د هویت نیوز معلومات ترلاسه کړي چې طالب رژیم له چینایانو، روسانو او ایرانیانو سره پر داسې یوې طرحې هوکړې ته رسېدلي دي چې افغانستان پر درېیو ځانگړو استخراجي زونونو باندې وېشي. دا طرحه د پاکستان په منځگړيتوب او دلالۍ ترسره شوې، چې له مخې به لاندې لوی شرکتونه په افغانستان کې د مشخصو منرالونو استخراج کوي:
د هویت نیوز د سرچینو د معلوماتو پر اساس یادو شرکتونو سروې گانې او لومړنۍ څېړنې تر سره کړي دي.
لوی سیاق او سباق. منرالونه او معدني توکي د پرمختللو وسلو/ فضایي او مداري سیستمونو مهمې برخې دي، چې په پوځي وړتیاوو او ځواک ښودلو کې اساسي نقش لري. دغه توکي په زیاتیدونکي ډول په نوو او عصري بریدگرو پلټفارمونو کې هم کارول کېږي.
- چینایي زیجین گروپ به د افغانانو لیتیم او نور نادره ځمکني منرالونه، چې د چین د ټیکنالوژۍ او زرغونې انرژۍ د سکتورونو لپاره اړین دي، استخراجوی.
- روسي رزال شرکت به د افغانانو بایکسایټ زېرمې استخراجوي تر څو د المونیم د تولید لپاره کار ترې واخلي.
- ایرانی گل گوهر شرکت به د افغانانو د اوسپنې استخراج پر غاړه لري تر څو د ایران د يولادو صنعت د ودې لپاره یې وکاروي او پر نورو خپله وارداتي تکیه کمه کړي.
د ارزونو له مخې، تر دوییمې نړیوالې جگړې پورې، امریکا او د هغې نږدې ملگرې برتانیا د نړۍ د معدني توکو ۷۵ سلنه بازار په لاس کې درلود. خو په ۲۰۲۲ کال کې، چین له هغو ۵۰ مهمو منرالونو څخه، چې د امریکا له خوا د حیاتي منرالونو په توگه لېست شوي دي، د ۳۰ توکي ستر تولیدونکی شو.
چین همدا اوس له اندونیزیا څخه نیکیل او له میانمار څخه نادره منرالونه واردوي.
نن ورځ، زرغونه انرژي چې پر تیلو تکیه کموي، د لویو هېوادونو تر منځ د سیالیو په ډگر بدله شوې. په جنگی ادبیاتو کې، منرالی طاقت خپل پام وړ ځای ترلاسه کړی دی.
افغانستان د حیاتي منرالونو او نادره ځمکنیو عناصرو څخه بډای دی، کوم چې د عصري صنعتونو، په ځانگړې توگه ټېکنالوژۍ، نوې کېدونکي انرژۍ، او د دفاع لپاره اړین دي. دغه مهم منرالونه کولای شي د لوبې بدلونکي وگرځي. نړیوال ستر ځواکونه یادو سرچینو ته د لاسرسي په موخه له یو بل سره سیالي کوي.
د طالبانو مطالبې. طالبان چې تر ډېره خپل د رژیم د بقا لپاره هڅې کوي، د دغه ډیزاین یا طرحې د پلي کېدو په صورت کې به له یادو هېوادونو پوځي او استخباراتي تجهیزات ترلاسه کوي.
امنیتي کمربندونه. د افغانستان د جمهوریت څو پوځي جگپوړي مامورین په واخان کې مشکوک فعالیتونه، د روسانو او ایرانیانو له خوا د افغانستان سره پر گډو پولو د امنیتي کمبربند رامنځته کېدل له همدې اقتصادي موخو سره تړلي بولي. دوی وایي دغه کمربندونه په اصل کې د دغو شرکتونو له خوا د منرالونو د انتقال لپاره امنیت برابروي.
په پای کې، هویت نیوز له هېوادوالو څخه غواړي چې د ملي گټو او سرچینو په ساتلو کې خپله ملي دنده ترسره کړی، د ملي گټو د څارنې او ساتنې لپاره تېزې سترگئ او ځیرک غوږونه ولرئ. تاسو کولای شئ په خپلو سیمو کې د معدنونو د کېندونو اړوند معلومات له موږ سره شریک کړئ.