
ليکنه: فرزانه زيار
پاس اسمان ټول بله رڼا شو، دې سره د کور د مخې په پاس پټي کې مو د ډزو غږونه شو، ټعق ټعق ټعق ټعق تا به ویل: پاس اسمان کې اور بل دی، ورسره د نارینه غږونو شورماشور شو، مبارک مبارک مبارک ویل یې د ډزو له غږونو سره ګډ شول، او یو بل ته یې سره غیږې ورکولې.زه هم جړ سر د سړیو تر منځ ولاړه وم، هره خوا توره تیاره وه، او د ډزو له غږونو هم ډارېدلم، خو لرې نه شوم تللی دلته په سړیو ډاده وم، لرې له تیارې وېرېدم، البته ما به ویل: کومه بلا رانه شي، تل به مې فکر ته راتلل چې په تیاره کې هرې خوا ته پیریان او ماردازمیان وي او موږ ماشومان خوري…له دې سره مې پلار ولیدم،راته قهرجن شو،_ ووونجلۍ دلته څه مرګ غواړې، ځه ورکیږه کورته لاړه شه چې نیکې د خدای بدې دي سبا به مرداره یې، کومه ډزه د په سر ونه لګیږي، بیا تا کومه خوا وځغلوم.ما چې هم د پلار قهر ولیده د دروازې خواته مې رامڼډه کړه، د پخلنځي له خوا د رڼا او چیغو غږونه راتلل، د تره لور مې په زوره زوره چیغې وهلې، ځای ځای وایي_ وۍ الله زړه مې وچاوده، خداااااایه کنه، الله خو د خاورو خمیره شوووم کنه، خدایه خووو! الله خو مرګ به د راکړی وه کنه، الله دا نو څه ژوند ده، ولې بدمرغه د خدای یم الله کنه بیا خپل زړه ته څپیړه ورکړي او چیغو ته لا زور ورکړي، چې مې همغې خوا ورمڼډه کړه، د تره لس کلن زوی مې د پخلنځي اورسۍ څنګ ته ولاړ وه، تشلې یی حسابولې،_ معوذه! شریفه ولې ژاړي؟ _ههههه خداسته زه څه خبر پخلنځي دروازه نه درلوده له بوجیو یې پرده ورته ګندلې وه، زه چې ورننوتم پرده مې ځان سره راوغورځوله، ټوولو راوکتل، ګورم شریفه په اوسپنیی پیپ ناسته ده چیغې وهي، خو لکه اوښکې یی چې تښتېدلې وي اوښکې یې نه تویېدلې یوازې یې زړه ته سوکان ورکول او بیا به په چیغو شوه د تره د ښځې مې په لاس کې شنه پلاستیکي کوزه وه، په مخ او زړه ورته اوبه ورشیندلې، بیا به یې پر ګډو وډو جړو ویښتانو ورته لاس واهه، خپلې اوښکې به یې پر پلو پاکې کړې،_ خیرده لورې دا به د نصیب وه، صبر وکړه_ مورې دا نصیب د په اوورر وسوځي، زه خو یې وسوځولم…چې د پښو درب درب شو معوذ غږ کړ چوپ چوپ چې مامورکاکا راغی، دوی به خپل پلار ته مامورکاکا ویلې، اوس به قیامت جوړ کړي. شریفې زر زر په خپل شوټ لاس اوښکې پاکې کړې خو سلګۍ یی لا وهلې. مامورکاکا چې د خپلې لور چیغې اورېدلې وې ورته راغی سر یی ټیټ نیولی وه، ورته یی کړه د الله رضا وه تقدیر به د وه نور خو ښه سړی دى، خیر چې یوه ښځه لري تا به هم ښه ساتي.بیا یی ښځې ته مخ کړ،_ ګلاااانې تا راباندې وکړل، که د لور ښه ساتلې وه، ماشومانو ته د غیږ کې نه وه ورکړې ته په خپلو بڼډارو و خنداګانو پسې نه وې ورکه شوې، نو ولې به ددې غریبې لاس ماتېده! ګلانې په پوزه نر مچ نه پریښوده. ژر یې پرې ورغړپ وهل او که تااااا بې غیرته په وخت ډاکټر ته بولې وه درملنه دې کړې وای نو ولې به یی د لاس هډوکی وچېده. اوس به مو ښه ځوان ته ورکړې وه، د بنې بنتون به یی ولې تېراوه. دې سره شریفې اوږد اسوېلۍ وایسته د سر کوږ ټیکری یی راسم کړ، له پخلنځي ووته!
فرزانه زیار


