کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادد کونړ د زلزله ځپلو لپاره په کلېفورنیا کې یو میلیون او...

د کونړ د زلزله ځپلو لپاره په کلېفورنیا کې یو میلیون او اته لکه ډالرې راټولې شوې

د دنګو غرونو، څپاندو سیندونو او په باغي نښترو پوښلی کونړ، د اګست په وروستنۍ شپې د خونکارو ټکانونو شاهد وو. هلته په شنو درو کې ژوند وو، سکون وو، شور وو، زوګ وو او طبیعي ښکلاوو د زمان سندرې زمزمه کولې. خو د سترګو په رپ کې، دغه هرڅه په کنډوالو بدل شول، رڼې او خوږې چینې بندې او په ځای یې له سترګو څخه د اوښکو سیلابونه وبهیدل. ډله ایز قبرونه وکیندل شول؛ ګلالي ماشومان یتیمان، بوډاګان بې اسرې او د کفنونو او تابوتونو بازار تود شو.

د همدغې شپې په ویرجن، هېبتناک او ترهېدلي سهار،‌ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د انساني عاطفې لرونکو وګړو د همکارۍ ټټر ووهلو او د مرستو د راټولو په خاطر یې د شپې تنابونه له ورځې سره ونښلول. لکه د نورو په څېر، د کلېفورنیا افغانانو چې نفوس یې یولک لس زره تنه اټکل کېږي، د خپلو هېواد والو د لاسنیوي او درملنې لپاره غږ پورته او مټې راونغاړلې. یو له هغو اغېزمنو ټولنو څخه چې تر هرچا یې مخکښ رول ته اوږه ورکړه، هغه د دې ایالت په شمال کې افغان کلتوري ټولنه وه چې مشري یې عبدالنصیر یاسیني کوي.

د ټولنې رئیس او اجرائیه بورډ له مختلفو خیریه بنسټونو، په رسنیو کې له مطرحو شخصیتونو، له نوموتو هنرمندانو سره اړیکې ونیولې او په آنلاین بڼې یې د GoFundMe سیستم رامنځ ته کړ؛ ترڅو د کونړ له خلکو سره مرستې راټولې او په بېړني ډول هلته واستوي. بېګاه د فریمانټ په ښار کې د ټولنې مشرانو د جلالا خیریه بنسټ د مشر، انجنیر مسیح الملک جلالا په دفتر کې غونډه جوړه کړه او په ترڅ کې یې راټولې شوې مرستې اعلان کړې.

په امریکا کې د (Islamic Relief) سیمه ایز مشر، همایون جمالي د خپلې ټولنې له اړخه یو نیم میلیون ډالره اعلان کړل چې پنځه لکه به یې سمدلاسه کونړ ته استول کېږي او پاتې یومیلیون به د اړتیا،‌ وړتیا او ارزونې په پام کې نیولو سره په تدریجي ډول هلته لېږل کېږي. نوموړي د ټېلفون له لارې غونډې ته وویل: دوئ د کورونو په جوړولو کې پوره پرسونل او تجربه لري او مسلکي ټیمونه یې همدا اوس د کونړ په مختلفو درو او کلیو کې د معلوماتو په راټولو لګیا دي. د (افغان هوساینې) مشر، پروفیسور، فرید سینزي د خپلې ټولنې راټولې شوې مرستې دوه لکه ډالره اعلان کړل چې یوه برخه یې لا ترمخه کونړ ته انتقال شوېده.

د کلتوري ټولنې مشر،‌ یاسیني وویل: دوئ دمګړۍ یو پنځوس زره ډالره په لاس کې لري او د مرستو د ترلاسه کولو دغه لړۍ روانه او له ګڼ شمیر خیریه بنسټونو او د تجارتي مؤسسو له خاوندانو سره په اړیکې کې دی. نوموړي له یاد مبلغ څخه ۳۵ زره ډالر «اسلامک ریلیف»، یولس زره «جلالا خیریه مرستندویه ټولنې» او پنځه زره «افغان هوساینې» ته وسپارل ترڅو هلته یې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسوي. د غونډې ګډون والو د پېسو په ویش کې په بې پرېتوب او روڼتیا ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې په سیمې کې ګمارل شوي ټیمونه باید له مسلکي ماهرتونو څخه برخمن کسان و اوسي.

له بله پلوه، په سکرمنټو کې میشتو کونړیانو په تیرو څو ورځو کې د خپلو هلوځلو په پایلې کې نژدې پنځوس زره ډالر راټول کړل چې ډیر ژر به یې هلته واستوي. د سکرمنټو یومخور افغان، احمدالله احمدي په دې ښار کې له جوماتونو او ځینو وړو ټولنو څخه څه باندې درې زره ډالر راغونډ او اړونده مؤسسو ته د هیئت په وړاندې وسپارل. د سیمه څخه د ترلاسه شوو او نړیوالو خبري آژانسونو د راپورونو له مخې، په دې زلزلې کې ۲۲۷۱ تنه شهیدان، ۳۶۴۰ تنه ټپیان او د اتو زرو شاوخوا کورونه چورلټ یا نیمايي ویجاړ شوي او په سلګونو کورني حیوانات له منځه تللي دي.

د یادونې ده چې د ګوتو په شمار له څو کرکجنو انسانانو پرته، د لرغوني هرات د معیوبینو مرستې، د یوې هزاره ګې او بلې پروانۍ پېغلې له سوزه ډکې تراڼې، د جوزجان او بغلان د سیلانیانو ملي احساسات او غریو نیولي آوازونه، د دې ویاړلي ملت د وحدت او ووروګلوۍ بې نظیره مثالونه او زموږ د ملت د یوې روښانې راتلونکې مشالونه دي.

زه د یو کونړي او د دغې مېچن شوې سیمې د یو عام فرد په توګه، د زړه له تل څخه ستاسو ټولو منندوئ او پوروړی یم.

ولي الله ملکزی
+ posts

ولي الله ملکزی د هجرت او کډوالۍ په مهال د افغان پوهنتون استاد او د شپږو چاپ شوو کتابونو لیکوال او څېړونکی دی.
د کونړ په ولایت کې زېږېدلی او په کلېفورنیا کې اوسېږي. نن سبا له یو شمېر افغان سایټونو / وېبپاڼو سره قلمي همکاري لري او په سیاسي ، تاریخي ، ټولنیزو او مذهبي مسائلو باندې لېکنې کوي.
د یوټیوب یو وړوکی چېنل هم لري. د یوټیوب او فېسبوک ادرس یې دا دی:
Wali Malakzay

ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی د هجرت او کډوالۍ په مهال د افغان پوهنتون استاد او د شپږو چاپ شوو کتابونو لیکوال او څېړونکی دی. د کونړ په ولایت کې زېږېدلی او په کلېفورنیا کې اوسېږي. نن سبا له یو شمېر افغان سایټونو / وېبپاڼو سره قلمي همکاري لري او په سیاسي ، تاریخي ، ټولنیزو او مذهبي مسائلو باندې لېکنې کوي. د یوټیوب یو وړوکی چېنل هم لري. د یوټیوب او فېسبوک ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې