کور خبر و تحلیل افغانستان/لوی هېواد د پېښور بازارونه چوپ، تاریخ هېر، او شعارونه بې‌روحه دي

د پېښور بازارونه چوپ، تاریخ هېر، او شعارونه بې‌روحه دي

په وروستیو کې د پېښور ولایت یو شمېر اوسېدونکو، چې په خپله هم د افغانیت د تاریخي رگ او رېښې برخه دي، د پنجاب دا غوښتنه بدرگه کوي چې افغان کډوال دې خپل وطن ته ستانه شي. که دا خبره یوازې له سطحي زاویې وکتل شي، ښايي د هیجیومنیک پنجاب د قانون او حاکمیت په چوکاټ کې توجیه ومومي، خو که د تمدني، تاریخي او اقتصادي شالید له مخې پرې فکر وشي، نو دا غږ د کرښې هاخوا د خلکو د تمدني زوال نښه ده.

وروسته له هغې چې د افغان کډوالو ایستل پیل شول، د پېښور، چارسدې، صدر، منډیو او ان د پنجاب په بازارونو کې ژوند درېدلی دی. د حیات‌آباد کورونه تش دي، کاروبارونه له رونقه لوېدلي، او دا ټول د دې ثبوت دی چې د سیمې اقتصاد د افغانانو پر نغدي حوالو، مرستو او هڅو ولاړ و. افغان کډوال نه یوازې مزدوران وو، بلکې سوداگر، د فکري او فرهنگي تبادلو لېږدونکي هم وو.

خو دا موضوع یوازې اقتصاد نه دی  ا یو تاریخي بحث دی. پېښور د افغانانو هغه ولایت ده چې ورڅخه یې د پنجاب پر لور لښکر کشي کوله. له همدې ځایه به زموږ سرتېري د راوي، چناب او لاهور پر لور سوق کېدل. دا هماغه سیمه ده چې زموږ وینې په کې تویې شوي، خو نن زموږ د نوم او کارنامې یادوونه نه کېږي.

هغه پنجاب چې نن ځان د سیمې سیاسي زعیم بولي، پخوا د افغان امپراتورانو تر قدمونو لاندې و. دوی زموږ بنجاره‌گان، درزیان خدمتگاران او بار وړونکي وو. نن هم، که هر څه وکړي، زموږ قاره‌ییز تمدن، زموږ کلاسیک عزت او زموږ تاریخي شتمني نه شي تصاحب کولی. ځکه سندیان او بلوڅان افغانان خپل وروڼه گڼي، نه پنجابیان.

تر ټولو دردناک ټکی دا دی چې د کرښې هاخوا یو شمېر پښتانه مشران، چې د «لر او بر یو افغان» شعار یې په خوله وو، د همدې شعار تر نامه لاندې یې له موږ څخه ملیونونه ډالر تر لاسه کړل، خو د افغانیت د ودې لپاره یې هېڅ ونه کړل. دا شعار، چې یو وخت د قربانۍ او وحدت د یاد او لمانځنې لپاره و، اوس د بازار سوداگریزه مفکوره گرځېدلې.

عادي خلک پوهېږي چې دا پیسې یا خو شخصي جېبونو ته تللې دي، یا د پاکستاني ریاست د تگلارو د پلي کولو لپاره لگول شوې دي. دا د اعتماد لویه فاجعه ده، چې د عامو خلکو په غبرگونونو کې اوس بربنډه شوې ده.

پایله:

پوښتنه دا نه ده چې موږ څه غواړو، بلکې دا ده چې دوی څوک دي؟ آیا دا غلط‌ لوري ته تللي خلک به یو ځل بیا د خپل تاریخي برم، ملي عظمت او فرهنگي وحدت پر لور راگرځي؟ که به د پنجاب د ستراتیژیکو موخو لپاره خپل استعدادونه او تاریخ خرڅوي؟

وخت به قضاوت کوي، خو یو شی باید هېر نه شي: دوی اوس هم ستر فرصت په لاس کې لري – د خپل تاریخ پاڼې په خپله ولیکي، نه دا چې راتلونکي نسلونه د پنجاب لیکل شوی تاریخ ولولي.

د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونه
+ posts

د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونه، د هویت نیوز د ستراتيژیکو ارزونو او تحلیلونو څانگه ده. یاده خونه د لوی هېواد پر موضوعاتو ستراتيژیک نظریات او تحلیلونه خپروي.

تبصره نشته

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ