شاه محمود میاخېل، چې تېر کال یې د ویانا غونډه کې برخه اخیستې وه، زياتوي دا پروسه تر ډېره د احمد مسعود او د هغه د کوچني مقاومت جبهې لپاره کار کوي. میاخېل وایي، چې مسعود او د هغه جبهه چمتو دي چې هر ډول بهرنی ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو په افغانستان کې قدرت ته ورسېږي.
د ښاغلي میاخېل په وینا، د مسعود څخه هغه هېوادونه ملاتړ کوي چې ډيرې وخت له ترهګرۍ سره د مبارزې ويناوې لري نوموړي وويل ایران او پاکستان دوه هغه هېوادنه دي چې د مقاومت د جهبې مشر تمويلوي او هڅه کوي له هرې ممکنې سرچینې مرستې ترلاسه کړي. هغه د ویانا پروسې منتظمین هم تر نیوکې لاندې نیولي، ویل یې چې دوی د جګړې د دوام لپاره د بهرنیانو شرایط منلو ته تیار دي، او موخه يې دا ده چې د طالبانو نظام ړنګ او واک ته دوی ورسيږي.
مياخيل جګړه د حل لار نه بولي او په خبره يې چې د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې دې جګړې ته د پای ټکی کيږدي
هغه وايي، که افغانان ملي او نړیوال باور ترلاسه نه کړي، نو هیڅ سیاسي بدیل به بریالی نه شي.
دغه پخوانی چارواکی خبرداری ورکوي چې د بهرنیانو په مرسته قدرت ته رسېدل اسانه دي، خو ساتل یې ستونزمن دي، ځکه چې د تېرو څو لسیزو تجربو دا ثابته کړې ده.


