پنجشنبه, اپریل 17, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادمیرویس خان نیکه - د خپلواکۍ مشعل او د افغان غرور اتل

میرویس خان نیکه – د خپلواکۍ مشعل او د افغان غرور اتل

نن د افغان تاریخ یوه له هغو ورځو ده چې د ویاړ، قربانۍ، غیرت او خپلواکۍ نغمه پرې غږېږي. نن د ستر افغان مشر، سیاسي نابغه او ملي اتل میرویس خان هوتک د تاریخي پاڅون ۳۱۶مه کلیزه ده. دا هغه ورځ ده چې په ۱۷۰۹م کال کې د کندهار له زړه څخه د صفوي پارس امپراتورۍ پر ضد د خپلواکۍ اور ولگید، او د یوه نوي، آزاد او افغان دولت بنسټ کښېښودل شو.

میرویس خان هوتک – لنډه بیوگرافي

میرویس خان د ښالم خان هوتک زوی د کندهار د ستر قوم، هوتک شاخ، له یوې اغېزناکې او ملي کورنۍ څخه و. هغه شاوخوا ۱۶۷۳م کال کې په کندهار کې وزېږېد، او د خپل پلار له خوا د ښار د مخکښو مشرانو له ډلې شمېرل کېده.
په یوه داسې زمانه کې چې کندهار د صفوي ایران تر ولکې لاندې و، میرویس خان د خلکو د استازي په توگه د صفويانو له والي، گرگين، سره تعامل درلود. خو ډېر ژر یې درک کړه چې دا تعامل د افغانانو په گټه نه دی، بلکې د هغوی د غلامۍ یوه بڼه ده.
له سیاسي درایت او لید سره، میرویس خان د حج په پلمه مکې ته ولاړ، هلته یې د عثماني خلافت له مفتیانو او دیني عالمانو سره وکتل، او د صفوي دولت پر ضد د جهاد فتوا یې تر لاسه کړه. دا یو هوښیار او تاریخي اقدام و، چې هغه ته یې شرعي او سیاسي جواز ورکړ.
بېرته چې کندهار ته راستون شو، نو د ۱۷۰۹م کال د اپریل په ۵مه نېټه یې د صفوي واکمن گرگین پر ضد ولسي پاڅون وکړ، او په بریالیتوب سره یې کندهار آزاد کړ. په همدې توگه یې د خپلواک افغان دولت بنسټ کېښود.
میرویس خان نه یوازې یو زړور جنگي مشر و، بلکې یو بصیرت لرونکی سیاسي رهبر، د خلکو غمخور، او یو ملي بیدارگر شخصیت و. د افغانانو تر منځ یې یووالی، خپلواک فکر او د دولت جوړونې روحیه راویښه کړه.
هغه په ۱۷۱۵م کال کې وفات شو، خو نوم، فکر او انقلاب یې تلپاتې شو. له نیکه وروسته د هغه زوی شاه محمود هوتک صفوي پلازمېنه اصفهان ونیوله او افغانان یې د فارس تر تخت ورسول.

د یو ملت بیداري – د صفوي ظلم پر وړاندې پاڅون

میرویس خان هغه وخت راپاڅېد چې د صفوي ایران وحشي ظلمونه د افغانانو پر برخلیک تور سیوری غوړولی و. د شیعه صفوي دولت له خوا د اهل‌سنت افغانانو مذهبي، کلتوري او ملي ارزښتونه تر برید لاندې وو. ولس د ذلت، بې‌عدالتۍ او محرومیت ژوند تېراوه، خو دا هر څه هغه مهال بدل شول چې یو زړور، بافکره او له ملي احساسه ډک سړی میدان ته راووت – میرویس خان هوتک.

سیاسي بصیرت او تاریخي پاڅون

میرویس خان یو ساده جنگي مشر نه و، بلکې یو ستر سیاسي مدبر و. کله چې صفوي دربار ته د هرات د والي له لوري دسیسې جوړې شوې، میرویس خان د حج په پلمه مکې ته ولاړ او هلته یې د حجاز له دیني عالمانو او د عثماني خلافت له استازو سره لیدنې وکړې. له دوی نه یې د صفويانو پر ضد د جهاد فتوا واخیسته.
بیا چې کندهار ته راستانه شو، نو د خلکو په ملاتړ سره یې د اپریل پر پنځمه نېټه، ۱۷۰۹م، د ظالم گرگین واک ته د پای ټکی کېښود. په همدې ورځ یې خپلواک دولت اعلان کړ، او د هوتکي دولت بنسټ یې کښېښود.

د افغان دولت بنسټ اېښودونکی

میرویس خان د افغانانو د خپلواکۍ لومړنی بنسټ ایښودونکی و. هغه د یو داسې دولت اساس کېښود چې د افغان ولس په وینه، ملي شعور او یووالي ولاړ و. د هغه له مړینې وروسته، د هغه زوی محمود خان هوتک د صفوي امپراتورۍ پلازمېنه اصفهان فتح کړه، او حتا په ایران کې یې د افغان واکمنۍ پر بنسټ یو نوی باب پرانست.

میراث او پیغام

میرویس خان یوازې د یو وخت اتل نه و، بلکې د تلپاتې فکر خاوند و. هغه موږ ته دا را وښوده چې:
– خپلواکۍ یوازې یو شعار نه، بلکې یو مکلفیت دی؛
– یووالی، باور، قرباني او ملي غیرت د هرې بریا بنسټ دی؛
– که ملت ویښ شي، هېڅ امپراتوري یې غلام نه شي ساتلی.

نن هم کندهار د تاریخ په څپه ولاړ دی

لکه چې میرویس نیکه له کندهاره راپاڅېد، همداسې نن هم د ازادۍ د مشعل مسوولیت د لوی کندهار ولس ته متوجه دی چې لکه حاجی میرویس خان نیکه د آزادی او قرباني مشعل بردار شي او یو ځل بیا دا خاوره له اوسني گرگین، ملا هیبت الله، او د پنجاپي واکمنۍ له سیوري خلاصه کړي.

پایله

د معاصر افغانستان د لنډ تاریخ په حواله — میرویس خان نیکه د خلکو ترمنځ د سعه‌ الاخلاق، فصاحت ‌اللسان، لین ‌الجانب او تمکن ‌القلوب شخص په توگه شهرت درلود.
نوموړی نه یوازې زموږ د تاریخ ویاړ دی، بلکې د راتلونکي لپاره د ده سترې ځانگړتیاوې موږ ته څراغ، یو لارښود، او یو الهام دي.
د هغه د قربانۍ، عزم، او فکر روح دې تل ژوندي وي.
د خپلواکۍ هغه اور چې هغه بل کړی و، مه پرېږدئ چې مړ شي.
د هغه ارمان، د هغه لاره، د هغه فکر ته ادامه ورکړئ.
دا خاوره، دا ملت، او دا هویت ستاسو د قربانۍ انتظار لري.

محمد خالد وردگ
Website |  + posts

محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.

 

محمد خالد وردگ
محمد خالد وردگhttps://hoyat.news/
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.  
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې