کورفرهنگ و هنرنن د فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا څلوېښتم تلين دی

نن د فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا څلوېښتم تلين دی

استاد بېنوا د ليکوال، شاعر او مترجم په توګه پښتو ادب او تاريخ ته لوی خدمتونه کړي دي. استاد عبدالروف بېنوا د افغانستان معاصرو ادبياتو له شپږو ستورو څخه يو ستوري او له نومیالو لیکوالو او شاعرانو څخه و.

استاد بېنوا په ۱۲۹۲هجري لمريز کال د کندهار ښار په سيد حسن خان کوڅه چي د خرقي مبارکي څنگ ته ده، زيږیدلي او د ۱۹۸۵ زږدیز کال (۱۳۶۳ هجري لمريز) د جنوري په ۱۱مه نېټه د ۷۲ کلنۍ په عمر د امريکا په واشنگټن ښار کې په پردېسۍ کې له نړۍ سترکي پټي کړی دي.

استاد بېنوا د ساه‌لندۍ ناروغي لرله او وصیت یې کړی و چې جسد یې افغانستان ته ولېږدول شي.

ارواښاد استاد بېنوا په گڼې مهمې دندې کړي. په ۱۳۱۸ هجري لمريز کال کې د پښتو ټولنې د علمي غړي په توګه په کار پیل او بیا یې تر مړینې پورې د مدیر ، ريس  د ولسي جرګي په ۱۷مې او ۱۸مې دورې کې د هلمند د خلکو استازي، بيا د اطلاعاتو کلتور وزیر او په ليبيا کي د افغانستان سفير دندې تر سره کړې دي.

اروښاد په پښتو او دري شاوخوا ۶۰ اثار پنځولي او ژباړلي.

ارواښاد استاد بېنوا د پښتو ژبې په معاصر شعر کې يو روښانه نوم لري. د شعر بېلگه یې دا ده:

پېړۍ واوښتې خو خلک لا ويده دي

ويښـول يې ډېرکلونه زحمت غواړي

په ړندو سترګو د اور پر خوا ور درومي

دا کـم بـخته لا نـشه د جنت غواړي

د استاد دریم نیکه ملا گلاب اخند نومېده چی د لوی افغانستان بنسټگر اعلیحضرت احمدشاه بابا لخوا ورته د استاد کل لقب ورکړل شوي و.

ارواه يې ښاده او ياد يې تلپاتې اوسه

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې