کورفرهنگ و هنردا کور زما دا غر زما

دا کور زما دا غر زما

تر هر سره سر بر زما

یو رب ته ټیټ دا سر زما

دا بر په آسمان ور زما

پامیر زما، خیبر زما

شینکیه ستا څادر زما

د سره شفق پرهر زما

د پرخو ډک سحر زما

دا لمر د مازدیګر زما

پامیر زما، خیبر زما – دا کور زما دا غر زما

د خدای مینې پاللی یم

د شرق د غرور څلی یم

که اور د جنګ داغلی یم

د امن لا ښاغلی یم

د ګل د ګیډو بار وړمه

د ګورو سپرلو ولی یم

د ژوند مخکښی پلی یم

د مرګ تر کاله تلی یم

اجل د شهیدانو یم – له عرشه بر وز زما

پامیر زما، خیبر زما – دا کور زما دا غر زما

ښاغلي د تدبیر لرم

تر لمره کاته ځیر لرم

د برېښ د خندا ځل یمه

د تورو وریځو ویر لرم

زهٔ مټې د کروړ لرم

زهٔ چغه د شبیر لرم

سینه د توکل یمه

او ستونی د تکبیر لرم

زړګی به شپو له وڅیرم – د سپین هلال خنجر زما

پامیر زما، خیبر زما – دا کور زما دا غر زما

خوندي د فکر دړه یم

او لیاره د یقین یمه

د ستر عهد پالنه یم

د خدای د شهید تلین یمه

دمه د ماښامونو یم

تر ویښ سحره ورین یمه

د شنو کشمالو شنه لرم

تر شنو پسرلو شین یمه

د خدای د عدل څرک یمه ـ محشره ستا سحر زما

پامیر زما، خیبر زما – دا کور زما دا غر زما

زهٔ ماته د سکون یمه

زهٔ منډه د ژوندون یمه

زهٔ تګ د ارتقا یمه

مهاله زهٔ دې یون یمه

زهٔ بخت د سبانۍ ورځې

پایله د پرون یمه

زهٔ ویړ د انقلاب ډګر

د نن د اوښتون یمه

منزل د سباني فکر – د سوي کاله ور زما

پامیر زما، خیبر زما – دا کور زما دا غر زما

نن خېر دی که نهر لرم

له کوره در په در لرم

ټوټې ټوټې زړګی لرم

ټوټې ټوټې ځیګر لرم

خو ملا مې لا تړلې ده

پګړۍ مې لا د سر لرم

دا وچې به خړوبې کړم

د وینو سمندر لرم

لمن د هېواد ویړه ده – راټول به کړي پرهر زما

پامیر زما، خیبر زما – دا کور زما دا غر زما

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې