لیکوال: خالد وردگ
سریزه
دغه لنډه لیکنه په پیل کې د «ډوکتورین» تعریف، د دوکتورینو ځینې بیلگې او پر افغانستان یې اغیزې وړاندې کوي. د لیکنې دوییمه برخه د شهید ډاکتر نجیبالله هغو پرېنسپ شوو تگلارو، دریځونو او فلسفو تمرکزکوي چې کېدای شي د ډوکتورین په بڼه تدوین (codify) کېدای شي، او د هغوی مهم عناصر، اغېزې او ارزښت ارزوي. په پایله کې د لیکنې اصلي پیغام وړاندې شوې.
د یوه ولسمشر یا سیاستمدار ډوکتورین څه ته وايي؟
د یوه ولسمشر یا سیاستمدار ډوکتورین د هغه فکري، سیاسي، اقتصادي، او نظامي تگلارو ته ویل کېږي، چې د هیواد د داخلي او خارجي سیاست لپاره یې جوړوي. ډوکتورین د یو مشر اساسي اصول او مفکورې څرگندوي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پالي او د تصمیم نیولو بنسټ یې گرځوي. دا ډول ډوکتورین د نسلي روزنې لپاره ارزښتناک دي.
د ډوکتورین بېلگې
په دې برخه کې د متحده ایالاتو د دوو ولسمشرانو د ډوکتورینو بېلگې وړاندې شوی چې له افغانستان سره تړاو لري او پر افغانستان یې اغېزې لرلي دي.
د مونرو ډوکتورین (Monroe Doctrine – 1823)
د جیمز مونرو ډوکتورین په لاتینه امریکا کې د اروپايي هېوادونو د مداخلې نه زغمل او له دې هېوادونو څخه د اروپايي هېوادونو لاسونه لنډول وو. د مونرو ډوکتورین د متحده ایالاتو اغېزناک او مهم ډوکتورین گڼل کېږي.
اغېزې:
– دا سیاست د امریکا د بهرني سیاست بنسټ وگرځېد، او د «امریکا د امریکایانو لپاره» شعار یې رامنځته کړ.
– امریکا د خپل نفوذ ساحه پراخه کړه او د لاتینې امریکا په هیوادونو کې یې د اروپايي استعمار د خطر مخه ونیوله.
– وروسته، دا ډوکتورین د امریکا د «امپریالیزم» د پراختیا وسیله وگرځېده، ځکه متحده ایالاتو د لاتینې امریکا پر هیوادونو خپل نفوذ زیات کړ.
د رېگن ډوکتورین (Reagan Doctrine – 1985)
تعریف: د امریکا د ولسمشر رونالډ رېگن ډوکتورین د شوروي اتحاد او کمونیزم د کمزوري کولو لپاره جوړ شوی وو، چې له مخې یې د سړې جگړې پر مهال د کمونیستي نظامونو پر وړاندې د یاغي او سرکښو ډلو ملاتړ یې توجیه کاوه.
اغېزې:
– دا سیاست د شوروي اتحاد او په ټوله کې کمونیزم د ناکامۍ او سقوط یو مهم لامل و.
– د افغانستان مجاهدین، نیکاراگوا کانترا یاغیان، او د کمونیستي رژیمونو ضد ډلې یې تمویل کړې.
– نړۍ د امریکا په مشرۍ د نوي نړېوال نظم (New Word Order) پر لور روانه شوه.
د ډاکټر نجیب الله تگلارې، دریځونه او فلسفې
په دې برخه کې د ولسمشر ډاکتر نجیب الله ځینو پرنسېپ شوو تگلارو، دریځونو او فلسفو ته کتنه کېږي، چې د هغه د ډوکتورینو د تدوین اساس کېدای شي.
ملی مصالحه (۱۹۸۶) National Reconcilliation
د ډاکتر نجیب الله د ملی مصالحې فلسفه د افغانستان د اوږدمهاله جگړې پای، د ملي یووالي ټینګښت، او د نورو هیوادونو او استخباراتي شبکو نفوذ کمول وو. دا ستراتیژیکه هڅه د ولسمشر نجیب الله د خپلواکې دفاع او د پاکستان او افغانستان د فدراسیون کېدلو د توطیې له ناکامولو سره یو ځای وه، چې له امله یې نوموړي د ملتپالو افغانانو په زړه کې ځای پیدا کړ. د ملي مصالحې ځینې نور اړخونه په لاندې ډول دی:
د ملي یووالي ټینگښت. د افغانستان د ټولو قومونو، ژبو، او مذهبونو لپاره یو واحد سیاسي چوکاټ رامنځته کول.
د قومي تعصب کمول، د یوه سوچه “افغاني روایت” رامنځته کول او په ټوله کې افغان ملي هویت ته وده ورکول.
د بهرني نفوذ کمول. د شوروي له نظامي تسلط څخه د افغانستان تدریجي خلاصون او د مجاهدینو پر ډلو باندې د پاکستان نفوذ کمول. د یو داسې سیاست رامنځته کول، چې افغانستان د نړیوالو قدرتونو تر منځ د جګړې ډګر نه شي. له ګاونډیو هیوادونو سره د متوازن اړیکو ساتل، ترڅو افغانستان خپلواک پالیسي ولري.
د افغانستان د ملي سیاست چارچوب. د اساسي قانون تعدیل، چې ټول افغانان سیاسي مشارکت ته وهڅول شي.
د انتخاباتو له لارې د حکومت د مشروعیت ترلاسه کول. ډېموکراتیکو ارزښتونو ته وده ورکول، تر څو د هر افغان رایه مهمه وبلل شي.
اقتصادي اصلاحات. د افغانستان اقتصادي ثبات ته وده ورکول، د کرنې، سوداګرۍ، او عامه خدماتو پراخولو ته پاملرنه. د جګړې له امله زیانمن شوي بنسټونه بېرته ورغول شي، او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي.
د افغانستان اقتصادی وابستګی د شوری اتحاد له مرستو نه خلاصول او افغانستان اقتصاد آزاد بازار ته لاره خلاصول.
د ولسمشر نجیب الله د ملي مصالحې پروگرام ولې مهم و؟
۱. د افغانستان د سولې لپاره یو تاریخي چانس و: که ملي مصالحه پلي شوې وی، افغانستان به له اوږدو او پرله پسې جگړو له ناورین څخه ژغورل شوی وای.
۲. د بهرني نفوذ د پای ته رسولو یوه هڅه وه: دې سیاست غوښتل، چې افغانستان یو خپلواک هیواد پاتې شي، نه دا چې د نړۍ د زبرځواکونو لکه شوروي یا امریکا او یا هم د سیمې د هیوادونو په ځانگړې توگه ایران او پاکستان تر اغېز لاندې وي.
۳. د ملت جوړونې لپاره یوه واقعي ستراتیژي وه: د ملي مصالحې له لارې هڅه کېده، چې ټول افغانان د یوه ملي هویت تر چتر لاندې راټول کړي، او قومي، سمتي، او مذهبي توپیرونه له منځه یوسي.
۴. د انتخاباتو، سیاسي آزادۍ، او ملي مشارکت بنسټ ایښودونکی و: که دا سیاست بریالی شوی وای، افغانستان به د یو داسې حکومت خاوند و، چې د خلکو د رایې پر اساس جوړ شوی وي، نه د بهرنیو قدرتونو د مداخلو پر اساس.
۵. د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو مهم فرصت و: د دې سیاست له لارې، افغانستان کولای شوای چې د جگړې پر ځای د اقتصادي پرمختگ پر لور ولاړ شي.
پایله
د ډاکټر نجیب الله د ملي مصالحې پروگرام د افغانستان د ژغورلو لپاره یوه مهمه هڅه وه، چې موخه یې د سولې راوستل، د ملي یووالي ټینگښت، د بهرني قوتونو او استخباراتو نفوذ کمول، او د یوه سیاسي مشارکتي نظام رامنځته کول و. که څه هم د مختلفو داخلي او بهرنیو عواملو له امله دا سیاست عملي نه شو. کېدای شي د ډاکتر نجیب الله دریځونه، تگلارې او فلسفې د ډوکتورینو په بڼه تدوین شي تر څو د افغانستان د ستونزو د حل او نسلي روزنې لپاره گټه ترې واخیستل شي.
محمد خالد وردگ
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.