پنجشنبه, اپریل 17, 2025
spot_img
کورد واخان پاڼېد هېوادونو په ستراتيژیک دود کې د جغرافیې رول

د هېوادونو په ستراتيژیک دود کې د جغرافیې رول

د واخان د پاڼو مهم اصول:

دغه پاڼې د ستراتيژیکو ارزونو د دودولو، فکرونو هڅولو،او بنسټیزه کولو په موخه چمتو کېږي. کېدای شي په راتلونکې کې  لوی هېواد  لپاره د ستراتيژیکو نظریاتو د ټولگې حیثیت ترلاسه کړي. دغه سند لاندې پنځه برخې لري:

 جنرال  د دوییمې نړیوالې جگړې په جریان کې، جنرال مارشال[ Marshal] او ایزنهاور[Eisenhower]  ولسمشر روزولت[Rosevelt]  او لومړي وزیر چرچل[Churchill] ته د ځمکې کره ور واستوله تر څو دواړه  مشران بر جغرافیوي محدویتو باندې خبر شي چې د دوی سرتېري ورسره مخ وو.

لومړۍ برخه د ولسونو پر لویو پرېکړو  باندې د جغرافیې اغیزې تر ارزونې  نیسي.  دوییمه برخه د جغرافیې او ستراتيژيک دود ترمنځ د مستقیمې اړیکې ځانگړې بېلگې وړاندې کوي. درېیمه برخه د افغانستان ستراتيژیکې جغرافیې اړوندډ فرصتونو او ننګونو ته ځانگړی شوی. وروستۍ برخه، د لوی هېواد د جغرافیوي تشکل او چاپېریال اړوند  پوښتنې وړاندې کوي.

  «یوازې هغه سیاستوال چې کولای شي خپل سیاسي او ستراتيژیک فکر د یوې کروي نړۍ او څو اړخیزې جګړې په چوکاټ کې مدغم کړي، خپل هېوادونه په لرې شخړو او جګړو کې له ښکېلېدو څخه ژغورلی شي.»

نیکولاس سپایکمن

لومړۍ برخه: پر لویو پرېکړو باندې د جغرافیې اغېزه او نفوذ

جغرافیه د هېوادونو په ستراتيژیک دود کې اړین ځای لري. پوځي او دفاعي ستراتيژۍ نه ګالل کېدونکي محدودیتونو سره مخامخوي.[1] جغرافیه د نړي په اړه د سیاستوالو او پوځي نخبو اند او انگېرنه په ژوره توگه اغیزمنوي.[2] ان د ولسونو پریکړې کله محدودوي او کله یې پاروي.[3] پر جغرافیه په جیوپولیتک ادبیاتو کې ډېر بحث شوی او ځینو لیکوالانو  ورته د ستراتيژۍ مور ویلي دي.[4]

دوییمه برخه: جغرافیه او ستراتيژيک دود

روسیه: له پېړیو را پدېخوا، د روسیې ستراتيژیک دود د  جنوبي کاسپین سمندر(Caspian Sea)،د  ازوف سمندر(Azov Sea) او له تور سمندر (Black Sea) څخه شکل اخلي. یاد سمندرونه روسیې ته د ستراتيژیکو لارو اهمیت لری، چې په بالکان (Balkan)، مدیترانې (Mediterranean) او منځني ختیځ(Middle East)  سیمو کې خپلو  اقتصادي او پوځي گټو (لکه گرمو اوبو) ته د رسېدو لپاره گټه ترې اخلي. د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو ورسته نه یوازې چې روسیې په یادو سیمو کې خپل نفوذ له لاسه ور کړ، بلکې سویلي پولې او سمندرونه یې د جیوپولیتکي سیالیو او رقابتونو پر ډګر بدلې شوې. دغه وضیعت د روسیې اندېښنې وپارولې  او د دغه هېواد وروستي پوځي خوځښتونه او پر یوکرین یرغل له همدې اندېښنو سره تړاو لري.[5] 

هند: د همالیا غرونه چې د هند په شمال کې موقیعت لري د دې هېواد لپاره د طبیعي دفاعي او امنیتي کمربند حیثیت لري. په همدې موخه یې  له نیپال او بوتان هېوادونو سره اړیکي غښتلي کړي دي.[6] هندیانو په ۱۹۷۱ کې د بنگلدیش له آزادۍ څخه  ملاتړ وکړ. د دغه ملاتړ  له لاملونو څخه یو یې هم پوځي و. هند نه غوښتل چې په خپل شرقي (بنگلدیش) او شمالي(کشمیر) گاونډ کې له پنجاب سره یو وخت  په دوو  جگرو کې گیر شي. سمدستي یې له  دغې ستراتژیکې موقع څخه په  گټې، بنگلدیش ملي واکمنۍ ته ورسوو او په دې توگه یې پنجاب له خپل گاونډ  څه وشړه.[7]

د امریکې متحده ایالتونه: په ختیځ کې د اتلانیتک (Atlantic Ocean) او او ارام یا پسفیک (Pacific Ocean) سمندرونه او په سویل او لویدیځ کې کمزوري گاوڼدیان د امریکې د ستراتيژیک دود اړینې برخې گڼل کېږی. یاد سمندرونه په طبیعی توگه د امریکې امنیت او خوندیتوب ډاډمنوي. دغه طبیعی ځانگړتیا د خپلو  پرمختگونو له لاملونو څخه گڼي.[8]

سویس: د آلپ د  غرونو سلسله پر لویه کچه د دغه هېواد پر ستراتيژیک دود او امنیتي سیاستونو اغېزه کړی.  دغه غرونه او ناهمواره جغرافیه سیوس ته  طبیعي دفاع وړاندې کوي او له یرغلونو یې ژغورلی دی. له همدغو غرنیو پولو څخه په استفادې، سویس په دواړو نړیوالو جگړو کې د بېطرفۍ سیاست خپل کړ. [9]

 درېیمه برخه: د افغانستان ستراتيژیکه جغرافیه

لوی هېواد مو د فرهنگونو د تېرېدو لاره یادېږي. غرونه،درې،  سیندونه ، او کانونه د افغانستان د جغرافیې  له ځانگړتیاو څخه بلل کېږي.  د واخان دهیلېز په گډون، د هندوکش، پا میر، کوه بابا، سیاه کوه،او پاتې نور غرنۍ جغرافیه د افغانستان  جیو پولیتیک حالت ته شکل ورکوي او د افغان په تاریخي مقاومت کې یې لوی رول لوبولی.

پر دغه  فوق العاده  جیوپولیتک حالت او تشکل سربېره، موږ  په وچه کې کلابند او  گاونډیانو ته احتیاج یوو.

وروستۍ برخه: بنسټيزې پوښتنې

 د لوی هېواد ستراتيژیک چاپېریال له ابهام  څخه ډک دی او حاکمه ډله افغانانو ته ځان مسؤل نه گڼي. همدغه ابهامي سیاق او سباق ته په پام لاندې پوښتنې د بحث د لا ودې لپاره در سره شریکوو:

۱) خپل کانونه او زېرمې څنگه خوندي کولای او ژغورلی شوو؟

۲)  ویل کېږي له جغرافیې څخه شناخت، د وطنپالنې لامل کېږي. موږ دغه اصل ته څنگه کار کولای شوو؟

۳) هېواد مو په وچه کې کلابند دی. دغه وضیعت څنگه بدلولی شوو؟

۴) غرونه، درې، او په ټوله کې دغه غرنۍ جغرافیه څنگه په خپل  سیاسي او ستراتيژیک فکر کولو کې ور گډولی شوو؟

References

Gray, S., Gray & Sloan Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategy. Frank Class Publisher, 1999.

Gray, Colin S. Fighting Talk: Forty Maxims on War, Peace, and Strategy. Potomac Books, 2009.

Kaplan, Robert D. The Revenge of Geography. New York: Random House, 2012.

Lewis, David. “Strategic Culture and Geography.” The Marshal Center& Security Insights. 1867-4119  No 36 (2019): information on the Marshall Center can be found at www.marshallcenter.org  

Mahnken, Thomas, G.  “United States Strategic Culture.” SAIC: November 2006

Michael, Haas.  Switzerland’s Defense and Security Policy: Challenges and Opportunities

Neville, Wylie.  Swiss Neutrality Examined. From the Cold War to the War on Terror.

Park, Jaehan. “Rethinking Geopolitics: Geography as an Aid to Statecraft.” Texas National Security Review, Vol 6, Iss 4(2003): http://dx.doi.org/10.26153/tsw/48843

Pande, Aparna.  From Chanaka to Modi: The Evolution of India’s Foreign Policy. Harper Collins Publishers Inida, 2020.

Rhodes Andrew. Thinking in Space: The Role of Geography in National Security
Decision Makin
g (2019).   http://dx.doi.org/10.26153/tsw/6664

Sloan, Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategic History. Rout Ledge, 2017.

Zaglul, Haider. “A Revisit to the Indian Role in the Bangladesh Liberation War.” Journal of Asian and African Studies, 44(2009): https://doi.org/10.1177/0021909609340062

دا د واخان د پاڼو له لړۍ څخه لومړۍ پاڼه یا کړی وه. د واخان پاڼې د اوفا شبکې د افغان مفکرینو د مرکز له خوا ترتیب او خپرېږي. د اوفا شبکه بېداره او روڼ اندي ځوان افغانان د پان افغانیزم ارمانونو د ترویجولو لپار سره ټولوي، چې دا عمل د مطلق افغانیت ستراتيژي په نوم یادېږي او د ملي حاکمیت د کړنو د  لارو چارو د بدلون او د یو پیاوړي مرکزي جمهوریت د راستنېدو لپاره به ترې ګټه اخلي.

په ټوله کې، اوفا پر لوی هېواد افغانستان باور لري.

وېب پاڼه: www.org4afg.org

برېښنالیک: info@org4afg.org

اېکس (X): www.x.com/org4afg

لیکوال:

فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښی غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.


[1] .اندرو روید، د ملي امنیت اړوند  پریکړو کې د جغرافیې نقش [Role of Geography in National Security Decision Making]

[2] .دویډ لیویس،” ستراتیژیک دود او جغرافیه،”[Strategic Culture and Geography]امنیتي  شننې،۱۸۶۷-۴۱۱۹ شمېره، ۳۶ (۲۰۱۹). جیحان پارک، “جیو پولیتیک ته بیا کتنه: جغرافیه [یعنې] د سیاست/ چل او هنر لپاره د یو حربې په توګه،” [Rethinking Geopolitics: Geography as an Aid to Statecraft]( د تکساس  د ملي امنیت اړوند ارزونو مرکرز (۲۰۲۳) ۸۰ – ۹۰

3. رابړت دي. کاپلین، د جغرافیې انتقام[ Revenge of Geography]  ( نیویارک: رنډم هوس، ۲۰۱۲)،۲۹-۳۶.

[4].ګرې او سلؤن. جیوپولتیکس: جغرافیه او ستراتيژي،[Geopolitics: Geography and Strategy] ۳-۴.

[5] . دویډ لیویس،” ستراتیژیک دود او جغرافیه،”[Strategic Culture and Geography] امنیتي  شننې،۱۸۶۷-۴۱۱۹ شمېره، ۳۶ (۲۰۱۹).

[6]. اپرنا، پانډې، د چینیاکا تر مودې: د هند د بهرني تګلارې تکامل.(هند: هارپر،۲۰۲۰)؛۳۹-۴۰.

[7] . ذاګول حیدر، “د بنګلدیش د آزادۍ په جګړې کې د هند نقش بیا کتنه،” [A Revisit to the Indian Role in the Bangladesh Liberation War]د آسیایي او افریقايي مطالعاتو څانګه،۴۴(۲۰۰۹)

[8] . ټامیس مهانکین، ” د امریکې ستراتيژیک دود،” ۲۰۰۶: ۱-۱۰

[9] .د سویس په هکله د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دلته مراجعه کړئ: مایکل هاس، د سویس دفاع او امنیتي‌ پالیسSwitzerland’s]

 Defense and Security Policy]: ننگونې او فرصتونه

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

1 تبصره

  1. دغه پاڼې باید د لوی هېواد لپاره د ستراتیژیکو نظریاتو د ټولګې حیثیت ترلاسه کړي. موږ به په دې لاره کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړو.
    /حقمل

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې