کورخبر و تحلیلسیمه او نړۍاسماعیلي فرقه او د آغا خان د کورنۍ تاریخي میراث

اسماعیلي فرقه او د آغا خان د کورنۍ تاریخي میراث

اسماعيلي فرقه د اهل تشيع له سترو څانګو څخه ده او د امامت لړۍ یې د امام جعفر صادق له دوهم زوئ، اسماعیل سره غوټه کېږي. د اسلام له لومړنیو پېړيو څخه تر نن پورې، د دې ډلې تاریخ اوږد، پيچلی او څو پړاويزه پرمختګ لري. د معاصر اسماعيلي مشرتابه امام ته د «آغا خان» لقب کارول کېږي. اسماعيلي عقیده د شيعه اسلام یوه مهمه برخه ده، خو ځینې ځانګړتیاوې لري؛ امام یې د روحاني لارښود په توګه ګڼل کېږي، اطاعت یې واجب ګڼي او د قرآنکریم باطني تفسیر او معنا د امام دنده بولي.

امام جعفر الصادق چې د جعفري فقهې بنسټګر ګڼل کېږي، د امام ابوحنیفه همزولی او ملګری وو. د عباسي خلیفه ابوجعفر المنصور د واکمنۍ په مهال، نوموړی په ۱۴۸هجري (۷۶۵م کال) په مدینې منورې کې وفات او په جنت البقیع کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د حسین (رض) کړوسی او د اثنا عشري فرقې شپږم امام دی؛ دوه زامن یې درلودل یو موسی او بل یې اسماعیل وو. له مرګ وروسته یې شیعه ګان دوه ډلې شول؛ لومړنۍ ډله چې اکثریت وو، له موسی کاظم سره یې د اووم امام په توګه بېعت وکړ، خو بلې ډلې د هغه دوهم ځوئ، اسماعیل خپل امام اعلان کړ او له همدې وجې ورته اسماعیلیان ویل کېږي.

په لسمې میلادي پېړۍ کې، اسماعيليانو په قاهرې کې د فاطمي دولت په نوم يو لوی سياسي او مذهبي دولت جوړ کړ او ۲۶۲ کاله یې د شمالي افریقا په پراخو سیمو اوسپنیزه واکمني وکړه. په بغداد کې یې د عباسي خلافت سره ژوره دښمني درلودله او ځینې مؤرخین په اسماعیلیانو باندې د صیلبي جنګونو په مهال د فرانسوي ځواکونو د ملاتړ تور لګوي. دوئ د الازهر د نړېوال پوهنتون بنسټ کېښود، پوستې سیستم یې فعاله کړ او د قاهرې ښار یې د علم او تجارت په مرکز بدل کړ. صلاح الدین الایوبي په ۱۱۷۱م کال کې فاطمي دولت ړنګ کړ او په بغداد کې یې له عباسي خلافت سره بېعت وکړ. د فاطمي دولت له زوال وروسته، اسماعيليان په څو څانګو وويشل شول چې یوه څانګه یې نزاري اسماعيليان وو؛ د آغا خان د امامانو تسلسل د نزار بن المستنصر بالله الفاطمي له نسله دی.

په نولسمې پېړۍ کې د نزاري اسماعيليانو شپږ څلوېښتم امام، حسن علي شاه د ایران له قاجاري دربار سره تودې اړیکې درلودلې، د کرمان والي او د آغا خان افتخاري منصب ورکړل شوې وو. خو وروسته یې له ناصرالدین شاه قاجار سره سياسي اختلاف ډېر ژور شو. له دندې ګوښه او اړ شو چې لومړی افغانستان او بیا د برتانوي هند د بمبي ښار ته کډه شي. هلته د پېرنګیانو له خوا د آغا خان د لقب ترڅنګ، د Prince / شهزاده په نوم ونازول شو ترڅو د معاصر اسماعيلي امامت بڼه یې رسمي او د اروپایانو لپاره یې لېکل او معنا اسانه شي.

د سنیانو برخلاف، په شیعه مذهب کې امامت د الله له لوري ټاکل شوی او روحاني او دیني مقام دی. د دوئ په باور امام یوازې سیاسي مشر نه، بلکې د دین حقیقي تشریح کوونکی منل کېږي. له اثنی عشري فرقې سره د اسماعیلیانو ستر توپیر دا دی چې دوئ ژوندی امام مني او هغوئ په غایب «مهدي» باندې عقیده لري. دواړه ډلې ګڼي چې امامان یې معصوم او له هر ډول ګناه څخه پاک دي، خو د اهل سنت له نظره له پېغمبرانو پرته، د صحابه وو، تابعینو او اولیاوو په ګډون، هېڅ انسان سوتره نه دی، بلکې خطا او غلطۍ ورسره مل ده.

د آغا خان د کورنۍ اوسنې امام رحیم الحسینې نومیږي چې د خپل پلار، کریم آغا خان له مړینې وروسته د ۲۰۲۵م کال په فبرورۍ کې د دې فرقې پنځوسم امام شو. د نړیوالو مالي راپورونو او اقتصادي اټکلونو له مخې؛ د آغا خان د کورنۍ ثروت میلیاردونو ډالرو ته رسي او د امامت او ټولنېز اغېز چترۍ یې د نړۍ د ډېرو هېوادونو په سر ولاړه ده. اسماعیلیان د پاکستان، هند، تاجکستان، افغانستان، تنزانیا، کینیا، فرانسې، کاناډا او امریکا په متحدو ایالتونو کې پراخه حضور لري او امام ته یې د یو پاچا او ټولواک په توګه پروټوکول ورکول کېږي. د دې فرقې نفوذ درې برخې لري: مذهب چې د امام اطاعت یې د عقیدې برخه ده او دیني مرکزیت یې د امام په لاس کې دی. دوهمه یې د آغا خان پراختیایي اقتصادي شبکه او دریمه یې تعلیمي او روغتیايی څانګې دي. په نړۍ کې د سرینا مشهور او مجلل هوټلونه چې شمېر یې ۳۵ ته رسیږي، د مالکیت او ادارې ډېره برخه یې د آغا خان د مالي صندوق په غاړه ده.
اسماعیلي شیعه فرقه د مسلمانانو د نفوس په تله کې کوچنۍ، خو ډېره منظمه، تعلیم یافته او اغېزمنه ډله ده. کره سرشمېرنه نشته، خو د نړیوالو اټکلونو له مخې، له ۱۲ څخه تر ۱۵ میلیونه اسماعیلیان په نړۍ کې تیت پرک اوسېږي چې د مسلمانانو د ټول نفوس (دوه میلیارده) له یوې سلنې څخه هم کم دي. اسماعيلي فرقه د اسلامي تاریخ یوه لرغونې، فکري او سیاسي مهمه څانګه ده چې له فاطمي خلافت څخه تر معاصر آغا خان پورې دوام لري. د یو غښتلي میراث په توګه، د آغا خان کورنۍ د دې فرقې د امامت معاصر تسلسل دی چې نه یوازې مذهبي، بلکې نړیوال پرمختیايي رول لري او په نړېوالو شخړو کې تر‌ډېره ځایه سوله ایز دریځ لري.

ولي الله ملکزی
+ posts

ولي الله ملکزی د هجرت او کډوالۍ په مهال د افغان پوهنتون استاد او د شپږو چاپ شوو کتابونو لیکوال او څېړونکی دی.
د کونړ په ولایت کې زېږېدلی او په کلېفورنیا کې اوسېږي. نن سبا له یو شمېر افغان سایټونو / وېبپاڼو سره قلمي همکاري لري او په سیاسي ، تاریخي ، ټولنیزو او مذهبي مسائلو باندې لېکنې کوي.
د یوټیوب یو وړوکی چېنل هم لري. د یوټیوب او فېسبوک ادرس یې دا دی:
Wali Malakzay

ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی د هجرت او کډوالۍ په مهال د افغان پوهنتون استاد او د شپږو چاپ شوو کتابونو لیکوال او څېړونکی دی. د کونړ په ولایت کې زېږېدلی او په کلېفورنیا کې اوسېږي. نن سبا له یو شمېر افغان سایټونو / وېبپاڼو سره قلمي همکاري لري او په سیاسي ، تاریخي ، ټولنیزو او مذهبي مسائلو باندې لېکنې کوي. د یوټیوب یو وړوکی چېنل هم لري. د یوټیوب او فېسبوک ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې