په لغمان کې سیمهیېزې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر کارکوونکو د دې ولایت په ځینو سیمو کې سلمانۍ تړلي دي.
سرچینو ویلي چې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر کارکوونکو نن جمعه هغه سلمانۍ وتړلې چې د مراجعینو وېښتان او ږېرې به یې ډیزاینداره جوړولې.
سرچینې زیاتوي چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر کارکوونکو د یادو سلمانیو له تړلو وروسته مراجعین او سلمانان (نایان) سپک او تهدید کړي.
په ورته وخت کې په کابل کې طالبانو ګڼ سلمانان حوزو ته جلب کړي او ګواښ يې ورته کړی که له دې وروسته یې د خلکو ږیرې وخرېیلې او يا یې چا ته سټايلي ږیرې جوړې کړې، مجازات به شي.
له کابله يو سلمان هويت نيوز ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې يوه ورځ يې په دوکان کې د يو شخص ږیره خرېیلې وه چې طالبانو حوزې ته جلب او سخت یې وهلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د طالبانو مشر د امربالمعروف قانون توشيح کړ.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د امربالمعروف او نهی عنالمنکر کارکوونکو په هرات، ننګرهار، کابل او ځینو نورو ولایتونو کې سلمانۍ تړلي او سلمانان یې وروسته له سپکاوۍ بندیان کړي دي.


