د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، پنجابي پولیسو یو ځل بیا په خیبر کې د جرګې په تنظیمونکو برید کړی.
ښاغلي پشتین په خپله ایکسپاڼه لیکلي “په دې برید کې پولیسو د دوی وسایل غلا کړي او سوځولي دي.” د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر دا اقدام د پښتون وطن سوځولو مستقیمه پالیسي بللې ده.
وړمه شپه هم پولیسو د غورځنګ په غړو او د جرګې په تنظیمونکو برید کړی او د وسایلو له لوټ و تالان سربېره یې هغوی سره تاوتریخوالی هم کړی و.
پنجابي پولیس داسې مهال په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو او د جرګې په تنظیمونکو برید کوي چې تمه ده د همدې میاشت په یوولسمه هلته د پښتنو لویه جرګه جوړه شي.


