اوفا شبکې د یوې رسنیزې خبرتیا په خپرولو سره ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۷ ولسمر په توگه مبارکي ویلې او دا یې د افغانانو لپاره د سیاست او اړیکو د نوي څپرکي د پرانیستل کېدلو بېساری فرصت گڼلی.
اوفا باور لري چې افغانستان د دښمنو گاونډیانو پاکستان او ایران د گټې اخیستنو او مداخلو له امله له ژورو او جدي ننگونو او ستونزو سره مخ شوی دی. دوی زیاتوي چې یادو رژیمونو په تاریخي توگه د خپلو پروگرامونو پر مخ وړلو لپاره دافغانتسان ثبات او حاکمیت له منځه وړی دی او ترهگري د خپلو بهرنيو سیاستونو د وسیلې په توگه کاروي.
همدارنگه اعلامیه کاږي چې پاکستان تل د متحده ایالاتو د دوه مخي شریک په څېر چلند کړی، له یوې خوا متحده ایالاتو ته چاپلوسي کوي او د امریکایاتو له مالیاتو څخه غني کېږي خو له بلې خوا یې رسمي رسنۍ د متحده ایالتو پر ضد تبلیغات کوي.
پر دې سربېره یادوونه شوې چې ایران او پاکستان له طالبانو سره مرسته کړې چې بېرته واک ته ورسېږي.
اعلامیه لیکي چې اوفا باور لري د متحده ایالاتو راتلونکی حکومت به د بشر د حقونو د سرغړونو، د لویدیځ پر وړاندې د پټو او متخاصمو سیاستونو او د نورو په حاکمیت کې د لاسوهنې له امله د پاکستان پر وړاندې غوڅ اقدامات وکړي.
د اعلامیې په پای کې د افغانانو تر مالکیت او مشرۍ لاندې د سولې پر پروسه ټينگه شوی او یادوونه شوې چې افغانان په ټوله کې له پوځي حللارو یا د امریکايي پوځیانو په لارښونه د بلې جگړې مخالف دي. د دې پر ځای باید داسې چاپېریال رامنځته شي چې افغان لوري په خپله وکولای شې راتلونکې لارنقشه وکاږي، په هېواد کې ثبات رامنځته او د یوه داسې پیاوړي او باعزته هېواد په توگه یې تاریخي نقش را ژوندی کړي چې په هغه کې د بشر حقونو او ډیموکراسۍ ته درناوی کېږي.