کورمېرمنېمور، بې بدیله مخلوق دی

مور، بې بدیله مخلوق دی

د دې بې تنابه خاورین کلي په ګوټ ګوټ کې، یوازې د مۍ د میاشتې لسمه د مور د نړېوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. ولی موږ په دې باور یو چې له الله (ج) او رسول الله (ص) وروسته، ترټولو سپېڅلی، منلی او نازولی مخلوق مور ده او هره ورځ، د هغې ورځ ده. ځکه مور د مینې، عاطفي او ولولې دوهم نوم دی. زموږ دنیاګۍ ډیره وړه ده او په هغې کې داسې ژبه نه شته چې د مور مینه په رښتیني ډول ونمانځي او ستاینه یې وکړي.
د مور یادونه تل تازه او خاطرې یې له ټولو خاطرو خوږې او تلپاتې وي. مور د کړاوونو په تورې ترږمۍ کې د رڼا څلی او د زمانې غږ وي. د ژوند په هرې ناخوالې کې، مور د تسل څرک او د امید غوټۍ وي. د دې پراخې هستۍ په ملیاردونو زړونو کې، ترټولو نرې او نرم زړه، د مور زړه وي؛ ځکه چې هغه بې بدیله مخلوق دی. د درد او ژړا په مهال، تر ټولو غوره ځای د مور غېږه ده. مور د خوا خوږۍ سمبول، د سرښندنې مناره او د بې بریده مینې مظهر دی. مور هغه نوم دی چې د یو ماشوم د ژوند له لومړۍ کړېکې سره یوځای پیدا کېږي. مور هغه انسان دی چې د اولاد له ژړا مخکې، د خپل اولاد درد احساسوي، په کړاو یې کړیږي او په خوښۍ یې من من غوښه اخلي.
مور که ستړې او غمجنه هم وي، د اولاد لپاره د سکون ځاله او د ډاډ سرچینه ده. ماشوم د مور له غږ او مینې سره ژوند پېلوي او لا د خبرو جوګه نه وي چې د مور مینه یې، ژبه وي. د مور له نه شتون وروسته انسان پوهېږي چې د ژوند تر ټولو لوی نعمت څه وو؟ مور مازې یو نوم نه دی؛ بلکې د دعاء او اسرې مورچل او د نړۍ تر ټولو لویه شتمني ده. د مور دعاء د اولاد د بریا لار روښانوي او مهرباني یې د ژوند ستړیاوې ورکموي. د نړۍ د ټولو اړیکو په منځ کې، د مور اړیکه تر ټولو سپېڅلې، ژوره او بې‌ سارې ده. د انسانانو خپلمنځي اړیکې معمولا د ګټو، اړتیاوو او شرایطو پربنسټ ولاړې وي، خو د مور مینه له هر ډول قېد او بند څخه آزاده ده.
کله چې مور د تورو خاورو مېلمه شي، نو اولاد پوه شي چې د ژوند له تر ټولو لوی نعمت څه محروم شول. ښايي ځېنې به همدا نن، خپلې میندې ستايي او د سرو ګلانو غونچې به ورته ډالۍ کوي. خو موږ یې هره شېبه، په هرې سجدې کې یادوو او د صحت او جنت لپاره یې کریم ذات ته لاسونه لپه کوو. نن د مور مقام ته د درناوي په خاطرغونډې جوړیږي، شاعران یی د شعر په ژبه او لیکوالان یې د قلم په څوکه ستایي. خو زموږ په ټپي او هېر شوي هیواد کې مېندې د خپلو یتیمانو او بی اسرې بچیانو سره دا ورځ په سلګیو او اوښکو سره نمانځي.
له اسمان څخه راغلی هر کتاب او هره صحیفه د مور ستاینه او سپارښتنه کوي. د رسول الله ﷺ په احادیثو کې د مور په خدمت او درناوي ځانګړی ټینګار شوی دی. یو صحابي وپوښتل « یا رسول الله،‌ د ښه چلند تر ټولو زیات حق د چا دی؟ هغه ﷺ ورته وویل: «ستا د مور» درې ځله یې د مور نوم ورته واخیست او په څلورم ځل یې د پلار یادونه وکړه.
له نن څخه ۱۷ کاله وړاندې، زما ګرانې مور هم خپله اروا د رژوې په مبارکې میاشت کې د ارواو خالق ته وسپارله. زما په شان، ستاسو د ډېرو مېندې به هم په شاړو هدیرو کې د قبرونو د تورو خاورو میلمنې وي. نو د زړه له تل څخه وایم چې دا ورځ دی د نړۍ هرې مور ته مبارکه او موږ ته له خاطرو ډکه وي.
زما دې د الله تعالی په ذات قسم وي؛ هغو اولادونو چې د مور او پلار حرمت ساتلی او د هغوئ د خدمت په درشل کې یې د عاجزۍ وزرې غوړولې دي، هغوئ که د فقر په پنجرې کې هم اوسي، د پاچاهانو غوندې د ډاډ، سکون او جلال څښتنان دي. خو کومو بدمرغو زامنو او بدنصیبو لوڼو چې د والدینو خبرې سپکې ګڼلې او د خپلو نفساني خواهشاتو په لمبو کې یې د هغوئ زړونه سوځولي، د ژوند له برکت، آرام او حقیقي خوښۍ بې‌ برخې پاتې شوي او د ژوند له هر ډول خوږو څخه محروم دي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

ولي الله ملکزی
+ posts

ولي الله ملکزی د هجرت او کډوالۍ په مهال د افغان پوهنتون استاد او د شپږو چاپ شوو کتابونو لیکوال او څېړونکی دی.
د کونړ په ولایت کې زېږېدلی او په کلېفورنیا کې اوسېږي. نن سبا له یو شمېر افغان سایټونو / وېبپاڼو سره قلمي همکاري لري او په سیاسي ، تاریخي ، ټولنیزو او مذهبي مسائلو باندې لېکنې کوي.
د یوټیوب یو وړوکی چېنل هم لري. د یوټیوب او فېسبوک ادرس یې دا دی:
Wali Malakzay

ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی د هجرت او کډوالۍ په مهال د افغان پوهنتون استاد او د شپږو چاپ شوو کتابونو لیکوال او څېړونکی دی. د کونړ په ولایت کې زېږېدلی او په کلېفورنیا کې اوسېږي. نن سبا له یو شمېر افغان سایټونو / وېبپاڼو سره قلمي همکاري لري او په سیاسي ، تاریخي ، ټولنیزو او مذهبي مسائلو باندې لېکنې کوي. د یوټیوب یو وړوکی چېنل هم لري. د یوټیوب او فېسبوک ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې