لیکنه: د هویت نیوز د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
د پنجاب په یوه گڼ مېشت ښار کې، د ورځې په رڼا کې، له کور څخه وتلي یو زمری پر یوه ښځه او دوو ماشومانو حمله وکړه. دغه پېښه چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، نړۍ ته یوازې د یو ځناور نه، بلکې د یوه قوم د اخلاقو، قانون، او فرهنگي خویو یو خونړی انځور هم وروښود.
په پاکستان، په ځانگړې توگه پنجاب کې، د زمریو او پړانگانو په څېر د نایابو داړونکو حیواناتو شخصي ساتنه له پخوا راهیسې د واک او شتمنتۍ ننداره بلل کېږي. دا هغه دود دی چې شتمن کسان غواړي ځان له عوامو جلا او لوړ وښيي، خو پایله یې اکثره د وینې، وحشت، او بېقانونۍ په بڼه راڅرگندېږي.
په ظاهري توگه، دا عمل د «شوق» یا «تشخص» ښکارندويي کوي، خو دا شوق د یو متمدن ملت له ارزښتونو سره همغږي نه لري. دا ډول پېښې، چې تل د چارواکو له جدي غبرگون پرته پای ته رسېږي، ښيي چې څنگه شتمني کولای شي قانون وشرموي، او د انسانانو ژوند تر پښو لاندې کړي.
تمدن که وحشت
د نړۍ په پرمختللو ټولنو کې، داړونکي حیوانات د چاپېریال ساتنې برخه گڼل کېږي، نه د شخصي ملکیت یا تشخص ننداره. دا چې یو قوم په ۲۱مه پېړۍ کې لا هم په بند کې د داړونکو حیواناتو ساتنه د شتمنۍ سمبول بولي، دا یوازې فرهنگي وروستهوالی نه، بلکې د انساني ارزښتونو سپکاوی هم دی.
د حیواناتو د حقوقو نړۍوال سازمانونه، او د بشري حقونو مدافعین، دا ډول دودونه د مغارهيي [غار مېشتو] او غیر تمدني ټولنو نښې بولي. حقیقت دا دی چې یو قوم یا ملت هغه وخت متمدن شي، چې د ځان، نورو انسانانو، او حیواناتو ژوند او عزت ته ارزښت ورکړي — نه دا چې د زمري غږ د قدرت ننداره وگڼي.
ملتونه د قانون، اخلاقو او عدالت له مخې وده کوي
داسې ښکاري چې په پاکستان کې، شتمني لا هم له قانون پورته ده. زمری د یو عادي انسان لپاره خطرناک دی، خو د یو نامسوول شتمن لپاره د تفریح وسیله. دا یوه خلا ده: د قانون کمزوري، د اخلاقو زوال، او د ټولنیز شعور نشتوالی.
پایله یې همدا ده: ماشومان ټپیان، مور ژوبله، زمری وېره خپروي، خو خاوند یې خوندي.
پایله
دا پېښه یوازې د یوې کورنۍ بدمرغي نه ده. دا یو ټولنیز انځور دی — د یوه قوم چې لا هم د قدرت، شتمنۍ، او وحشت تر منځ توپیر نه شي کولای.
پوښتنه دا ده: دا د شتمنتیا نښه ده، که د وحشت لاره؟
دا تمدن دی، که یو ښايسته نقاب چې ترې لاندې قانون، رحم، او شعور وژل کېږي؟