د واخان د پاڼو مهم اصول
دغه پاڼې د ستراتيژیکو ارزونو د دودولو، فکرونو هڅولو،او بنسټیزه کولو په موخه چمتو کېږي. کېدای شي په راتلونکې کې لوی هېواد لپاره د ستراتيژیکو نظریاتو د ټولگې حیثیت ترلاسه کړي. دغه سند د کارول شوو اصطلاحاتو پر تشریح او سریزې سربېره لاندې برخې لري:
٭ یادښت: د دې لیکنې پيډياېف بڼه دلته ولولئ او یا یې ښکته کړئ.
لومړۍ برخه ستراتيژیکي ننگونې سپړي. دوییمه برخه ستراتيژیک فرصتونه په نښه کوي. درېیمه یا وروستۍ برخه لوستونکو ته د بحث اړوند پوښتنې وړاندې کوي. د لیکنې په پای کې د لا زیاتې مطالعې لپاره سرچینې هم وړاندې شوي دي.
مصطلحات
ملي کرکټر. یو ملت څومره پر خپلو ملي گټو او ارزښتونو ولاړ دی؟ د ساتلو لپاره یې د وخت، د پیسو او هڅو څومره قرباني ورکولای شي؟ د شاتگونو پر وړاندې څومره خپل ملي یووالی ساتلی شي؟ د دوی په اړه د نورو ملتونو انگېرنه څه ده؟
میخانیکی فکر. منجمده او خطي فکر دی چې پر ټاکلو فرمولونو تکیه کوي پرته له دې چې خلاقیت، انعطاف پذیري او د حالاتو پوهاوی په پام کې ونیسي.
ایکو سیستم. د څو طبقو یوه شبکه ده چې په کې یو بل سره تړلي اړین سیسټمونه دي. هره طبقه یا برخه له نورو سره په اړیکه کې ده او هره برخه د دې لپاره مهمه ده چې ټول سیستم په سمه توګه کار وکړي، لکه طبیعت چې په کې د ځمکې، اوبو، او هوا طبقات یو بل ته اړتیا لري.
کلاسیک هېوادونه. د ستراتيژیکو ادبیاتو له مخې، هغه هېوادونه دي چې خپل تاریخ، پوځي ستراتېژي، جغرافیه، او واکمنان یې درلودلي او پر خپل وزن نه راپرېوځي.
هایبریډي ګواښونه. متعارف او نامتعارف گواښونه چې نظامي، سایبري او ايډیولوژیکي جگړې په کې شاملې دي. د دې گواښونو د نوعیت څرگندول پېچلي دي.
کلتوري ستراتېژي. د پخوانیو امپراتوریو لخوا کارول کیده تر څو د مخالف لوري علمی او پوځي کادرونه جلب کړي. په دې توګه، خپل د سیال ځواک، اغېزه او روحیه کمزوری کړي. لکه اوس چې افغان ملت د کادرونو له تېښتې سره مخ دي.
ستراتيژیکه بیداري. په ۲۱مه پېړۍ کې د قدرت انډول ته په کتلو سره، چې فضاي مدارونه، ځمکه ، سمندرونه، د انسانانو ذهنونه او فکرونه د رقابت پر ډګرونو بدل شوي، یو ملت څنگه خپلې حیاتي گټې خوندي کولای شي او اوسمهالی فکر کولای شي.
سریزه
میا نور محمد کلهوره، چې احمد شاه بابا د شاهنواز لقب ورکړی و، په ۱۱۶۱ هـ = ۱۷۴۸ م کال کې د سند امیر و. د نوموړي حکومت له احمد شاه بابا سره خپلې مالیاتي وعدې نه وې پوره کړې، دې کار ستر افغان امپراتور په غوسه کړ. احمد شاه بابا د سردار محمد جهان خان تر مشرۍ هند ته د سفر لپاره یو لښکر چمتو کړی و، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه خپله سند ته راځي. میان نور محمد کلهوره په بېړه خپل سفیر دیوان ګدومل د احمد شاه بابا حضور ته واستاوه، څو د امیر د اطاعت او بخښنې پیغام ور ورسوي.
نوموړي له ډېرو هڅو او اوږدې تمې وروسته، په نوښار کې د احمد شاه بابا حضور ته ورسېد او د هغه د رضا ترلاسه کولو لپاره یې خپل ټول ځواک په کار واچوه. له ځان سره یې په جوالونو کې یو شمېر سوغاتونه راوړي و، چې په کې یو جوال خاوره وه. احمد شاه بابا پوښتنه وکړه: «په دې سوغاتونو کې څه دي؟» سفیر ور ته وویل: «د سند یو له غوره سوغاتونو څخه، یعنې د سند د اولیاو د قبرونو خاورې.» احمد شاه بابا په ډېر درنښت دغه سوغاتونه ومنل، او په دې توګه یې د سند له چارواکو سره خپل اړیکې نرمې کړې.
دا لنډه کیسه د افغانستان کلاسیک تاریخ، قارهییز اهمیت او په ټوله کې د افغان ملي کرکټر ښکارندويي کوي. لیکن له لسیزو را په دې خوا، ملي تفرقو او بېروني لاس وهنو زموږ دغه ملي کرکټر د نړیوالو په ذهنونو کې سخت زیامن کړی دی. د دې زیانمننې د ژوروالی ښه مثال د سوریې د نوي واکمن په ورستیو څرګندونو کې لا روښانه شو. بل تر ټولو تازه او څرگند مثال یې د روان کال د ډېسمبر پر ۲۴مه د افغان پر خاوره د پنجابي هوايي ځواکونو بریدونه دي.
افغان باید خپل کلاسیک شتون او تاریخي ارزښتونه د ۲۱مې پېړۍ د نوو جیوپولیټیکي پرمختګونو سره په بشپړه همغږي او ملاتړ را ژوندي کړي. د دې افغاني مزل د بریا لپاره موږ ستراتيژیکې بېدارۍ ته اړتیا لرو. دا لیکنه هڅه کوي چې په دې اړه بحث ته وده ورکړي.
ستراتیژیکې ننګونې
نړۍ او ناڅرګنده چاپېریال. نړۍ اوس د پخوا په پرتله له ډېرې ژورې ناڅرګندتیا سره مخ ده. د دې ناڅرګندتیا ریښې په هایبریډي ګواښوونو کې دي. فضايي مدارونه، ځمکه، سمندرونه، سایبري ظرفیتونه، او د انسانانو ذهنونه ټول د سیالیو ډگرونه دي. روباټونه، ډرون او مصنوعي استخبارات دغه چاپېریال لا پېچلې کوي. دغو شرایطو ته په کتلو سره، په ټوله نړۍ کې هېوادنو ملتپالنې یا نېشنلزم ته مخه کړې. له همدې امله په گڼو هېوادونو کې ملتپال گوندونه او مشران واک ته ورسېدل، لکه ایټالیا، پولنډ، اتریش، فرانسه او داسې نور. په سوریه کې د ترکې فعال نقش د ترکي ملتپانې یا پان ترکېزم مثال دی چې په ټوله کې د ملتپانې وده ښيي.
سیمه او جیوپولیټیکل بدلونونه. زموږ ګاونډیان (پاکستان او ایران) دواړه پراختیا غوښتونکي دي. افغان خاوره د خپلو پوځي عقبو او اقتصادي زونونو لپاره کاروي. د تېر نومبر پر ۱۶مې هند خپل هايپرسونیک توغندی[1] په بریالي توګه وازمویل او اعلان یې وکړ چې هند اوس د هغو ځانګړو هېوادونو (روسیې، امریکا او شمالي کوریا) له کلب سره یوځای شوی چې دغه توغندي لري. د هند دغه بریا د چین او پاکستان ویرې او تشویشونه لا زیاتوي. په ورته وخت کې، پاکستان، چې له خپلو اقتصادي ننګونو او داخلي مقاومتونو سره مخ دی، هڅه کوي خپل د بالستیکي توغندیو برنامه پرمخ یوسي. په ټوله کې، دغه سیالۍ سیمه د لا بې ثباتۍ لوري ته وړي.
په کور کې دننه. افغانستان له اقتصادي بندیزونو او ننگونو سره لاس او ګریوان دی. سیاسي، علمي او پوځي مشران یې له هېواد څخه وتلي دي او هېواد د کلتوري ستراتېژۍ تر یرغل لاندې دی. ملي صلابت مو کمزوری دی او زموږ ملي فکر د نوو جیوپولیټیکي پرمختګونو سره عیار نه دی. افغانستان چې په تاریخي بڼه د آسیا د زړه په توګه پېژندل شوی او لویدیځ او ختیځ تر منځ د فرهنګی او اقتصادي تبادلو مهم څلور لاری و، اوس د جیو پولیټیکی لاس وهنو له کبله، د جنوبي آسیا هېوادونو په لېست کې یادېږي (یعنې زموږ زموږ کلاسیک قارهییز رول، مالکیت او اهمیت یې کمزوری کړي). په ټوله کې، تېرو او روانو ناخوالو، زموږ ملي کرکټر تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.
په نړیوالو اړیکو کې سېګنالونه، سېمبولونه، یا نښې او نېانې خپل ځانګړی مفهوم او معنا لري چې په هغه وخت او زمینې پورې تړاو لري. که افغانستان خپل ځان عیار او بډای نه کړي، خپلو خلکو ته د افغاني ارزښتونو په وړاندې کولو کې به پاتې شي، یو ارزښت به د بل ارزښت پر وړاندې قرباني شي، او په دې توګه به خپل د وجود دلیل له لاسه ورکړي.
ستراتیژیک فرصتونه
د ۱۷۰۰ کلونو څخه شروع او تر ننه پورې، هر هغه هېواد چې په بشري پرمختیايي انقلابونو[2] کې مخکښ رول لوبولی یا یې مشري پر غاړه درلودلې، یا له لویو ستونزو سره مخ شوي دي، د هغوی د بریا راز دا دی چې هڅه یې کړي تر څو نوي، نوښتګر، زړور او ستراتيژیک مزلونه ووهي.
د دې لپاره چې افغان خپل د وجود دلیل له لاسه ور نه کړي، باید خپل کلاسیک شتون او تاریخي ارزښتونه، چې زموږ د ملي کرکټر اساسات جوړوي، د ۲۱مې پېړۍ د نوو جیوپولیټیکي پرمختګونو سره په بشپړه همغږي او ملاتړ را ژوندي کړي. په دې توګه د خپل هېواد ملي کرکټر ته نوی ستراتيژیک دریځ، ځواک او اعتبار ورکړي. د دې افغاني مزل د بشپړولو لوی فرصت لا هم په لاس کې لرو، خو دا کار په میخانیکي فکرونو او میکانېزمونو او لنډ پارو کړنو نه کېږي. موږ یوې ستراتيژیکې بېدارۍ ته اړتیا لرو چې کولای شي لاندې اړخونه په ځان کې را ونغاړي:
(۱) د افغان فکري ایکو سیستم فعالېدل. افغانان کولای شي د انټرنېت په وسیله ستراتيژیکې زده کړې او روزنې وکړي. ځکه، د نن ورځې اړتیا همدا ده چې افغان دې امنیتي/ دفاعی سټې او مدیران شي او له معاصرو شرایطو سره سم دې فکر وکړي. په دې توګه، خپل د هېواد ګټې، د اړیکو او ځواک انډول د فضایي مدارونو، ځمکې، سمندرونو، سایبري ظرفیتونو، او ورته نورو سیالیو په ډګرونو کې تعریف او خوندی کړي. دغه ایکو فکری ایکو سیستم هغه وخت به بشپړه توگه فعالېدای شی چې افغان وګړي د ژوند له ټولو اړخونو په کې وڼده واخلي.
(۲) ستراتيژیک دود. موږ باید ستراتيژیک دود ته ورسېږو او خپل د جغرافیې نقش درک او بېرته را ژوندی کړو، او خپلې پولي ملي کړو.
(۳) ملي حافظه او تروما. موږ د سیمهییزو لاسوهنو او د هغوی د عاملینو له کبله له ژورې ملي تروما څخه کړېږو. زموږ ملي حافظه یې په ژوره توگه زیانمنه کړې. ځکه اړینه ده چې یو بل ته اوږه ورکړو تر څو د یوې سالمې ملي حافظې او ملي ډېسېپلين څښتن شو، کوم څه چې د افغانستان په څېر یو کلاسیک ملت ځانگړنه او اړتیا ده.
(۴) دودیز ملګري/ جغرافیه او افغان پالنه. افغانان د تپل شوې دښمنۍ په داسې یوه کړۍ کې ګېر دي، چې یوازې یې د ماتولو توان نه لري. دښمن مکار او برلاسی دی. د ځواک د انډول د بیا رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې له خپلو دودیزو ملگرو سره، چې بلوڅان او سیندیان دي، خپلې اړیکې ورغوو. په دې توگه باید افغان ملت خپلې ګټې د کابل د سړکونو پر ځای په لاهور ، پنجاب، او تهران کې خوندي او ډاډمنې کړي.
پوښتنې
د پورتنې بحث په پام کې نیولو سره، د افغان ملي کرکټر باید کومې ځانگړې او عناصر ولري؟
آیا د دې وخت نه دی راغلی چې افغان دې په خپله پرېکړه وکړي چې څه غواړي او د څه لپاره ودرېږي؟
ګارنیزون شوی په اوچه کې ګیر افغانستان غواړئ که برج اور افغانستان؟
سرچینې
حبیبي، عبدالحی. د افغانستان لنډ تاريخ . کابل: د افغانستان د تاریخ پوهانو ټولنه، ۱۹۶۷.
Bloch, Marc. Strange Defeat: A Statement of Evidence Written in 1940. Translated by Gerard Hopkins. New York: W.W. Norton & Company, 1999.
Gray, S., Gray & Sloan Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategy. Frank Class Publisher, 1999.
Gray, Colin S. Fighting Talk: Forty Maxims on War, Peace, and Strategy. Potomac Books, 2009.
Kaplan, Robert D. The Revenge of Geography. New York: Random House, 2012.
Krepinevich, Andrew F. The Origins of Victory: How Disruptive Military Innovation Determines the Fates of Great Powers. New Haven: Yale University Press, 2023.
Lewis, David. “Strategic Culture and Geography.” The Marshal Center& Security Insights. 1867-4119 No 36 (2019): information on the Marshall Center can be found at www.marshallcenter.org
Mahnken, Thomas, G. “United States Strategic Culture.” SAIC: November 2006
Michael, Haas. Switzerland’s Defense and Security Policy: Challenges and Opportunities
Neville, Wylie. Swiss Neutrality Examined. From the Cold War to the War on Terror.
Park, Jaehan. “Rethinking Geopolitics: Geography as an Aid to Statecraft.” Texas National Security Review, Vol 6, Iss 4(2003): http://dx.doi.org/10.26153/tsw/48843
Pande, Aparna. From Chanaka to Modi: The Evolution of India’s Foreign Policy. Harper Collins Publishers Inida, 2020.
Rhodes Andrew. Thinking in Space: The Role of Geography in National Security
Decision Making (2019). http://dx.doi.org/10.26153/tsw/6664
Sloan, Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategic History. Rout Ledge, 2017. Zaglul, Haider. “A Revisit to the Indian Role in the Bangladesh Liberation War.” Journal of Asian and African Studies, 44(2009): https://doi.org/10.1177/0021909609340062
دا د واخان د پاڼو له لړۍ څخه څلورمه پاڼه یا کړی وه. د واخان پاڼې د اوفا شبکې د افغان مفکرینو د مرکز له خوا ترتیب او خپرېږي. د اوفا شبکه بېداره او روڼ اندي ځوان افغانان د پان افغانیزم ارمانونو د ترویجولو لپار سره ټولوي، چې دا عمل د مطلق افغانیت ستراتيژي په نوم یادېږي او د ملي حاکمیت د کړنو د لارو چارو د بدلون او د یو پیاوړي مرکزي جمهوریت د راستنېدو لپاره به ترې ګټه اخلي.
په ټوله کې، اوفا پر لوی هېواد افغانستان باور لري.
وېب پاڼه: www.org4afg.org
اېکس (X): www.x.com/org4afg
برېښنالیک: info@org4afg.org
لیکوالان:
فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښی غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.
هارون رحیمي په کاناډا کې د اوفا شبکې مشر دی . ښاغلی رحیمي کلاسیک اسلامي لېټرېچر مطالعه کوي.
[1] هايپر سونیک وسلې: (۵ مرتبې د غږ له سرعت یې سرعت ډېر دی. او ۶۲۰۰ کیلومتر فی ساعت مزل کوي.
[2] ۱)لومړی انقلاب د بخار انجن/ تیلګراف ( ۱۷۰۰ پ) نړیوال اقتصاد ته یې مراسته وکړه۲)په ۱۸۰۰ پ کې تیلفون او بیسم انقلاب او ورسره د هینر فورد او په صنعتی انقلاب (موتر)۳)د دویم نړیوال جګړې وروسته سیم کندکتور تولید… کمپیوتر او ۱۹۷۰ کالونو شاوخوا کې د انترنت ۴)نن نړۍ د ۴ انقلاب پر ژی ولاړه ده ( روباتونه/ مسنوعي استخبارات او دیجتلي کېدل؟
ستاسو خواری به حتما رنګ راوړي
ډير په زړه پوري مفصل جیو سټريجيکل اکناميکل پوليټيکل تاريخي کلتوری ادارې څيړنی 👏
(۱) د افغان فکري ایکو سیستم فعالېدل. افغانان کولای شي د انټرنېت په وسیله ستراتيژیکې زده کړې او روزنې وکړي. ځکه، د نن ورځې اړتیا همدا ده چې
افغان دې امنیتي/ دفاعی سټې او مدیران شي او له معاصرو شرایطو سره سم دې فکر وکړي. په دې توګه، خپل د هېواد ګټې، د اړیکو او ځواک انډول د فضایي مدارونو، ځمکې، سمندرونو، سایبري ظرفیتونو، او ورته نورو سیالیو په ډګرونو کې تعریف او خوندی کړي. دغه ایکو فکری ایکو سیستم هغه وخت به بشپړه توگه فعالېدای شی چې افغان وګړي د ژوند له ټولو اړخونو په کې وڼده واخلي.