لیکنه: د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونه
کابل، یو وخت د غرور او ژوندیو کیسو ښار، نن د دروند غم او نه هیریدونکې ناچارۍ ښکاره انځور دی. د عامه ترانسپورت په موټور کې چې خلک له یو ځای څخه بل ځای ته وړل کېږي، د هر چا سترگې د ژوند د فشارونو او د ټولنیز چاپېریال د نه پاملرنې انعکاس کوي. د ښار په هر گوټ کې هر مجلس او بنډار د افغانانو د نه خوښۍ او ژورې تروما ژوندی تصویر وړاندې کوي.
په ښار کې خلک خپلې ناچارۍ داسې بیانوي لکه له هر له توري لو کلیمې سره یې چې د زړه وینې څاڅي. دوی چې د ښار په واټونو تیریږي، ټول د یوه گډ درد احساس کوي. هغه درد چې د لومړنیو اړتیاوو له نشتوالي پیدا شوی دی. نه یوازې دا چې د خلکو دسترخوانونه تش دي، بلکې هېلې او ارمانونه یې هم ورځ پر ورځ مړاوي کېږي.
د افغان ولس روحیه داسې ده لکه هغه ونه چې له خپلو رېښو پرې شوې وي. د ارادو ټکر، ناهیلۍ او جبري کډوالۍ نه یوازې خلک بې عزته کړي، بلکې د ټول ملت یووالي ته یې هم زیان رسولی دی. د ملي تفکر او د راتلونکي لپاره هیلې له منځه تللې دي، او هر څوک ځان یوازې او بې برخې احساسوي.
هر سهار چې خلک له خوبه را پاڅېږي، داسې بریښي چې د ژوند له یوې نوې جگړې سره مخ دي. ځمکه داسې سخته ده، چې هر قدم پرې اخیستل کیږي، لکه د خلکو زړونه چې دروند بار وي. آسمان پورته دی، خو داسې بریښي چې هیڅ رحم او مهرباني نه لري. او اوبه چې د ژوند بنسټ دي، لکه د افغانانو د خوشالۍ څپه، لرې ښکاري.

دا حالت یوازې د یوه ملت د اقتصادي یا سیاسي ستونزو پایله نه ده. دا د یوې اوږدې جگړې پرهر دی چې د هر وگړي له زړه وینې څاڅي. د ښار په واټونو کې روان خلک نه یوازې د فزیکي درد احساس کوي، بلکې رواني فشارونه یې ژوند داسې اغېزمن کړی دی چې ټولنیز انډول یې ویجاړ کړی دی.
افغانانو د روحیې جگړه بایلي، او دا د یوه ملت لپاره تر ټولو خطرناک حالت دی. کله چې د خلکو تر منځ د خپل ځان او هېواد په اړه باور ختم شي، نو دا یوازې فزیکي زیان نه وي، بلکې ټولنیز جوړښتونه هم له منځه ځي.
افغانستان اوس داسې حالت ته اړتیا لري چې نه یوازې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، بلکې دوی ته د امید او ارامۍ احساس ورکړي. دا ملت د داسې یوې هوښیارې مشرتابه او تفکر غوښتنه کوي چې د دې خاورې سختوالی په یوه نوي راتلونکي بدل کړي.
ځمکه که سخته هم وي، د خلکو ارادې باید غښتلې شي. آسمان که پورته هم وي، باید د خلکو دعاگانې واوري. او اوبه که لرې هم وي، باید هر افغان زړه ته د امید یوه څاڅکې راوړي.



