
!پر تخته مې ليکل کول، اخ شو ورسره تړنګ شه، لا مې مخ نه و اړولى، چې پښو سره مې مرۍ ورغړېدله. شاه ته ټولګي ته مې وکتل ټولې زده کوونکې چپ پاتې وې، ټولو د اخرې څوکۍ ته کتل!د هېڅ چا له خولې اواز نه وته. پوښتنه مې وکړه دا څه وو؟ د يوې له خولې هم غږ نه پورته کېده. په پټه خوله ټولو ډيوې ته کتل.څو قدمه وړاندې ولاړم، ډيوې ګوته په بل لاس ټينګه نيولې وه، په مخکې يې مرۍ تيت پرتې وې. ډېره وېرېدلې ښکارېده. ما چې د ډيوې ويرې ته وکتل، خپله غوسه مې کنترول کړه، ورو مې ترې وپوښتل ډيوې دا څه دي؟ ډيوه چې د ټولګي په اخر کې په ماته څوکۍ ناسته وه، په رېږدېدلي غږ يې و ويل: استاد خير دى بيا يې نه کوم. استاده: ليرې کړه لاس دې، په ګوته دې څه شوي؟ نجلۍ لاس ليرې کړ، د ډيوې له تورې نرۍ ګوتې څخه لږ وينه راوتلې وه. په ګوته کې يې ستن ننوتې وه. ښه تا له همدې زخمه داسې اخ کړه ! ما خو فکر وکړ په مرمۍ ولګېدې، د نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې، سر يې ټيټ کړ، هېڅ يې ونه ويل. د خپل سپين ټيکري ژۍ يې را کش کړه، چې خاورو او دوړو يې رنګ خړ کړى و، خپلې اوښکې يې پرې پاکې کړې. غوسه مې ورته راغله هم اشتباه کوې، هم ژاړې! نجلۍ په رېږدېدلي غږ و ويل خير دى استاد بښنه غواړم نور صنف کې مرۍ نه ګنډم، تنها نن مې وګنډلې. نن مې مه واهه خير دى استاد!پرون د رياضي استادې و وهلم، بيا يې زړه را ډک شو، نو زه به هره ورځ وهل خورم!!استاده: نه، نه دې وهم، ته خو لايقه نجلۍ يې، ولې د درس په وخت کې مرۍ ګنډې!؟ استادې زرغونه استاده مې هره ورځ وهي، چې رياضي ته ولې جلا سل ورقه کتابچه نه اخلې، زه کتابچه نه لرم. ما ويل که پر دې فيطه نن مرۍ ګنډل خلاص کړم، نو فيطو والا ښځه پر هرې فيطې پنځوس افغانۍ راکوي، په هغو پيسو به ځان ته کتابچه واخلم. هغه وېرېدم چې ته مې ونه وينې ګوته کې مې ستن ننوته مرۍ مې هم چپه شوې.
پاى
فرزانه زيار


