پنجشنبه, اپریل 17, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادافغان مېرمنې: د سړې هوا او اقتصادي فشارونو پر وړاندې مقاومت

افغان مېرمنې: د سړې هوا او اقتصادي فشارونو پر وړاندې مقاومت

راپور: هویت نیوز | کابل

په کابل کې د ژمي یخه هوا، د نړیوالو اقتصادي بندیزونو اغېز، د بې کارۍ پراختیا، او د ښځو پر تعلیم او کار بندیزونو د افغان ښځو ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

هویت نیوز ته له کابل څخه را رسېدلي انځورونه ښيي چې افغان ميرمنې د واټونو په غاړه د سړک پر سر سخت کارونه کوي، کوچني توکي پلوري، او د خپلو کورنیو لپاره د یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کولو هڅې کوي.

دا هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو یوازینۍ تکيه بلل کيږي او د ژوند کولو لپاره یې د سختو شرایطو منل اړین شوي دي.

د ښځو پر تعلیم او کار بندیز، چې په افغانستان کې د ښځو ټولنیز او اقتصادي رول محدود کړی دی، د دې بې وزلۍ یوه بنسټیزه سرچینه ګڼل کېږي.

له دې بندیزونو سره، د ښځو هڅې د سړې هوا، بې عدالتۍ او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د یوې سترې مبارزې نښه ده.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي، په کور دننه د دوی ژوند له لوږې، یخنۍ او ناامیدۍ ډک دی.

ایا د دوی دغې مظلومۍ ته به کله د نړیوالو توجه جلب شي؟

افغان ښځې د خپلو کورنیو د بقا لپاره هره ورځ د خپلو حقونو او عزت د ترلاسه کولو لپاره بې ساري مبارزه کوي او دا حالت یوازې په ملي نه، بلکې په نړیواله کچه د حل غوښتنه کوي.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې