پنجشنبه, اپریل 17, 2025
spot_img
کورټولنه او اقتصادتراویح: د تهجد لمونځ، حقیقت او تاریخي مخینه

تراویح: د تهجد لمونځ، حقیقت او تاریخي مخینه

تراوېح په اصل کې د قیام‌اللیل یا تهجد لمونځ دی، چې د عامو مسلمانانو لپاره نفلي لمونځ گڼل کېږي.

پیغمبرصلی الله علیه واسلم د پنځو فرض ورځنيو لمونځونو تر څنگ، شپږم لمونځ — تهجد — د عبادت په توگه اداء کاوه، او دا یوازې پر هغه لپاره فرض و. د دې حکم ذکر په قرآن کریم کې په بني اسرائیل سورت (۱۷:۷۹) کې شوی، چې الله تعالی پیغمبر صلی الله علیه والسلم ته وايي: « وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ» (ژباړه: او د شپې په یوه برخه کې تهجد لمونځ کوه)، یعني د فرضي عبادت په توگه. ځینو صحابه کرامو دا عمل پیغمبر صلی الله علیه ولسلم ته په کتو او د هغه سره د مینې له امله پیل کړ.

صحابه کرامو له پیغمبر صلی الله علیه والسلم څخه پوښتنه وکړه چې آیا دوی کولای شي تهجد د ماخوستن له لمانځه سره یو ځای کړي تر څو اسانتیا رامنځته شي؟ او پیغمبر صلی الله علیه ولسلم ورسره موافقه وکړه. همدارنگه نورو صحابه‌وو، چې ټول قرآن‌کریم یې حفظ نه و له پیغمبر صلی الله علیه والسلم څخه پوښتنه وکړه چې آیا دوی کولای شي د رکعتونو شمېر زیات کړي تر څو خپل تلاوت اوږد کړي؟ پیغمبر صلی الله علیه والسم دا اجازه هم ورکړه، که څه هم تهجد په دودیز ډول د طاقو رکعتونو، لکه ۳، ۵، یا ۷ سره اداء کېږي.

تاریخي روایتونه وايي چې د امام مالک په وخت کې د شپې په لمونځونو کې د رکعتونو شمېر تر ۵۹ پورې رسېدلی و، خو تل په طاق شمېر کې، ځکه جفت شمېر (لکه ۴ یا ۸) د دې عبادت لپاره رواج نه و.

وتر د عربي کلیمې «طاق» څخه اخیستل شوی او په اصل کې د شپې د لمونځ پای گڼل کېږي، چې زیاتره د تهجد سره تړاو لري. خو د وخت په تېرېدو سره دا عمل په تراوېح بدل شو، په ځانگړي ډول د روژې په میاشت کې د ماخوستن له لمانځه وروسته.

«تراوېح» د «ترویحه» جمع ده، چې په عربي کې د «آرام» یا «راحت» معنا لري. خلکو دا نوم هغه وخت وکاراوه کله چې د رکعتونو شمېر اوږد شو او هر څلور رکعتونه وروسته به یې آرام کاوه. دې «آرام کولو» دې لمونځ ته خپل ځانگړی نوم «تراوېح» ورکړ.

تراوېح یو نفلي (رضاکاره) لمونځ دی، نه فرض، او نه هم له روژې سره کوم تړاو لري، نه هم د پیغمبر صلی الله علیه والسلم له خوا په اوسنۍ بڼه سنت دی.

 دا د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت په وخت کې په جوماتونو کې په جماعت سره رواج شو، چې دا یو د ستاینې وړ نوښت گڼل کېږي، نه د پیغمبر صلی الله علیه والسم مستقیم امر. نو تراوېح اختیاري دی — مسلمانان کولای شي دا په جماعت یا یوازې وکړي، د هر څومره رکعتونو سره، که طاق وي یا بل ډول، د خپلې خوښې سره سم. د دې لمونځ جوهر په رضاکاره عبادت او د روژې په شپو کې د قرآن‌کریم په تلاوت کې دی.

هارون رحیمي
+ posts

هارون رحیمي په کاناډا کې د اوفا شبکې مشر دی . ښاغلی رحیمي کلاسیک اسلامي لېټرېچر مطالعه کوي.

هارون رحیمي
هارون رحیمي

هارون رحیمي په کاناډا کې د اوفا شبکې مشر دی . ښاغلی رحیمي کلاسیک اسلامي لېټرېچر مطالعه کوي.

اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې