سه شنبه, جولای 15, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادد ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د ناڅاپي مړینې په اړه د هویت‌نیوز...

د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د ناڅاپي مړینې په اړه د هویت‌نیوز د خواشینۍ پیغام

په خواشینۍ سره خبر شو چې افغان ولسي شاعر مطیع‌الله تراب تېره ورځ د زړه د حملې له امله له دې نړۍ وکوچید. انالله و انا الیه راجعون. د هغه د مړینې په اړه افغان ملت او په ځانگړې توگه د تراب کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وایو او کورنۍ ته یې صبر، استقامت او اجر غواړو. د هغه مړینه ستره ضایع ده، په ځانگړې توگه د هغه تشه به په افغان ولسي ادب کې تر ډېره محسوسه وي.

تراب د ننگرهار په یوه کوچني او بې‌وزله کلي کې لوی شوی و او وروسته د جگړو له امله د لوی هېواد پښتونخوا ته کډوال شو او د طالبانو له پرځېدلو وروسته بېرته راستون شو. هغه په خوست کې اوسېده او د موټرو په مستري خونه کې یې آهنگري/فلزکاري کوله.

تراب لوړې زده‌کړې نه وې کړې او ولسي شاعري یې کوله او د افغانانو تر منځ یې ډېر پلویان لرل. هغه پر طالبانو او پخواني افغان حکومت، چارواکو او زورواکو تندې نیوکې هم کولې. په ۲۰۱۳ کال کې یې نیوریاک‌ټایمز ته په یوه مرکه کې ویلي و چې د لومړي کتاب له خپرولو وروسته طالبانو سخت وهلی او ډبولی و.

تراب څو میاشتې مخکې، په ننگرهار کې په نارنج‌گل مشاعره کې پر طالبانو او د نجونو پر زده‌کړو د دوی پر بندیز د شعر په ژبه سختې نیوکې وکړې. له دې وروسته هبت‌الله په هېواد کې پر مشاعرو بندیز ولگاوه.

پر ټولنیزو رسنیو داسې اوازې هم خپروې شوي دي چې تراب د طالبانو له خوا په کور کې نظر بند و، او د مړینې په اړه یې شکونه څرگند کړي.

د اوفا شبکه – د هویت نیوز اداره

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې