د مسعود زوی او د نظار شورا پاتې شونو د بهرنیویانو په مرسته او مالي ملاتړ روانې فبروري میاشت پر ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په ویانا کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه. زیاتره افغانان پر دې باور دي چې دا او دې ته ورته نور اقدامات، چې د پردېو له خوا تمویل کېږي، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نه؛ د قطاع الطریقانو د بیا واک ته د رسېدو لپاره ترسره کېږي. یعنې، افغانانو ته داسې ناستې بینالافغاني نه دي.
د ویانا د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، نن د پنجشنبې په ورځ د پرځېدلي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر اتمر پر خپل اېکس له دې غونډې ملاتړ وکړ او دا یې بریالۍ هڅه وبلله. په داسې حال کې چې دغه پروسه د احمد مسعود او د هغه د مقاومت د کوچنۍ جبهې لپاره کار کوي. د اتمر له لیکنې په ورایه ښکاري چې دی هم غواړي په راتلونکي کې د همدې بهیر برخه وي. هغه اتمر چې یو وخت یې د افغانستان د مشرۍ ادعا کوله، نن د احمد مسعود لمن نیولې.
بېخاصیته او بېتعهده سیاستوال چې د خپل سیاست پای ویني
اتمر د خپل لیکنې په وروستۍ برخه کې په تکرار د خپل او خپلو ملگرو د تعهد او ژمنې خبره کړې. خو د اتمر سیاسي ژوند ته په کتلو سره، په اسانۍ سره ویلو شو چې اتمر هېڅکله تعهد او ژمنه نه لري. هغه یو بېخاصیته او بېاصولو شخص دی. نوموړۍ سره له دې چې د خاد د ځانگړو عملیاتو په بېلابېلو څانگو کې یې لوړې دندې ترسره کړي، خو د شهید ډاکتر نجیبالله د حکومت په پرځېدلو سره انگلستان ته ځي او له لویدیځو انجیوگانو سره کار کوي. د انتقالي دورې په راتگ سره، بیا حکومت ته راځي. سره له دې چې شاوخوا لسیزه د وزیر په توگه کار کوي، خو له حکومت څخه له وتلو سره سم د کرزي او د هغه د حکومت پر مخالف بدلېږي.
اتمر د ولسمشر غني سره یو ځای کېږي او د هغه باور تر لاسه کوي، تر دې چې په تر ټولو مهمه دنده گومارل کېږي. خو هغه غني ته هم ژمن نه و او د هغه تر زنه لاندې یې خپله سیوری حکومت جوړ کړی و.
په وروستیو ټاکنو کې له قطاعالطریقانو عطا نور، یونس قانوني او محقق سره یو ځای ټاکنیز ټیم جوړوي. خو د داخلي اختلافاتو له امله یې ټیم پاشل کېږي او بیا پخوانۍ دروازې (ولسمشر غني) ته ورگرځي او د کابل د پرځېدلو تر ورځې پورې د بهرنیو چارو وزیر ټاکل کېږي.
ستراتيژیک سبوتاژ
اتمر په لیکنه کې پر یووالي ټینگار کوي په داسې حال کې چې خپله هر وخت د نفاق عامل دی. هغه پر تعهد نه لرلو سربېره، تل ستراتيژیک سبوتاژ کړی. گڼې بېلگې یې شته دي. نومړي د کورنیو چارو د وزیر په توگه د مشورتي لویې جرگې د امنیت په تامین کې پاتې راځي او پر جرگه له برید وروسته، کرزی د هغه پر تعهد او کفایت شک کوي او له دندې یې باسی.
پر هغه تور دی چې د خپلو کارونو د ستایلو او پر ټولنیزو رسنیو د ځانگړو موضوعاتو د خپرولو او د د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره یې فېسبوک چلوونکي گومارلي وو چې د ملي امنیت د شورا او په ټوله کې د حکومت حیثیت یې زیانمن کړ.
په داسې حال کې چې د غزني ولایت د طالبانو له خوا نیول شو، ولسمشر په بېخبرۍ کې ساتل شو. همدارنگه د هغه د دندې پر مهال کندز هم سقوط شوی و. د غزني له سقوط وروسته، د نومړي اعتبار یو ځل بیا سر خوري او له ارگ څخه کور ته ځی.
اتمر او ټیم یې بیا دسیسه کوي او په حکومت کې د مېرمنو د جنسي ځورنې موضوع په نړۍواله کچه رسنیزي کوي. وروسته لویې څارنوالۍ وموندله چې دا تورونه تر ډېره ناسم و او د اتمر د ټیم مهم غړی او د دې دسیې یو له اساسي برخهوالو څخه، جنرال حبیب احمدزی، پر خپلو خبرو پښېماني ښيي او بښنه غواړي.
وروسته له دې چې په ټاکنو کې یې ټیم له وخت مخکې پاشل کېږی، اتمر بیا د ولسمشر غني د کابینې برخه گرځي. هغه ښايي د هېواد په تاریخ کې د بهرنیو چارو له ناکامو وزیرانو څخه یو وی. هغه د هېواد د ډیپلوماسۍ د برخې د مسوول په توگه د هېواد لپاره د یوې فعالۍ ډيپلوماسۍ په لرلو کې، چې په هېواد کې یې سوله او ثابت ډاډمن کړی وی، د حکومت د سقوط مخه یې نیولی وی، او د سولې په راوستلو کې یې مهم نقش لرلی وی، په بشپړه توگه پاتې راځي. برعکس د بهرنیو چارو وزارت او په بهر کې ډيپلوماتیکې استازولۍ یې له غیر مسلکي کسانو، د قطاع ابطریقانو د کورنیو له غړو او مافیي کړیو څخه ډکې کړې وې چې د خپل کار پر ځای پر مفیايي کارونو، قاچاق، فساد او ان د دولت ضد چارو کې ښکېل و.
د سیاسي ژوند پای
د اتمر سیاسي ژوند پای ته رسېدلی. د نورو پخوانیو فاسدو چارواکو او قطاعالطریقانو پر څېر خپل تت راتلونکی ویني. له همدې امله د خپلې سیاسي بقا او په راتلونکې کې د دندې د موندلو لپاره هر بوټي او ځگ ته لاس اچوي. کله ناکله وايي چې نور باید جگړه و نه شي او کله ناکله بیا د نظار شورا په څېر جنگي ډلو غېږې ته پناه وروړي. ان دومره بېچاره شوی چې غواړي د احمد مسعود تر سیوري لاندې وي.
#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم