د واخان د پاڼو اصول
دغه پاڼې د ستراتيژیکو ارزونو د دودولو، فکرونو هڅولو، او بنسټیزه کولو په موخه چمتو کېږي. کېدای شي په راتلونکې کې لوی هېواد لپاره د ستراتيژیکو نظریاتو د ټولگې حیثیت ترلاسه کړي. دغه لیکنه لاندې درې برخې لري:
لومړۍ برخه د افغانستان پر ستراتيژیکو اړتیاوو، د ډېورنډ پر کرغېړنه کرښه او د افغانانو پر سرښندنو، هیلو او ارمانونو بحث کوي. دوییمه برخه د شهید ګیلهمن شهادت په لوی انځور کې ترسیموي. درېیمه برخه د راتلونکې جرگې د بریالیتوب لپاره کیلۍ په نښه کوي.
٭ یادښت: د دې گڼې پيډياېف بڼه دلته لوستلی او ښکته کولای شئ.
د افغانستان ستراتيژیکې اړتیاوې، د ډېورنډ کرغېړنه کرښه او د افغانانو سرښندنې، هیلې او ارمانونه
د ۲۱مې پېړۍ له جیوپولیتیک پرمختګونو سره په بشپړه همغږۍ او سمون، د افغانستان کلاسیک شتون او د دودیزو ارزښتونو بیا را ژوندي کول، ساتل او لوړول، د پیاوړي مرکزي جمهوریت په گډون، زموږ د هېواد له سترو اړتیاوو څه دي.
د دې اړتیاوو د پوره کېدلو په صورت کې، افغان ولس رقابتي برلاسی (لکه ستراتیژیک دریځ/ د پرېکړو ځواک، اړوند پاتې کېدل، او وړ اعتبار) ترلاسه کوي.
په دې لاره کې د ډېورنډ استعماري، استثماري او تپل شوې کرښه (چې د افغانانو پر زړه کښل شوې)، یو له سترو خنډونو څخه دی.
افغانانو د بیا سیال کېدلو لپاره، په ځانګړې توګه — د خپلې خاورې د یو ځای کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.له شک پرته، په دې لاره کې یې د وینې، پانګې او وخت نه هېرېدونکې، نه جبرانېدونکي او … قربانۍ ګاللي او زغملي دي.
دغه هیلې او ارمانونه لاهم تاند، تازه او زلمي دي!
د ګیلهمن شهادت په لوی انځور کې

د پان افغان ځلاند شاعر او فکري رهبر ګیلهمن مهندسي شوی شهادت د پنجابي آی اِس آی کار و.
د نوموړي شهادت د افغانانو په ستراتیژیک تاریخ کې لویه پېښه یادېږي، ځکه د افغانانو لوري او خوځښت مومینټیم وموند. د افغانانو د خپلواکۍ درېرنگ بېرغ د نوموړي پر مزار هسک او رپاند شو.
بله دا چې، د ده له ویر څخه را ولاړ شوي او رواه احساسات ښه مدیریت او مثبت لوري ته سوق شول.
په کار ده چې د منظور پښتین له دغه تدبیر، تدبر او زغم څخه ښه یادونه وشي.
کارل وان کلازوېڅ — چې د نظامي ستراتېژۍ د مکتب وتلی متفکر دی، وایي چې پوځي نابغه تېز لید لري. په پېچلو او ناڅرګندو حالاتو کې هغه خطرونه او فرصتونه په چټکۍ سره ویني چې نور ېې له پامه غورځوي، او په اړه یې غوڅې پرېکړې کوي!
د منظور پښتین وروستۍ پرېکنده او زړوې پرېکړې د دې نابغهتوب عملي بېلګې دي. نو ځکه، راتلونکې جرګه باید بریالۍ شي!
د بریا کیلۍ
موږ ځپي. دوی د افغانانو خپلمنځي باور له منځه وړي، د ټولنې د طبقو تر منځ واټن رامنځته کوي، او د افغانستان د سیاسي مشرتابه په ذهنونو کې شک او بدګمانۍ رامنځته کوي. په نړۍ کې د افغانانو د محبوبیت د کمزوري کولو، او له نړیوالو دوستانو او متحدینو سره د افغانانو د اړیکو د خرابولو لپاره د دوی ډیپلوماتیک اجنټان یې په تړلو او پرانېستو بحثونو او ګردي میزونو کې تل په ښکاره له ناسمو حقوقي معلوماتو، روایت شوو روایتونو او ژورو بې اساسو داستانونو کار اخیستی دی. پایلې یې پر افغانانو باندې تل وړیا بریاوې دي.
یووالي د ملی ارادې برخه ده. د افغانانو انتخاب ډېر روښانه دی. د جرگې د بریالیتوب لپاره دوی باید یو بل ته لاس ورکړي، یو پارچگي او یووالي او فکري ډیسېپلین دې وساتي. ځکه دا د دودیزو او کلاسیکو ولسونو د ملي ارادي ښکاروندويي کوي، او همدا د بریا کیلي ده.
دا د واخان د پاڼو له لړۍ څخه دوییمه پاڼه یا کړی وه. د واخان پاڼې د اوفا شبکې د افغان مفکرینو د مرکز له خوا ترتیب او خپرېږي. د اوفا شبکه بېداره او روڼ اندي ځوان افغانان د پان افغانیزم ارمانونو د ترویجولو لپار سره ټولوي، چې دا عمل د مطلق افغانیت ستراتيژي په نوم یادېږي او د ملي حاکمیت د کړنو د لارو چارو د بدلون او د یو پیاوړي مرکزي جمهوریت د راستنېدو لپاره به ترې ګټه اخلي.
په ټوله کې، اوفا پر لوی هېواد افغانستان باور لري.
وېب پاڼه: www.org4afg.org
برېښنالیک: info@org4afg.org
اېکس (X): www.x.com/org4afg
لیکوال:
فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښی غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.