
لښته
لېمه ودان
د غره په لمنه کې د کيږديو له څنګه مړ مړ لوګی پورته کېده.
د سپي په غپا تورې پيشو د غره خواته منډه کړه.
لښتې له کوڅۍ نه خلی لرې کړ. په اور پسې یې نيموچ بوټی کېښود.
لاس یې تر زنې لاندې ونيو، سترګې یې د غره په څوکه کې خښې کړې، په زړسېدلو سترګو کې اوښکې ډنډ کړې، د باړخوګانو په شنو خالونو یې وبهېدې.
څسس شو، سپينې شيدې په اور تویې شوې، شين لوګی پورته شو.
تور دېګ یې له نغري کښته کړ، لاس یې پرې وسوځېد.
شنې سترګې یې شاوخوا واړولې. د پښو ترپا یې واورېده، ورویې کتل.
سپین سرې له کيږدۍ راووته، کڅوړنې سترګې یې لښتې ته ونيولې، کنډاسه خوله یې وخوځېده:
- وه بدبختې پام دې چېرې دی ؟؟ نه زما کلا درباندې اباده شوه، نه مې د انارګل زوی مېنه.
لښتې سترګې ښکته واچولې، سوړ اسویلی یې وایست، له ځان سره یې غلي وویل: - خدای به مې لمن زرغونه کړي.
د انارګل د مور ګڼ کميس ځولۍ ځولۍ شو، لاس یې په ملا نيولي وو، روانه شوه. پورې دښتې ته یې وکتل.
ورېځ په غره ورروانه وه، نري شمال نوي راټوکېدلي شنه بوټي خوځول.
دنګ توربخون ځوان تر مخ رمه ورپسې په دښته کې راښکاره شول. د پسونو او مېږو د غاړو د کړونګيو(زنګونو) کړنګار خوت. د باران څاڅکي د انارګل په لمر وهلي مخ ولګېدل، ده سترګې اسمان ته ونيوې، غږ یې لوړ شو: - اررررې!
په لاس کې اوږد لرګی یې وخوځاوه، رمه ګړندۍ روانه شوه، کيږديو ته نږدې شوه.
ځوان غږ کړ: - لشتې! وه لشتې!! راشه مېږې ولوشه.
لښته پاڅېده، روانه شوه.
د کوچۍ کنډاسه خوله وخوځېده: - انارګله! وه اناریه!!
ځوان یې مخې ته ودرېد.
زړه کوچۍ موسکۍ شوه، د مخ ګونځې یې لا ژورې شوې، د ګڼ کمیس له جیبه یې یوه شيرني راوايستله، زوی ته یې ونیوه، ویې ویل: - د ځونډي لور مې درته غوښتې، په هو یې خوله اېښې. ابا دې ورغلی چې خبره ورسره خلاصه کړي.
ځوان موسکی شو، په بیړه ووت.
د غونډۍ د کیږدیو له خوا ماشوم منډې راوهلې، سره وېښتان یې شمال لا ګډوډ کړي وو.
لښتې د مېږې لوشل پرېښودل، پاڅېده، انارګل ته یې مخ کړ: - د لونګ زوی دی.
ماشوم راورسېد، انارګل ته یې وکتل، په سوې ساه یې وویل: - زېری… زېری مې غواړم، د ځونډي اکا لور یې درته وکړه!
انارګل موسکی شو.
لښتې سوې ګوته په ژبه لنده کړه.
Jan/21/2023


