
نوی کال
د ټول ژوندون ارمان به وکړم
ددې سپېرۀ کال به ونۀ کړم ارمانونه
په مخه دې ښه وي
د هغۀ کال چې زۀ يي لۀ يوې وړې ماشومې سل کلنه کړم،
تير کال راته له ننګونو ډک وه، تير کال کې په ډېر څۀ وپوهيدم:
په تير کال کې وپوهيدم چې انسانان ټول دي مګر هر څوک انسانيت نۀ لري.
تير کال رازده کړل چې تر ټولو غټ تير به لۀ هغو خورې چې تر ټولو درته نږدې وي .
تير رازده کړل چې روغتونونه تر ټولو بد ځايونه دي.
تير کال کې وپوهيدم،چې انسان تر کاڼي سخت هم وي .
تير کال رازده کړل چې هيڅ انسان د باور وړ نۀ دی،نړۍ ډېره دروغجنه او دوکه بازه ده.
تير کال وپوهولم چې څينې انسانان تر وحشي ځناورو هم بدتر وي،وحشي ځناور خو به دې وجود وداړي مګر انسانان باورونه او روحونه داړي،
که وجود زخمي شي مګر زړه آرامه وي نو زخمونه به ډېر ژر جوړ شي مګر که روح زخمي شي وجود پخپله خاورې کيږي.
حالات انسان وژني نۀ،مګر لکه يو ژوندی جسد يي خامخا جوړوي،د ځينو کسانو په مرګ يا جدايي منم چې انسان نۀ مري مګر يو بې روحه جسم خامخا کيږي.
تير کال پوه کړم چې هر پښتون او پښتنه پر ژمنه ولاړ نۀ وي، ځینې دومره سپک او وحشيصفته وي چې هيڅکله د وعدې پر اهميت نۀ پوهيږي او کله دې چې باور مات کړي بیا په پړق درپسې خاندي او رشخند درباندې وهي.
او تير کال بیا هم وپوهولم،چې ځينې انسانان فقط درباندې رشخند وهي،
تيرکال وپوهولم چې پر دنيا هيڅوک هم ستا نۀ دي
حتا مور او پلار چې وجود د ورڅخه جوړ ده هغوی هم په سختو کې درڅخه لاس اخلي .
تير کال وپوهولم چې دمينې ځواب تل مينه نۀ وي،ډېر خلک د رښتيني مينې او اخلاص ځواب په رشخند هم درکوي .
او تير کال بیا هم وپوهولم چې انسانان چې څه وايي حقیقت هسې نۀ وي،ځينې انسانان تر شيطانانو هم بدتر وي.
زۀ تير کال سل کلنه کړم
او پر دې يي وپوهولم چې انتظار تر ټولو لوی درد دی.
تير کال وپوهولم چې پر دنيا هيڅوک او هيڅ شی هم ستا نۀ دي .
تير کال مې لۀ ننګونو ډک وه.
تير کال مې کړس خندا په اوښکو بدله کړه .
تير کال په شپو شپو ويده نۀ شوم
تير کال مې سترګو کې دوينو ډڼډونه وليدل!!!
تير مې په ځان باور مات شو .
تير کال مې لوړه الوتنه پريښوده.
تير کال وپوهيدم چې بل کس خپله يوه خندا ستا د ټول ژوند لۀ بربادۍ سره نۀ پرتله کوي .
تير کال پر ملا ماته ماته کړم.
تير کال سل کلنه کړم!
تير کال وپوهولم چې پر مادي امکاناتو ځان ښودونکي انسانان تر ټولو بې شرمه او بې غیرته وي.
تير کال وپوهولم چې هر شملور او شيخ غيرتي نۀ وي
تير کال وپوهولم چې د ځينو د تسبې په هره دانه کې شيطاني فکرونه وهي.
تير کال مې نړۍ ډېره بده وليده!
تيرکال مې په خپل وجود ګڼ دردونه تير کړل
تير کال وپوهولم چې خلکو ته تر هغو ارزښت لرې چې روغ يي او کار درڅخه اخلي که ولويدې بیا دهر چا د اوږو بار يي.
او که احتیاج شوې نو دهيڅ چا نه يي پکار …
تير کال وپوهولم چې صحت لويه شتمني ده، مريض انسان هيڅ څوک نه غواړي حتا ډېر نږدې خپل …
تير کال مې مرګ پر سترګو ليدلی،
تير کال مې قوی وجود او آتشينه حافظه لۀ منځه لۀ خاورو سره خاورې شول.
تير کال مې ښکلی وجود د خلکو د څع څع شه.
تير کال مې د زده کوونکو اوښکې وليدې
تير کال مې وليدل چې نجونې ډېر معصومی او مهربانې وي.
تير کال مې وجود له شکونو او کرکې ډک کړ،تير کال مې باورونه په اور وسوځول.
تير کال پوهه کړم چې زۀ هيڅ هم نۀ يم.
تير کال بې دينه کړم !!
تير کال مې د انسانانو تر څنګه په خپل خدای هم باور ختم شوی
زۀ مې لۀ خدای نه مروره
زما او د خدای مې څه عجبه معامله ده
هغه قرآن مې چې سينه کې وو اوس ورته هيڅ علاقه نۀ لرم٫ حتا نۀ غواړم ورته وګورم، تير کال مې پر قرأن قسم خوړونکي مسلمانان وليدل چې تر ټولو لوی ځناور وه،
هو،تير کال بې دينه کړم !!!!!
تير کال لۀ استادې او ليکوالې په يوې ناروغې بدله شوم
او تير کال مې عجيب لقب واخيست،ليونۍ !
تير کال مې د نکريزو رنګ پاک شو،
تير کال مې د مڼې په څير اننګي لۀ خاورو سره خاورې شول.
او تير کال له يوې بختورې په سپيرې بدله کړم
هوووو تير کال سپيره کړم!
تير کال د همزولو تر منځ لکه پاڼه ورژولم،تير کال مې غرور مات شو .
تير کال مې هيلې مړې شوې.
تير کال مې کړس خندا په ستوني کې زندۍ کړه او تير کال مې ښکلې سترګې لکه د وينو ډڼډونه کړل.
تيرکال بې روحه،بې وجوده،بې مينې او بې باوره کړم.
زۀ نور هغه نۀ يم چې وم!!
تير کال سل کلنه کړم
تير کال دووووومره ماته کړم چې راتلونکي کال ته خو لا څۀ ټول عمر ته هيڅ کومه هيله نۀ لرم
غواړم چيرته لرې ددې نړۍ لۀ انسانانو ولاړه شم چيرته چې حتا د انسان په نوم بشر او انساني غږ نۀ وي .
زۀ تير کال لۀ ټول انسانيت نه کرکجنه کړم!
او تيره کاله!!!
هيڅ د بخښلو قابل نۀ يې
کال خو لا پرېږده کۀ دنيا بدله شينه!
او
شکررر چې تير شوې سپيرۀ کاله
زۀ د په اوښکو تويولو ستړې کړمه
تير کال سل کلنه کړم.
فرزانه زيار
2026/1/1


