د هویت نیوز د ستراتېژیکو نظریاتو خونه
ارسطو وایي: شخصیت د انسان د انتخاب او اجتناب هنداره ده — څه چې غوره کوي، او له څه شي ځان لرې ساتي، هماغه دی.
د اعتبار یا کرېډېبلیټي (credibility) بحث، ژورې سیاسي ارواپوهنې ته اړه لري. د اگسټ د ۱۵مې له غمیزې وروسته، زموږ سیاست عملاً د مجازي شبکو (لکه اېکس، ټیکټاک، فېسبوک او ورته نورو) پر محور راتاو شوی. دلته طرفونه له یو بله فزیکي فاصله لري، لیدنه نه کېږي، نو ځکه ادراک ځای نیسي.
د سیاسي ارواپوهنې مخکښان وايي، هغه کسان چې د فکر، خبرو او عمل تر منځ منطق نه لري، چې هره ورځ یې نظر بدلېږي، دوی بېاعتباره او بېبرنامې دي. افغان ولس بیا دا ډول اشخاصو ته یو ساده خو ژور لقب لري: یاوهگویه!
د اعتبار تیوریکي اړخونه
په لنډ ډول، اعتبار (credibility) دا ده چې یو لوبغاړی څومره احتمال لري چې خپلې ژمنې عملي کړي.
د اعتبار درې بنسټیز عناصر دي
- ملي گټې
- نظامي توان یا وړتیا
- شهرت (چې عزم او ثقهتوب په کې شامل دي)
هغه اشخاص یا نظامونه چې بااعتباره گڼل کېږي، نه یوازې خپل ملي گټې پېژني، بلکې پوځي وړتیا لري، او د دوی شهرت یا سابقه داسې ده چې خلک پرې باور لري.
که څه هم اعتبار دواړه – ملکي او نظامي اړخونه لري، خو دلته موږ پر ملکي اړخ تمرکز کوو.
ملکي اړخونه
شهرت (عزم او ثقهتوب)
— عزم دا معنا لري چې ته د ملي او شخصي تاوانونو منلو ته تیار یې. شاته نه گرځې.
— ثقهتوب دا معنا لري چې ستا دریځونه ثابت وي، او ستا خبرې، فکرونه، او کړنې یو له بله سره منطقي تړاو ولري.
په پای کې، بېبرنامې او یاوهگویه اشخاصو ته خلک ارزښت نه ورکوي، نه یې گواښونه جدي گڼي، او نه ژمنې. د افغان په سیاسي ډیسکورس کې د اعتبار بحران او د یاوهگویۍ غمیزه له هر وخته ډېر محسوسېږي.
د دې بحران او غمېزې د ځپلو لپاره باید له ځان سره دا درې پوښتنې وکړو:
• زموږ فکر، خبره، او عمل همغږي لري؟
• زموږ دریځونه شفاف او ثابت دي؟
• او موږ د خپلو گټو پېژندنه او ساتنه کولی شو؟
ماخذونه
— جرویس، رابرټ. ادراک او غلطادراک په نړیوال سیاست کې: نوې نسخه. پرنستن، نیو جرسي: د پرنستن د پوهنتون خپرندویه ټولنه، ۲۰۱۷
— شیلینگ، توماس. د شخړې ستراتیژي. کمبریج، ماساچوسټس: د هارورډ پوهنتون خپرندویه ټولنه، ۱۹۶۰