کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادايراني الوتکې کابل نړيوال هوايي ډګر ته د افغانانو لسګونه جنازې راوړي

ايراني الوتکې کابل نړيوال هوايي ډګر ته د افغانانو لسګونه جنازې راوړي

له کابل څخه د هويت نيوز سرچینې وايي چې ایراني الوتکې د دوشنبې په ورځ د هغو افغانانو لسګونه جنازې کابل ته راوړي چې د ايراني ځواکونو لخوا د ایران- پاکستان پر پوله وژل شوي وو.

سرچينه زياتوي چې د وژل شويو افغانانو له کورنيو څخه تعهد اخیستل شوی چې په دې اړه به له رسنيو سره مالومات نه شريکوي.

کابل ته د ایران ایر ټور شرکت د پروزونو پیل چې اروپايي ټولنې بندیر پرې لگولی

بلخوا د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تاييدوي چې د «ایران ایر ټور» هوايي شرکت کابل ته لومړنۍ الوتنه کړې.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د “ایران ایر ټور” شرکت به هره اونۍ کابل ته دوه الوتنې وکړي خو د ياد شرکت لخوا د افغان ځوانانو د جنازو پر وسپارلو چپه خوله دي.

ایران ایر ټور وروسته له دې کابل ته خپلې الوتنې پیلوې چې تازه اروپايي هېوادونو ته د دې شرکت په لوتنو بنديز لگول شوی.

د اروپايي ټولنې له خوا په یاد شرکت بندیز د نویو بندیزو په جوپه کې لگول شوی چې هغه شرکتونه او اشخاص په کې شامل دي چې نورو هېوادونو ته یې توغندي او نور پوځي مهمات لېږدولي دي.

مخکې هم ایراني کاروبارونه، بنسټونه او اشخاص په غیر قانوني، ترهگریزو فعالیتونو، او ترهگریز او جرمي اقتصاد کې ښکېل گڼل شوي.

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې