کور Uncategorized پروين ملال

پروين ملال

0
33

 د پروین ملال پیژندګلوپروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۱مه نېټه د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکورخان پوپلزي دراني په علمي کورنۍ کې دې نړۍ ته راغلی ده. لمړنۍ زده کړه یې د خپل پلار محترم نه کړې ده ـ او بیا تر دولسم ټولګي یې د زرغونا آنا په لیسه کې زده کړه کړی ده ـ د زده کړې وروسته د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسوله وه ـ په ۱۳۵۹ لمریز کې د راډیو افغانستان په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په دنده وګمارل شوه،هلته یې د لسو کلنو تر مودې په ترسره کړې دنده کې ډېرې پروګرامونه لیکلي او پروډیوس کړي دي.

پروین ملال په ۱۳۶۲ لمریز کې د هیواد ستر فرهنګي شخصیت ارواښاد سیدجان ملال سره واده وکړ،د واده څخه شپږ کاله پس په ۱۳۶۸لمریز کې ښاغلی ملال پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او پروینه د ژوند سړو او تودو ته یوازې پاتې شوه ـ په همدې کال آغلې پاکستان ته کډواله شوه او نن سبا کراچۍ پاکستان کې د افغانستان په قونصلیټ کې د کلتور د اتشې په توګه دنده پرمخ بیایي.

پروین ملال که یو لور ته د غزل لاله زاره زمکه ښه سمسوره کړې ده نو بل لور ته یې شعرونه او بهترینې لنډې کیسې هم لیکلي دي چې په لوستو یې د لوستونکي غونې زیګ کیږي ـد رنګ او خیال ،د جذباتو او پېښو په راستۍ انځورګري د پروین د کلام پيژنګلوي ده ـ د هغې په لوړ تخیل کې درد هم شته او رومان هم ،جمال هم شته او جلال هم ـ دپروین شاعري بیخي فطري ده ـ پروین د خپلې قوي تجربې او ژورې مشاهدې پر مټ په دا ډول پنځونې کړي دي چې هر انسان یې د خپل زړه درزا او دضمیر اواز ګڼي ـد پروین ملال لنډه کیسه هم مقصدي او دفن په ګاڼه سینګار لیکي ،تراوسه یې د لنډو کیسو یوه مجموعه ،،سپنې پاڼې ،،چاپ او بله مجموعه چاپ ته تیاره ده ـد پروین ملال د شاعرۍ چاپ کتابونه ،،د اوښکو تصویر،، ،،تبجنه سپوږمۍ،، او،، سپوږمۍ په ځنګل زار کې ،،دي ـ دا درې واړه شعري مجموعې په یوه ضخیم کتاب ،،د خزان طلایي پلونه،،کې هم راټول کړي شوي او چاپ شوي دي ـد پروين ملال د‌‌شعر بيلګه ——دويم وا ده۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔شاعره: پروین ملالکه را ته وبخښې ټول ستوري د لمرو په شاني او او به راکړې د سپوږ مۍ د چینوجامې مې جوړې د حریر او شبنمشونډو ته رنګ دمرجاند سترګو تور مې وي د یو زرو شپولاس ته باهو د هاليشور د ګو نګرو دجنتي سندرو مخ ته رڼا د نور دغره ځینيد غاړی هار مې د بوډۍ د ټالهد غوږ لښتۍ مې د پروین او د زهرې د څوکووکه را ته وبخښې جنت ټول له غلمانو سرهتندې ته جام د کو ثريي پیا لو بستر مې جوړ وي د فردوس له او وه رنګه ور یښمتلتک د خوب او د نرمي د ښاره با لښت د ناز او لطا فته ځینيپا لنګ مې وي د سرو یا قو تو څرمند خونې چت مې د سکندر د آینو تصو یرپردې د وړانګو او څپو کلمېکه راته و بخښې محل د تاج محلو نه جوړد فوارو د تن یې سپینې چینې د الما سي ځلونوګلان د میني طراوت سمبولد ونو پا ڼې زمردي خوبونهلارې پل لارې یې د سرو او سپینو چمن ، چمن واښه یې ښکلي د جانان د خیالههسک ، هسک برجونه یې د جنت منارېآسمان ټټر یې لا جوردیي کانونهزه په دې ټولو باندي څه وکړمه ؟زه به دې ټولو ته تفسیر څنګه شم د دغه ټولو د بلوغ حسن به څوک وستایيزما دهستیي زما د ښا یست بها به څوک وټاکيزما خاوند زما میړ ه زما تفسیر د حسنبیګاه د بل چا و پالنګ ته تللی و ماته نه را ګوري ځکه هغه دویم واده کړی دی.( پروین ملال)ليکنه او راټولونه: فرزانه زيار

خبریال
+ posts

تبصره نشته

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ