سندره: استاد اولمیر
شعر: ملنگ جان
څرنگه چې تاسو پوهېږئ زموږ هېواد د فرهنگي ستراتيژۍ تر یرغل لاندې دی، د همدې ستراتيژۍ د یوې برخې په توگه، طالبانو له لومړۍ ورځې هڅه کړې چې افغان ملتپالنه وځپي، نښې او اثار یې له منځه یوسي. دوی افغاني موسیقي بنده کړې، په ځلونو یې د ارزښتناکو اثارو او کتابونو خپرول منع کړي. په وروستي اقدام کې یې یو ځل بیا لسگونه کتابونه منع کړي چې د افغان ملتپال شاعر خدای بخښلي ملنگ جان د شعرونو کتاب هم په کې دی.
هویت نیوز د ملت پالنې او لوی هېواد د مینې د پاللو په موخه د استاد اولمیر په خواږه غږ کې د ملنگ جان غوږه نغمه درته وړاندې کوي.
دا سندره د هویت نیوز پر یوټیوب چینل دلته اورېدلی شئ.
#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم