جمعه, اپریل 18, 2025
spot_img
کورټولنه او اقتصادد افغانستان د ملي اردو سرتيري له ولس او چارواکو گیله‌من دي

د افغانستان د ملي اردو سرتيري له ولس او چارواکو گیله‌من دي

نوټ: هويت نيوز د دغه سرتيری انځور ايډټ او هويت يې خوندي ساتي.

د ۲۰۲۱ کال د آگسټ پر ۲۱مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر پرځېدلو سره افغان ملت له گڼو ستونزو سره لاس و گریوان شو. د طالبانو شاوخوا درې نیم کلنې واکمنې افغان ملت له بې‌کارۍ او بې‌وزلی سره مخ کړ. د هېواد روان وضعیت که څه هم د ټولنې هر قشر او ټولگی اغېزمن کړی، خو د مېرمنو او د افغان ملي امنیتي ځواکونو زیان‌مننه له بل هر پاړکي څخه زیاته ده.

طالبانو له مېرمنو د کار او زده‌کړو حق اخیستی. امنیتي ځواکونه د طالبانو په واکمنۍ کې پر بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ سربیېره د تعقیب او مرگ له گواښ سره هم مخ دي. د امنیتي ځواکونو زیاترو کارکوونکو یا هېواد پرېښی یا هم په پټه د بې‌وزلۍ سخت ژوند کوي. دوی او کورنۍ یې پر اقتصادي ستونزو سربېره، تر نورو زیات له رواني ستونزو کړېږي.

سمير (مستعار نوم) هم همداسې یو کس دي. هغه د پرځېدلې ملي اردو سرتيری چې اوس د کابل ښار په کوڅو کې د څښلو اوبه پلوري. سمیر هېواد ته په خپل کړي خدمت ویاړي او وايي:


سمير زياتوي، څلور بچي لرم او د دې پر ځای چې خلک مې تشويق او وياړ را باندې وکړي پيغورونه را کوي چې سرتيري اوس لاس کراچۍ چلوي.

سمیر (مشتعار نوم) د ملي اردو پخوانی سرتېری

نوموړی له خلکو او پخوانیو چارواکو گیله‌من دی او وايي چې امنیتي ځواکونه ټولو هېر کړي دي او ان خلک ملنډې پرې وهي. د هغه پر خبره چې د جمهوريت له پرځېدلو وروسته یې چا لاسنیوی او پوښتنه نه دي کړي. سمیر وايي چې ډېری پخواني سرتېري د کراچیو چلولو په څېر سخت کارونه کوي.

په هېواد کې چې زیاتره وگړي یې د بې‌وزلۍ تر کرښه لاندې ژوند کوي، ورځنۍ کارونه، لکه کراچۍ چلول یا روزمزد کارونه له یوې خوا کم دي له بلې خوا یې عاید ډېر کم دی چې د ورځني ژوند کمه برخه، لکه خواړه هم نه پوره کوي.

سمبر سربېره پر دې چې د وزلۍ او بې‌روزگارۍ سخت ژوند تېروي، خو د سرتېري په توگه پر خپل خدمت پښېمانه نه دی او ویاړ پرې کوي. هغه وايي:


پيښمانه نه يم چې د هېواد سرتيری وم او زه له خپل ګران افغانستان سره ژمنه کوم چې زما بچي به هم د دې پاکې خاورې سرتيري وي.

شمیر (مستعار نوم) د ملي اردو پخوانی سرتېری

نوټ: هويت نيوز د دغه سرتيری انځور ايډټ او هويت يې خوندي کړ.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې