کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادکله به قرباني نه، مسوول شئ؟ د کرښې غاړه پښتانه او د...

کله به قرباني نه، مسوول شئ؟ د کرښې غاړه پښتانه او د وخت پوښتنه!

رابرټ گرین مشهور امریکایی لیکوال دی چې د ستراتيژۍ، ځواک او تېر ایستلو په اړه یې کتابونه لیکلي. هغه اووه داسې آثار تخلیق کړي چې د نړۍ په غوره پلورل‌کېدونکو کتابونو کې راځي.

رابرټ گرین په خپل مشهور اثر «د تېر ایستلو هنر» کې د قرباني ستراتیژي داسې انځوروي: «دا هغه تاکتیک دی چې یو څوک په کې په شعوري توگه ځان بې‌وسه، خواشینی یا بې‌وزله ښيي، څو د نورو ترحم، پام او ملاتړ تر لاسه کړي.»

د رابرټ گرین د «قرباني ستراتيژی» په روانه لوبه کې زموږ د پښتنو په سیاسي کردار کې په خورا واقعي بڼه لیدل کېږي.

میلیونونه پښتانه د فرضي کرښې هغې غاړې ته ژوند کوي، او د بېلابېلو اټکلونو له مخې، د پنجاب پوځ تر ۲۰ سلنه زیات یې همدا پښتانه دي. د ملېشو، خاصه‌دارانو او علاقه‌دارانو کره شمېر نه‌دی معلوم، خو اسناد ښيي چې همدا ځواکونه افغان کډوال ځوروي، تر کرښه یې اړوي، مالونه او شته یې لوټي او عزت یې تر پښو لاندې کوي.

خو کله چې د امتیاز، سټېج، سیاسي ونډې یا چندو وخت راشي، نو همدوی د «لر او بر یو افغان» شعارونه پورته کوي. د احمدشاه بابا، میرویس نیکه … نومونه یادوي، او د افغاني غیرت نارې وهي. خو کله چې د مسوولیت او محاسبې نوبت راشي، نو ځانونه قرباني، مظلوم او محکوم ښيي.

دغه دوه‌مخی چلند، د رابرت گرین له خوا تشریح شوې د قرباني ستراتیژۍ ژوندی مثال دی.

بنسټیزه پوښتنه دا ده:

افغان ولس به تر کله د دغو تیاترونو ښکار پاتې شي؟

او د کرښې هاخوا پښتانه به کله د تاریخ او وخت غوښتنو ته ریښتینی ځواب ورکړي؟

د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونه
 | Website |  + posts

د هویت نیوز د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه د هویت نیوز د ستراتيژیکو ارزونو او تحلیلونو څانگه ده. یاده خونه د لوی هېواد پر موضوعاتو ستراتيژیک نظریات او تحلیلونه خپروي.

د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونه
د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونهhttps://hoyat.news/

د هویت نیوز د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه د هویت نیوز د ستراتيژیکو ارزونو او تحلیلونو څانگه ده. یاده خونه د لوی هېواد پر موضوعاتو ستراتيژیک نظریات او تحلیلونه خپروي.

اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې