په افغانستان کې د وطني غواگانو نسل ورځ تر بلې کمېږي چې د مالدارانو اندېښې يې راپارولي دي.
د پکتيا ولايت يو تن بزگر جان محمد وايي:
«د وطني غواگانو نسل ورځ تر بلې مخ په ورکېدو او د مخنيوي لپاره يې هېڅ نه کېږي.»
جان محمد – بزگر، پکت
جان محمد زياتوي، چې وطني غواگانې د ښو شيدو تر څنگ د مصرف له اړخه هم اقتصادي دي خو د کرنې وزارت تر څنگ هيچا دغې مسالې ته پاملرنه نه ده کړې.
د جان محمد پر وينا، په هېواد کې د حيواناتو د ډاکټرانو یا وترنرانو کمښت، د حيوانانو د درمل نشتون او له نورو هېوادونو څخه د زراعتي غواگانو را وړل د وطني غواگانو نسل د ورکيدو له گواښ سره مخ کړی.
د هېواد وطني غواگانې چې د ساتلو له اړخه اقتصادي پريوځي، کوچنۍ کورنۍ هم کولای شي چې په کمو امکاناتو يې ساتنه وکړي او د دوی لپاره د معیشت او عايدو يوه ښه سرچينه کيدلای شي.


