ارزښت او محدودیتونه، د فرانسې او جرمني تجربې، او همدارنګه د ویتنام جګړې او افغانستان په اړه ځینې فکري ارزونې وڅېړلې. د دغو بحثونو له مجموعې څخه څو مهم ټکي راڅرګندېږي.

لومړی، د ملتونو بریاوې او ماتې یوازې د مادي امکاناتو، نفوس، جغرافیې یا پوځي تجهیزاتو محصول نه وي، بلکې تر ډېره د هغو فکري چوکاټونو او ذهني انګېرنو/اندونو پایله وي چې مشران او ټولنې یې د واقعیت د درک لپاره کاروي. د بارکر د پاراډایم مفهوم هم پر همدې ټکي ټینګار کوي چې انسانان او ټولنې-نړۍ د ځانګړو ذهني چوکاټونو له لارې ویني او همدغه چوکاټونه د دوی د عمل حدود او امکانات ټاکي.

دویم، تاریخي تجربې ښايي چې فکري جمود او د زړو ذهني چوکاټونو دوام کولای شي ملتونه له ستراتیژیکو ناکامیو سره مخ کړي. د مارک بلوک د فرانسې د ماتې ارزونه څرګندوي چې ستونزه یوازې د وسلو، پوځ یا منابعو نه وه، بلکې د هغو مشرانو په فکري ناتوانۍ کې هم وه چې د بدلېدونکو شرایطو له مخې د فکر کولو وړتیا یې له لاسه ورکړې وه. په مقابل کې، د جرمني تجربه ښايي چې نوښت، واقعیت ‌محوري یا ځان کتنه، د نوو شرایطو درک او په ټوله کې ستراتېژیک اند/دود کولای شي د پاراډایمي بدلون لپاره زمینه برابره کړي.

درېیم، د جګړو او ستراتیژیکو پرېکړو په اړه د مېلر بحث دا څرګندوي چې ملتونه او مشران ډېر وخت د واقعیت پر ځای د خپلو انګېرنو او برداشتونو پر بنسټ عمل کوي. د هغه په اند، د جګړې د رامنځته کېدو یو مهم عامل ناسم برداشت یا Misperception دی. مشران نه یوازې د خپلو سیالانو په اړه، بلکې د خپلو وړتیاوو، موخو او چاپېریال په اړه هم ناسمه ارزونه کولای شي.

څلورم، د فرانسې، جرمني او ویتنام د تجربو ترمنځ یو ګډ ټکی دا دی چې ملتونه اکثره د نویو او راتلونکو ستونزو په هکله د تېرو تجربو د منطق له مخې فکر کوي. کله چې شرایط بدلېږي، زاړه فکري چوکاټونه، پخوانۍ فرضیې او دودیزې نسخې نور د نویو ستونزو د حل وړتیا نه لري. په همدې ځای کې د پاراډایمي بدلون اړتیا راولاړېږي. خو زموږ پوښتنه دا ده چې ایا افغانانو د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د کوم منسجم پاراډایم له مخې فکر کړی؟

څلورمه برخه: د افغان سیاق او سباق

له نورو ولسونو  څنګه زده کړه کولی شو؟
«دا د هر ملت لپاره تېروتنه ده چې یوازې د بل ملت تقلید وکړي؛ خو تر دې هم لویه تېروتنه دا ده، او د هر ملت د کمزورۍ نښه ده، چې له نورو څخه د زده کړې لپاره لېوالتیا ونه لري او ونه شي کولای چې هغه زده کړه د خپلو ملي شرایطو له مخې تطبیق کړي او هغه ګټوره او مثمره کړي.»تېدور روزوېلت (Theodore Roosevelt)، په جمهوریت کې تابعیت وینا،» سورین پوهنتون، پاریس، فرانسه د ۱۹۱۰ کال د اپریل ۲۳ مه 

د افغان پاراډایم اړوند پوښتنې ځواب لپاره کېدای شي بحث د ځینو مشرانو له نظریاتو څخه پیل کړو. ولسمشر غني یوه نظریه وړاندې کړې وه چې موخه یې د افغانستان پر ترانزیټي څلورلارې بدلول وو. له هغه وړاندې، شهید ډاکټر نجیب د ملي پخلاینې نظریه وړاندې کړې وه، داود خان د جمهوري فکراو داخلي اصلاحاتو،او د افغان پولو د ملي کېدو نظریه مطرح کړې وه، امیر امان الله خان د افغانستان پر یوه صادرونکي هېواد د بدلولو نظریه په سرکې درلوده، عبدالرحمن خان د افغانانو د مشروعیت او بقا نظریه وړاندې کړې وه چې په کې پر افغان ملي هویت او پیاوړي مرکزي نظام ټینګار شوی و، او امیر شیرعلي خان د یوه مسلکي پوځ نظریه رامنځته کړې وه. خو حقیقت دا دی چې د ولسمشر غني د نظریې په ګډون، د افغانانو ډېری نظریاتي فصلونه نیمګړي پاتې شوي دي او  ستراتېژیک تسلسل مو له لاسه ورکړی. په دې توګه د یو ولس په ټوګه د افغانانو د شتون دلیل(ملي هدف ) تعریف او روښانه نه دی. افغانانو ته هېڅکله داسې مهالوېش یا مایلستو نه دی ټاکل شوی،چې د رسېدو لپاره یې په ملي کچه  خلک لاس په کار شوي وي او نه هم د بریالیتوب داسې نظریه لرو، او نه د واقعیت محورۍ  یا ځان کتنې دود سره د دې چې دا ټول دسیالېدو د کانتکس مولفې دي، شتون لري. چې په دوامداره توګه مو تعقیب کړې وي. نړۍ نن له یوه ستر بدلون څخه تېرېږي چې په زړه کې یې د مصنوعي استخباراتو په مټ د تولید څلورم انقلاب ځای لري. سربېره پر دې، نړۍ د واک د وېش د یوه نوي نظم پر لور روانه ده. هغه ولسونه چې دغه پاراډایي بدلون درکړی دی، ځانونو لپاره د مناسب ځای په لټه کې دي. خو له بده مرغه، زموږ لوی هېواد نه یواځې منزوي دی بلکه د ملي وېجاړۍ پر مسیر روان دی.

په مقابل کې، د پنجاب ټولنه ستراتېژیکه ده. په هستوي اسلحو سمبال پوځ لري، د څېړنو مرکزونه لري، ښوونځي، پوهنتونونه او رسنۍ یې هم ملي انده دي.  د دې ټولو ترشا د پنجاب د نوښت اوستراتېژیک اند دود دی، چې دوی یې د دفاعي ـ صنعتي مجموعې څښتنان کړي دي. د دې دود وروستی بېلګه په روان کال کې د فاتح توغندي ازماېښت دی، چې تر ۷۵۰ کیلومتره واټن په دقیقه بڼه په نښه کوي(یعنې د افغانانو پلازمېنه کابل یې تر نښې لاندې ده).[53] همدا راز، په ۲۰۲۴ کال کې، امریکایي چارواکو اندېښنه څرګنده کړه چې پاکستان د اوږد واټن بالستیکي توغندیو پر پراختیا کار کوي، داسې وړتیا چې ښايي د سویلي اسیا ها خوا د هدف ویشتلو امکان ترلاسه کړي. [54]د هند سره په جګړه، او همدارنګه په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د ډیپلوماسۍ په بهیر کې، پاکستان د خپل ځواک د کارولو ځینې بېلګې وړاندې کړې دي. لنډه دا چې په سیمه کې د پاکستان شتون د افغانستان ستونزو ته ستراتېژیک بُعد ورکوي. پاکستان د افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ اراده لري او د متعارفې او غیر متعارفې جګړې له وسایلو څخه کار اخلي.

د هغوی سیمه‌ یزه اجنډا د دوی ترمشرۍ د یوه متحد سني اسلامي بلاک تر نامه لاندې د افغانستان، بنګله ‌دېش او نورو هېوادونو ادغام رانغاړي.[55] خو دا طرحې د افغانانو له ملي کرکټر سره په ټکر کې دي، هغه کرکټر چې د مېلمه ‌پالنې، غیرت او خپلواکۍ له ارزښتونو او د احمد شاه ابدالي له میراث څخه سرچینه اخلي. نو دوی ځکه د دې ارادې د ځپلو هڅه کوي. د خپلې خوښې په لوبې کې موږ لوبوي او د خپلو شرایطو (Fait Accompli) لاندې د جګړې او سولې پرېکړې پر موږ عملي کوي. پر افغانانو د پاکستان هوايی یرغل د همدې موخو د تحمیلولو په پار ترسره کېږي.

د اوفا شبکې د څلورمې نظریې او ځانګړي افغاني مزل یادونه
د اوفا شبکه په دې باور ده چې مات افغانستان د پاشلو فکرونو، ماتو شویو تمثیلونو او ناکامو سناریوګانو میراث دی. د نوي افغانستان نقشه باید د ځوان نسل له لوري د تېرو تجربو او وروستیو درسونو په رڼا کې وکښل شي. فغانستان له خپلې طبیعي جغرافیې او ستراتېژیک چاپېریال څخه د جلا کېدو په حالت کې بقا نه شي کولی؛ په بله وینا، هېواد باید له تحمیل شوي او ګارنیزون شوي وضعیت څخه راووځي او خپل طبیعي کلاسیک حېثیت بېرته تعریف کړي. له همدې امله، شبکه د «څلورمې نظریې» او ځانګړي افغاني مزل بحث وړاندې کوي، چې د ستراتېژیک پاراډایم بحث یې تر چتر لاندې راځي. د څلورمې نظریې نورې مؤلفې او اړوند بحثونه به له بشپړېدو وروسته په راتلونکو پاڼو کې له هېوادوالو سره شریک شي . 

 واقیعت دا دی چې لوی هېواد مو د کورنیو او بهرنیو ستراتېژیکو ننګونو سره مخ دی چې ملي ویجاړي مو حتمي کوي، مګر دا چې ځان کتنه وکړو او خپل فکري ایکو سیستم فعال، عیار او مرتبط کړو. په همدې دلیل، د یوه ستراتېژیک پاراډایم د رامنځته  کولو لپاره باید لستوڼې راونغاړو، چې په دې اړه بحث له لاندې اصولو پیلولی شو:

(۱) د ملي شتون دلیل او نظریه:

  • د دې درک رامنځته کول چې موږ افغانان یو کلاسیک او قاره ‌ییز ولس یوو، او زموږ حیثیت د احمد شاه ابدالي برج اور افغانستان په بېرته را پورته کولو کې نغښتی دی، نه په اوسني ګارنیزون شوي اوپه وچې خاورې کې راګیر. زموږ په زمینه/کانټکست کې هغه معقوله ډېر صدق کوي چې وايي تکتیکي اشتباهات ښايي نن وژونکي تمام شي، عملیاتي یا اپرېشنل تېروتنې ممکن په څو ورځو یا اونیو کې څرګندې شي، خو ستراتېژیکې تېروتنې کلونه او ان لسیزې وخت نیسي ترڅو خپله بشپړه او وحشتناکه بڼه څرګنده کړي. په همدې معنا، موږ نن د هغو ستراتېژیکو تېروتنو له پایلو سره لاس او ګرېوان یوو چې له پخوا څخه  موږ ته په میراث رارسېدلې دي. د دغو تېروتنو له جملې څخه یوه دا وه چې افغان مشرانو د ډیورند کرښې په تړاو تر ډېره سیاسي او مقطعي چلند غوره کړ، په دې ګومان چې کابل به خوندي پاتې شي، خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه چې دغه فرضیه ناسمه ثابته شوه، چې بېلګې یې زموږ د نظامونو ړنګېدل او وروستي هوایي بریدونه دي.
  • زموږ د ملي کرکټر کلاسیکې او دودیزې مؤلفې (مېلمه ‌پالنه، غیرت او خپلواکي) باید د یوویشتمې پېړۍ له نوو واقعیتونو، پرمختګونو او اړتیاوو سره په بشپړه همغږۍ کې باید عیارې شي. د دې بهیر یو مهم ګام دا دی چې ملي کرکټر ته مو ستراتېژیک پوهاوی، ژورتیا او د اوږدمهاله لید عنصر ور زیات شي. په ځانګړي ډول باید دا درک پیاوړی شي چې میخانیکي فکر، یعنې هغه منجمد او خطي فکر چې یوازې پر ټاکلو فورمولونو تکیه کوي اود  ځان‌ کتنه له پامه غورځوي، زموږ ستونزې لا پېچلې کوي. ځکه زموږ ستراتېژیک چاپېریال له حیرانتیاوو، پېچلتیاوو او ناخوالو ډک دی. ستراتېژیک اند ته اړتیا لرو کله ناکله د خارپشت (Hedgehog) په څېر پر لویو موخو باید فکر وکړو، اوکله هم د ګېدړ (Fox) په څېر له انعطاف څخه کار واخلو. لکه څنګه چې د نیکول مکیاولي (Niccolò Machiavelli) له مشهورې مشورې څخه اخېستل کېږي، باید دومره ګېدړ واوسو چې د لېوانو تلکونه وپېژنو او دومره زمریان چې هغوی له تېري راوګرځوو. ځکه یوازې د زمري په څېر فکر کول په خپله یو ستراتېژیکه تېروتنه ده.[56]
  • خپل منځ کې یو بل ته د ژوند، شتمنۍ او پت ژمنه ورکړو او داسې چاپېریال رامنځته کړو چې زموږ د کلاسیک حیثیت د بېرته راګرځېدو زمینه برابره کړي(ځکه دغه ژمنه د ملي صلابت له اړتیاوو څخه ده). په ځانګړي ډول، د پاکستان د پلې بوک (playbook) هغه ناسمه فرضیه باید ماته او وځپل شي چې افغانستان نه جوړېږي او افغانان د یوه باثباته دولت د رامنځته کولو توان نه لري.
  • د دې درک چې له خپلو دودیزو ملګرو (لکه بلوڅو او نورو سیمه ‌یزو شریکانو) سره په بشپړه همغږۍ کې موږ هغو ځمکنیو، هوایي او سمندري لارو ته لاسرسی موندلی شو، چې زموږ د ستراتېژیکې سیالۍ د کانټکست اړتیا ده. ځکه زموږ د لوی هېواد اوسنی غیرطبیعي جغرافیایي وضعیت او ګارنیزون شوی جوړښت زموږ پرېکړې محدودوي او زیانمنوي.

(۲) د افغانستان د اقتصادي، صنعتي او اداري هوساینې په هکله بحث. د بېلګې په توګه، موږ پر کومو ملي پروژو(مصنوعي ځېرکتیا، ګرځوندوي او داسې نور) پانګونه کولی شو؟ کېدای شي پیل د ولسمشر غني له هغې نظریې وشي چې په کې افغانستان ته د ترانزیت څلور لارې نقش په پام کې نیول شوی دی.

(۳) حزبي پلټفورمونه، د ځوانانو/ پېغلو په مشرۍ بسیج یا انسجام. پوهنتونونه او څېړنیزې خونې… د افغان نامتو مشرانو/ مشرانې او سیمو په نامه ځوانانو ته سکالرشېپونه.

(۳) د امیر عبدالرحمن د نظریاتو په رڼا کې، خو د زمانې له اړتیاوو سره سم، د یوه پیاوړي مرکزي جمهوریت رامنځته کول، داسې جمهوریت چې د پرمختللي او مسلکي پوځ ترڅنګ یې پرېکړې پر فعالې، او فرصت ‌طلبې ډیپلوماسۍ ولاړې وي. ځکه یوازې د بې‌ طرفۍ تر شعار لاندې پناه اخیستل د ملي ګټو او امنیت تضمین نه شي کولای

(۴) وروستی اصل دا دی چې د پاراډایم دغه بحث  د بشيړېدو سره سمدستي څنګه د بریا نظریې او ځانګړي افغاني مزل په توګه ځوان نسل ته وروپېژنو او هغه د پان افغان په داسې یو الهام‌ بخښونکي او خوږ داستان بدل کړو، چې ولس ته موخه، هیله او لوری ورکړي؟

وروستی برخه: ستراتېژیکې پوښتنې

  • پاکستان په پوځي ډګر کې دومره پرمختګ کړی او د جګړې ټول مېدانونه یې کارولی شي(لکه فضا، اسمان، ځمکه او داسې نور)، ستاسو په اند دغه هېواد د خپل فکر عیارول له کومو جګړو څخه زده کړی دی؟
  • آیا افغان ولس له خپل تاریخ څخه سمې زده کړې کړې دي؟ د مېلر له هغو بحثونو سره په پرتله، چې د ویتنام او نورو جګړو په اړه د مشرانو پر ناسم درک، برداشت، غیرواقعي وېرو او باورونو تمرکز کوي، د افغان مشرانو کړنې او پرېکړې څنګه ارزولای شو؟؟

Reference

Bloch, Marc. Strange Defeat: A Statement of Evidence Written in 1940. Translated by Gerard Hopkins. New York: W. W. Norton & Company, 1968.

Black, Jeremy. The Practice of Strategy: A Global History. New York: Oxford University Press, 2012.

Barker, Joel Arthur. Paradigms: The Business of Discovering the Future. New York: HarperBusiness, 1993.

Desai, Jaison D. “Focus on the Trinity: German Innovation from Moltke to World War I.” The Strategy Bridge. June 10, 2019. https://thestrategybridge.org/the-bridge/2019/6/10/focus-on-the-trinity-german-innovation-from-moltke-to-world-war-i

Freeman, Chase, W. Arts of Power: Statecraft and Diplomacy. Washington DC: US Institute of Peace, Press 2005.

Gray, S., Gray & Sloan Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategy. Frank Class Publisher, 1999.

Gray, Colin S. Fighting Talk: Forty Maxims on War, Peace, and Strategy. Potomac Books, 2009.

Heuser, Beatrice. The Strategy Makers: Thoughts on War and Society from Machiavelli to Clausewitz. Oxford, England: Oxford University Press, 2010.

Joel A. Barker, Futurist, Educator, Author Dies at 80.” Legacy Remembers. February 11, 2025. https://www.legacy.com/us/obituaries/legacyremembers/joel-barker-obituary?id=57530685

Jervis, Robert. Perception and Misperception in International Politics. New ed. Princeton, NJ: Princeton University Press, 2017.

Kaplan, Robert D. The Revenge of Geography. New York: Random House, 2012.

Krepinevich, Andrew F. The Origins of Victory: How Disruptive Military Innovation Determines the Fates of Great Powers. New Haven, CT: Yale University Press, 2024.

Knox, MacGregor, and Williamson Murray, eds. The Dynamics of Military Revolution, 1300–2050. Cambridge: Cambridge University Press, 2001.

Kerr, Paul K. Pakistan’s New Long-Range Missile Development. CRS In Focus IF13086. Washington, DC: Congressional Research Service, revised March 31, 2026. https://www.congress.gov/crs-product/IF13086

Lacquement Jr., Richard A. “Analogical Thinking: The Sine Qua Non for Using History Well.” Parameters 49, no. 1 (2019). https://doi.org/10.55540/0031-1723.2863.

Lewis, David. “Strategic Culture and Geography.” The Marshal Center& Security Insights. 1867-4119  No 36 (2019): information on the Marshall Center can be found at www.marshallcenter.org  

Levak, B. P., Muir, E., & Veldmand, J.(2014). The West: Encounters and Transformations. Pearson.

Lust, Ellen. The Middle East. Sage Publication(unkwn).

Mahnken, Thomas, G.  “United States Strategic Culture.” SAIC: November 2006.

Mazarr, Michael J., Alexis Dale-Huang, and Matthew Sargent. The Emerging Competitive Paradigm: A Contest of Effective Governance. Expert Insights, PE-A2611-1. Santa Monica, CA: RAND Corporation, 2024. https://www.rand.org/pubs/perspectives/PEA2611-1.html.

Michael, Haas.  Switzerland’s Defense and Security Policy: Challenges and Opportunities

Neustadt, Richard E., and Ernest R. May. Thinking in Time: The Uses of History for Decision-Makers. New York: Free Press, 1986.

Neville, Wylie.  Swiss Neutrality Examined. From the Cold War to the War on Terror.

Park, Jaehan. “Rethinking Geopolitics: Geography as an Aid to Statecraft.” Texas National Security Review, Vol 6, Iss 4(2003): http://dx.doi.org/10.26153/tsw/48843

Pande, Aparna.  From Chanaka to Modi: The Evolution of India’s Foreign Policy. Harper Collins Publishers Inida, 2020.

Rizvi, Hasan-Askari. “Pakistan’s Strategic Culture.” In South Asia in 2020: Future Strategic Balances and Alliances, edited by Michael R. Chambers, 305–328. Carlisle, PA: Strategic Studies Institute, U.S. Army War College, 2002.

Rhodes Andrew. Thinking in Space: The Role of Geography in National Security
Decision Makin
g (2019).   http://dx.doi.org/10.26153/tsw/6664

Rosecrance, Richard N. The Ecological Perspective on Human Affairs. Princeton, NJ: Princeton University Press, 1965.

Roosevelt, Theodore. “Citizenship in a Republic.” Speech delivered at the Sorbonne, Paris, France, April 23, 1910.

Sloan, Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategic History. Rout Ledge, 2017.

Smith, Adam. Powers of Mind. New York: Random House, 1975

Stoessinger, John G. Why Nations Go to War. 9th ed. Belmont, CA: Thomson/Wadsworth, 2005.

Zaglul, Haider. “A Revisit to the Indian Role in the Bangladesh Liberation War.” Journal of Asian and African Studies, 44(2009): https://doi.org/10.1177/0021909609340062

 لیکوال:

فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښ غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.


[1]. جویل آرتر بارکر[Joel Arthur Barker]، پاراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر( نیویارک: حاپر بزنس، ۱۹۹۳)، ۳۰-۳۱.د لازیاتو معلوماتو لپاره د راتلونکي رقابتي پاراډایم بحث د لته وګورئ: مایک مزر[Michael Mazarr]، الېکسېس ډیل-هانګ [Alexis Dale-Huang]، او ماتیو سارجېنټ [Mattew Sargent]، راتلونکی رقابتي پاراډایم:د اغېزمنې حکومتولۍ سیالي (سانتا مونیکا، کلیفورنیا: رانډ کارپورېشن، ۲۰۲۴)،۳-۵ https://www.rand.org/pubs/perspectives/PEA2611-1.html.؛ د سمېت نظریاتو په هکله د بشپړو معلوماتو لپاره دلته مراجعه وکړئ: ادم سمیټ[Adam Smith]، د ذهن قوتونه، لومړی چاپ (نیویارک: رینډم هاوس، ۱۹۷۵)، ۱۹-۲۰.

[2]. پورته ماخذ وګورئ — بارکر، پاراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر، ۳۰-۳۳ ؛ مزر،ډیل هانګ او سارجېنټ، راتلونکی رقابتي پاراډایم، ۱۳.

[3]. پورته ماخذ وګورئ — بارکر، پاراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر،32 ؛ مزر،ډیل هانګ او سارجېنټ، راتلونکی رقابتي پاراډایم، .14

[4]. پورته ماخذ وګورئ — بارکر، پاراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر،۳۷.

[5]. پورته ماخذونه وګورئ — بارکر، پآراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر، ۱۶، ۴۲ او ۵۲. د ښاغلي بارکر په هکله د لا ډېرو معلوماتو لپاره دلته مراجعه وکړئ: جویل آرتر بارکر، «اینده لیدونکی، ښوونکی، لیکوال د ۸۰کلنۍ په عمر ومړ،» د هغه دخدمتونو درناوی، د ۲۰۲۵ کال، د فیبرورۍ ۱۱، ،https://www.legacy.com/us/obituaries/legacyremembers/joel-barker-obituary?id=57530685

[6]. بارکر، پآراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر،۳۶-۳۷.

[7]. پورته ماخذ وګورئ — بارکر، پآراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر،۳۶-۳۷.

[8] . پورته ماخذ وګورئ — بارکر، پآراډایمونه: د راتلونکي د موندلو هنر،۳۶-۳۷.

[9]. ربرت جروېس[Robert Jervis]، په نړیوال سیاست کې سم او ناسم ادراک، نوې چاپ. (پرنسټن، د نیو جرسي ایالت: د پرنسټن پوهنتون خپرندوینه ټولنه، ۲۰۱۷)،۱۵۶.

[10] . پورته ماخذ وګورئ — جروېس، په نړیوال سیاست کې سم او ناسم ادراک، ۱۶۰.

[11]. اندریو کرېپینیویچ[Andrew Krepinevich]، د بریا اوصول: ګډوډونکی پوځي نوښت د لویو قدرتونو برخلیک څنګه ټاکي(د کنیکټیکټ ایالت: د اییل پوهنتون خپرندویه ټولنه،۲۰۲۴)،۲-۳. رېچارد روزکرانس پاراډایم ته د ارواپوهنې له اړخه کتنه کړې ده. د هغه له نظره، دولتونه او مشران یوازې د واقعي شرایطو پر بنسټ عمل نه کوي، بلکې له شرایطو څخه خپل د درک او برداشت له مخې پرېکړې کوي. هغه ټینګار کوي چې له همدې امله د نړیوال سیاست پایلې تر ډېره د واقعیت د څرنګوالي تر څنګ د مشرانو د انګېرنو او ادراکو تراغېز لاندې وي.

د روزکرانس په اند، دوه ډوله چاپېریال شتون لري: یو عملیاتي چاپېریال (Operational Milieu) یعنې هغه واقعي او عیني شرایط دي چې دولتونه او پرېکړه کوونکي په کې فعالیت کوي، لکه جغرافیه، طبیعي زېرمې، پوځ ، نړیوال نظم او داسې نور.بل رواني چاپېریال (Psychological Milieu) یعنې هغه انګېرنې، برداشتونه او ذهنیتونه دي چې پرېکړه کوونکي د خپل شاوخوا چاپېریال یا نړۍ د لیدلو او تفسیر لپاره کاروي. په دې هکله، د دېرو معلوماتو لپاره، دغه ماخذ وګورئ: ریچارډ اېن. روزکرانس[Richard Rosecrance]، د نړیوالو اړیکو یا سیاست د ارزونې لپاره یو ایکولوژېکي پاراډایم(پرنسټن، نیوجرسي: د پرنسټن پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو مرکز، د څېړنیزو مونوګرافونو لړۍ، ګڼه ۳۰، مارچ ۱۹۶۸).

[12]. پورته ماخذ وګورئ — اندریو کرېپینیویچ، د بریا اصلونه،۱۰۶-۱۰۸.

[13]. پورته ماخذ وګورئ

[14]. ریچارډ لکمېنت [Richard Lacquenment]، «ورته والي یا انالوژیکي فکر: د تاریخ سم کارونې بنسټیز شرط،» د پارامېترونو پاڼو ۴۹ ګڼه (۲۰۱۹)، https://doi.org/10.55540/0031-1723.2863

[15]. پورته ماخذ وګورئ—لکمېنت، «انالوژیک فکر.»

[16]. په دې هکله چې تاریخ څنګه د پرېکړو لپاره کارول کېدای شي دغه ماخذ وګورئ: د پرییچارډ ای. نیوشتاد او ارنېسټ آر. مې[Richard Neustadt and Ernest and May]، په وخت کې فکر کول: د پرېکړه کوونکو لپاره د تاریخ کارونه (یویارک: فري پرېس،۱۹۸۶).

[17]. مارک بلوخ [Mark Baloch]، عجیبه ماته: په ۱۹۴۰ کال کې د شواهدو او اقرار څرګندونه. ژپاړه د جیرارډ هاپکنز (نیویارک د نورتن کمپنۍ، ۱۹۶۸)، ۲۵.

[18] .بلوخ، عجیبه ماته،۲۶.

[19]. بلوخ، عجیبه ماته، ۳۲.

[20]. بلوخ، عجیبه ماته، ۳۶.

[21].  بلوخ، عجیبه ماته، ۳۶-۳۷.

[22].  بلوخ، عجیبه ماته، ۳۸

[23]. بلوخ، عجیبه ماته،۴۸.

[24] . بلوخ، عجیبه ماته،۵۲.

[25] .بلوخ، عجیبه ماته، ۵۴-۵۸.

[26].  بلوخ، عجیبه ماته، ۵۸.

[27] . بلوخ، عجیبه ماته، ۵۸-۶۰.

[28]. بلوخ، عجیبه ماته، ۶۰.

[29]. بلوخ، عجیبه ماته، ۱۵۲.

[30]. بلوخ، عجیبه ماته.۱۵۲-۸.

[31]. بلوخ، عجیبه ماته، ۱۵۶-۸.

[32]. بلوخ، عجیبه ماته، ۱۶۰.

[33]. مک ‌ګرېګورناکس [MacGregor Knox] او ویلیمسن موري[Williamson Murray]، په پوځي چارو کې د تحولاتو بهیر ۱۳۰۰–۲کېمبرېج: د کېمبرېج پوهنتون خپرندویه ټولنه، ۲۰۰۱)، ۱۵۰.

[34] .ندریو کرېپینیویچ د بریا اصلون، ۴-۵ او ۶۰.

[35] .جېسن  ډي ډېسای[Jason Desai]، «پرمثلث تمرکز: له مولتکي څخه تر لومړۍ نړیوالې جګړې پورې د آلمان نوښت،» د ستراتېژي پول څېړنیز مرکز، د ۲۰۱۹ کال د جون ۱۰https://thestrategybridge.org/the-bridge/2019/6/10/focus-on-the-trinity-german-innovation-from-moltke-to-world-war-i.

[36]. جېسن  ډي ډېسای[Jason Desai]، «پرمثلث تمرکز.

[37]. ناکس او موري، په پوځي چارو کې د تحولاتو بهیر، ۱۵۵-۶. همدا راز د نورو معلواتو لپآره، د  اندریو کرېپینیویچ، ۴-۵ پاڼو  مراجعه وکړئ.

[38]. ناکس او موري، په پوځي چارو کې د تحولاتو بهیر،۱۵۶.

[39]. ناکس او موري، په پوځي چارو کې د تحولاتو بهیر،۱۵۷-۸. د فرانسوي پوځي اډو د سقوط او د فرانسې د دفاعي مفکورې/نظریې د زړښت په هکله، د انډریو کرېپینیویچ د بریا اصلونه کتاب له ۲۳–۳۰ مخونو پورې وګورئ. نوموړی ښيي چې څنګه هغه دفاعي تأسیسات چې د فرانسې–پروس جګړې پر مهال مهمې وې، وروسته د جرمني د پرمختللو وسلو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ. همدا راز، هغه په دویمه نړیواله جګړه کې د ماژینو کرښې (Maginot Line) ناکامي تشریح کوي.

[40].ناکس او موري، په پوځي چارو کې د تحولاتو بهیر، ۱۶۰-۹.

.[41]ناکس او موري، په پوځي چارو کې د تحولاتو بهیر، ۱۶۱-۹.

.[42]اندریو کرېپینیویچ، د بریا اصلونه، ۳۲-۳۴ او ۱۶۰.

[43]. اندریو کرېپینیویچ، د بریا اصلونه، ۳۲-۳۴ او ۱۶۰.

[44]. جان سټوسینګر[JohnStoessinger]، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۹ مه ګڼه،(بېلمونټ، کلیفورنیا:ټامسمن وتسوړد،۲۰۰۵)، د سریزې ۱۳مه (VIII) پاڼه

[45].سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۱۳-۱۶(XVII-XVI).

[46]. سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۱۳۰.

[47].سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۱۳۰-۳۳.

[48].سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۱۳۰.۳۳.

[49].سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۳۵۸-۶۵.

[50]. سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۳۵۸.

[51]. سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۴۰۰-۴.

[52]. سټوسینګر، د ولسونو د جګړې لاملونه، ۴۰۰-۵.

[53]. د پاکستان د دې توغندي د ځانګړتیاو په اړه دغه  ماخذ وګورئ: اسوشیېټډ پرېس، «د پاکستان پوځ وايي چې اوږد واټن ویشتونکی توغندی یې بریالی ازمایلی دی،» اسوشیېټډ پرېس، ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، https://apnews.com/article/b5bf8fb29fe6f093095defffed051200.

[54]. د پاکستان د اوږ واټن توغندیو پروګرامونو په هکله دغه ماخذ وګورئ: ک. کر[Paul K Kerr]، د پاکستان د اوږد واټن نوی توغندیز پرمختګ، د CRS لنډ راپور  (واشنګټن ډي سي: د کانګرس څېړنیز خدمت، تازه شوی د مارچ ۳۱، ۲۰۲۶)، Pakistan’s New Long-Range Missile Development | Congress.gov | Library of Congress

[55]. د پاکستان د موخو او نظریاتو  په هکله د لا معلوماتو لپاره دغه ماخذ(په ځانکړي توګه ۳۰۵-۳۲۸ پورې پاڼې ) وګورئ: حسن عسکري رضوي، «د پاکستان ستراتېژیک کلتور،» سویلي اسیا په ۲۰۲۰ کال کې: د ستراتېژیکو اندولونو او ائتلافونو راتلونکې،  مایکل آر. چیمبرز (پنسلوانیا: د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ، د امریکا د جګړې  [د حربي زده کړه]کالج، ۲۰۰۲)، ۳۰۵–۳۲۸.

فضل الحق حقمل
+ posts

فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښی غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.

تبصره نشته

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ