کور د واخان پاڼې دومخی دوست او څرګند دښمن: افغانستان د پنجاب تر فرهنگي یرغل لاندې

دومخی دوست او څرګند دښمن: افغانستان د پنجاب تر فرهنگي یرغل لاندې

0
149

د واخان د پاڼو مهم اصول

دغه پاڼې د اوفا شبکې د افغان متفکرینو مرکز لخوا د ستراتيژیکو ارزونو د دودولو، فکرونو هڅولو،او بنسټیزه کولو په موخه چمتو کېږي. دغه پاڼې کېدای شي په راتلونکې کې د لوی هېواد  لپاره د ستراتيژیکو نظریاتو د ټولگې حیثیت ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې یاد مرکز په افغانستان کې د ستراتيژیک دود د ودې لپاره کارکوي.

٭ یادښت: د دې لیکنې پي ډي اېف بڼه دلته لوستلی او ښکته کولای شئ.

 دغه سند لاندې پنځه برخې لري:

لومړۍ برخه د فرهنگي یرغليزې ستراتيژۍ تیوریکي او تاریخي اړخونه تشریح کوي.  دوییمه برخه د پنجاب فرهنگي ستراتيژي ارزوي. وروستۍ برخه، د پاکستان د دې یرغلیزي ستراتيژۍ د ځپلو لپاره مشخص وړاندیزونه وړاندې کوي.

دومخی دوست او څرګند دښمن: افغانستان د پنجاب تر فرهنگي یرغل لاندې

د مرکزي آسیا / آذربایجان د حکومتونو تر منځ د همغږۍ کنفرانس (AICC) په ناستې کې پنجاب د افغان ځوانانو لپاره د علامه اقبال تر نوم لاندې د ۴۵۰۰ بورسونو د دوییم پړاو خبر ورکړ. د رسمي خبرپاڼې له مخې،  د دې بورسونو  ۳۳ سلنه افغان نجونو ته ځانګړې شوي ده. په ورته وخت کې د اسلامي هېواد په غونډه کې چې دوی یې مشري کوله، د مېرمنو پر زده کړو یې ټېنگار وکړ.

د پنجاب دې اقدام او د دوه مخۍ ریښې د دوی د کلتوري ستراتيژۍ په مخرب پلې بوک[1] (Playbook) کې نغښتي دي، هغه څه چې د افغان د ملي ارادې د تسخیرولو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي. دا لڼده لیکنه د پنجاب دغه فرهنګی یرغل ارزوي او د ځپلو لپاره یې مشخص وړاندیزونه لري.

لومړۍ برخه: د فرهنګي یرغلونو تیوریکي بنسټونه او تاریخي اړخونه

 تیوریکي اړخونه. په ستراتيژيکو ارزونو، پرېکړو او تګلارو کې د مقابل لوري جغرافیه، نفوس او مهارتونه، حیاتي زېرمې، متحدین، او د پرېکړو  نیولو پروسې د پام وړ ځای لري.

د همدغو ارزونو له مخې، د دښمن د ماتولو،  بې وسې کولو، بې وسلو کولو، او بې ارادې کولو یا ورسره سولې ته د رسېدو لپاره له ډول ډول تګلارو (لکه ډیپلوماسۍ، معلوماتي جګړې، پوځي جګړې، اقتصادي بندیزونو او نورو) څخه کار اخیستل کېږي. دلته یوازې پر فرهنګی ستراتېژۍ (چې د ډیپلوماسۍ یو برخه ده) تمرکز کوو.

کلتوري ستراتيژي په ځانګړي توګه، پر مقابل لوري د خپلو مفکورو، دودونو، نښانو او حتی افسانو د تحمیل په وسیله اجرا کېږي. ډېری وخت د تعلیمي بورسونو، علمي څېړنو، او د متخصصینو د مهاجرت (ذهنونو تېښتې) له لارې ترلاسه کېږي.[2]

 په تیوریکي توګه،  دهغو سرکشو ولسونو د ماتولو لپاره چې ماتې یې خوړلې؛ خو، خپل تاریخ  نه هېروي، د خپلې خوښې نظام غواړي، او په ټوله کې د اطاعت رسۍ پر غاړه نه اچوي، داسې لارښوونه شوې ده:

«د هغه مات شوي هېواد د ساتلو لپاره، چې خلک یې خپل پخوانی وضعیت نه هېروي او په دوامداره توګه بغاوت کوي او هڅه کوي خپله پخوانۍ واکمنۍ بېرته راوگرځوي، باید له سختو او ظالمو حربو څخه کار واخیستل شي. باید دوی بې وسلې شي، د قوانینو چارچوب یې باید بدلون ومومي، هغه څه چې دوی یې خورا قیمتي او مقدس ګڼي، ترې واخیستل شي، او تبعید شي. د دوی ځمکې باید غضب شي، د دوی لوڼې باید په زوره سرتېرو ته واده شي، ټولې سوداګریزې اړیکې یې پرې شي، هنرمندان ترې واخېستل شي، عامه یا دولتي ودانۍ یې ویجاړې شي، یرغمل وساتل شي، غیر معمولي مالیات پرې ولګول شي، او په کلیو او بانډو کې پوځ ځای پر ځای شي تر څو دومداره وځپل شي.»[3]

بیټرییس هیوز

تاریخي اړخونه او بېلګې. د تاریخ په اوږدو کې کېدای شي ټولو امپراتوریو په یوه بڼه له تهاجمي فرهنګي ستراتېژيو گټه اخیستې وي او دغه لړۍ تر اوسه دوام لري. ځينې بیلگې یې په لاندې توگه دي:

۱) د مغولو سلطنت. کله چې د محمد بن تغلق تر مشرۍ لاندې، د هندي مغولو سلطنت (۱۳۲۵-۱۳۵۱ م) لاهور، کندهار، او پېښور لاندې کړل، تغلق د منګولو (چنگیزیانو) پر وړاندې یرغلیزه فرهنګی ستراتيژي خپره کړه. زرګونه پوهان، بیروکراتان، او سرتیري یې ځان ته جذب کړل چې په ترڅ کې منګول کمزوري شول.[4] ویل کېږي، د دې ستراتېژۍ په زړه کې په سیمې کې د مېشتو قومونو سره داسلامي ارزښتونو په رڼا کې اړیکې پاللل، قومي مشرانو ته مادي او معنوي امتیاز ورکول او داسې نورو ځای درلود.

۲) د روم امپراتوري. روم هم د فتحو شویو سیمو او مخالفو هېوادونو څخه پوه مشران، سربازان، اداري مدیران د تابیعت په بدل کې جذبول. د مثال په توګه، د یوانان له فتحې وروسته یې ډیری یوناني پوهان روم ته د اشرافو د روزلو لپاره راوستل، چې په پایله کې یې یونان له ذهنی تشې سره مخ شو. له دې جملې څخه یو هم  تاریخ پوه او فیلسوف پولیبیسو و چې  د دوییمې میلادي پيړۍ په اوږد کې روم ته راوستل شو. نوموړي د روم اشرافو ته د یونان د تاریخ، فلسفې، او کلتور په اړه ښوونه کوله، چې د روم د فکري دودونو د پوهېدو لپاره خورا ارزښتناکه وه.[5]

۳) د عثماني امپراتورۍ. عثمانیانو به په بالکان کې بااستعداده مسیحي ځوانان هدف ګرځول[6]. د دغو هلکانو دین به اسلام ته بدلېده، روزل کېدل، او بیا به په مهمو اداري نظامي پوستونو کې ځای پرځای کیدل (ځینې له همدې لارې تر وزارتونو ورسېدل).

دوییمه برخه: د پنجاب فرهنګي ستراتيژي

افغانستان له لسیزو راهیسې د نړیوالو ستراتیژیو په څلورلارې کې ځای لري. داسې یو هېواد دی چې نه یوازې د خپلې سختې جغرافیې او بډایه تاریخ په وسیله پېژندل کېږي، بلکې د خپلواکۍ پر وړاندې د پرله پسې لوبو قرباني شوی هم دی.

اسلام آباد له لسیزو را په دې خوا، د افغان خاورې د فیلنډ کولو (Finlandization) یا ګارنیزون شوی افغانستان اجنډا پرمخ وړي، یعني بې وسه، بې طرفه او محدودې ملي واکمنۍ لرونکي افغانستان. د دغو ناوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره په خپلو مخربو پلې بوکونو کې کڅوړې شوي طرحې لري، چې تر ډېره برېده ورته رسېدلی دی.[7]

اسلام آباد پوهېږي چې افغانانو ته اوسنی فیلنډ شوی/ ګارنیزون شوی افغانستان د منلو نه دی. نو ځکه په دې پړاو کې له یرغلیزې کلتوري ستراتيژۍ څخه کار اخلي. سیمې او نړۍ ته خپل کلتور مثبت  او لوړ ښیي تر څو ټول قانع کړي چې د افغانستان چارې د دوی د پالیسو په حکمت پر مخ یوسي. یعنې څه؟

پولنډی هند پېژندونکی جان حیستر من په ۱۹مه پېړۍ کې یو افسانوي بحث کړی دی چې ګواکې د جنوبي آسیا شخړې د ښاریانو او شاته پاتې مغاره نشینانو تر منځ دی.[8] پنجابیانو همدغه افسانه د افغانستان په هکله پر یو عام روایت بدله کړې (کله له ولسمشر بایډن څخه هم اورېدل کېږي چې په افغانستان کې دولتونه او حکومتونه نتیجه نه ورکوي). له یوه لوري پنجابي ډیپلوماتان دغه روایت په بهر کې پر مخ وړي، له بل لوري یې په دننه اوسني ګارنیزون شوي افغانستان کې داسې یو نظام پر افغانانو حاکم کړی چې د ټولنې هر اړخ بیا تعریفوي. د ټکسي د رنګونو له بدلولو څخه د ملي سبمولونو تر نړولو پورې، ټول ترسره کوي. علمي او سیاسي رجال مو تېښتې ته اړ شوي. د عصري زده کړو پر ځای، افراطیات پر مخ وړي (زرګونه مدرسې جوړې شوي دي). د مېرمنو پر زده کړو او کار بندیزونه دومره څرګند دي چې اصلاً د یادولو نه دي.

په همدې روانه اونۍ کې اسلام آباد د اسلامي هېوادونو د لوی کنفرانس کوربه توب او مشري پر غاړه درلودله، چېرته یې چې په دوه مخۍ سره، د مېرمنو د ښوونې او روزنې غږ یې پورته کړ. په همدې ورځ یې په ازبکستان کې د علامه اقبال د بورسونو دوییم پړاو اعلان کړ. دا دواړه موارد د فرهنگي یرغلیزي ستراتيژۍ څرگند او تازه مثالونه دي.

د بورسونو په هکله، چې د دوی د همدې فرهنگي یرغلیزې ستراتيژۍ بنسټیزه پایه او ستون دی، همدومره ویل کفایت کوي چې پنجاب د لوستو افغان ځوانانو په منځ کې خپل موکلین رامنځته کوي. له پنجاب له خپل تاسیس څخه را په دې خوا، په سیمه کې له څو هېوادونه څخه جوړ او یوځای شوی  لوی سنی مسلمان پاکستان خوبونه په سر کې لري. فینلډ شوی/ ګارنیزون شوی افغانستان یې یواځې پیل دی!

وروستۍ برخه: وړاندیزونه او پوښتنې

وروستۍ برخه: وړاندیزونه او پوښتنې

وړانديزونه

افغان لیکولان/ فعالان دې د پنجاب د دغې یرغلیزې ستراتېژۍ په هکله د خلکو ملي احساسات وپاروي. د مخنیوي لپاره دې د ملي مقاومت/ پاڅونونو غوښتنه وکړي (دا ملي پازه کېدای شي د د مدني حرکتونو، علمي بحثونو، غونډو او د کنفرانسونو له لارې هم ترسره شي).

بهر مېشته افغانان کولای شي د یو وجهي صندوق له لارې په هند یا بل هېواد کې له  یوه پوهنتون سره هوکړې ته ورسېږي چې د علامه اقبال د بورسنو بدیل وړاندې کړي.

افغانان دې خپل داخلي یووالی خوندي کړي او  د بلوڅو، سندیانو او فرضي کرښې هاخوا پښتنو د سپېڅلي ملي مقاومتونو ملاتړ دې وکړي.

په ټوله کې، باید خپل کلاسیک شتون او تاریخي ارزښتونه، چې زموږ د ملي کرکټر اساسات جوړوي، د ۲۱مې پېړۍ د نوو پرمختګونو سره په بشپړه همغږي او ملاتړ را ژوندي کړو. په دې توګه د خپل هېواد ملي کرکټر ته نوی ستراتېژیک دریځ، ځواک، او اعتبار ورکړو. د دې افغاني مزل د بشپړلو لپاره لوی فرصت په لاس کې لرو (د دې سپارښتنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، زموږ زموږ «د ملي کرکټر بحث: د ستراتيژيکې بېدارۍ اړتیا» لیکنه وګورئ).

بنسټيزې پوښتنې

پنجابیان  جټان دي. په تاریخي بڼه، دوی د افغانانو  د کلیو او کوڅو بنجاره ګان او درزیان پاتې شوي دي. نن زموږ نظامونه ړنګوي، ځوانانو مو په ذهني توګه غلاموي او نړۍ که د افغان ملي کرکتړ زیامنوي. د دې د مهارولو لپاره څه باید وشي؟

آیا تاسو د فیلنډ شوي / ګارنیزون شوي افغانستان په هکله فکر کوئ؟

د یو ځای شوی لوی سني مسلمان پاکستان د مخنوي لپاره څه باید وشي؟

آیاد د احمد شاه ابدالي برج اور افغانستان به بیا را ژوندی شي؟

ځوان افغانان څنګه قانع کولای شو تر څو د دغو بورسونو له ترلاسه کولو څخه ډډه وکړي؟

References

Black, Jeremy. The Practice of Strategy: A Global History. New York: Oxford University Press, 2012.

Freeman, Chase, W. Arts of Power: Statecraft and Diplomacy. Washington DC: US Institute of Peace, Press 2005.

Gray, S., Gray & Sloan Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategy. Frank Class Publisher, 1999.

Gray, Colin S. Fighting Talk: Forty Maxims on War, Peace, and Strategy. Potomac Books, 2009.

Heuser, Beatrice. The Strategy Makers: Thoughts on War and Society from Machiavelli to Clausewitz. Oxford, England: Oxford University Press, 2010.

Kaplan, Robert D. The Revenge of Geography. New York: Random House, 2012.

Lewis, David. “Strategic Culture and Geography.” The Marshal Center& Security Insights. 1867-4119  No 36 (2019): information on the Marshall Center can be found at www.marshallcenter.org  

Levak, B. P., Muir, E., & Veldmand, J.(2014). The West: Encounters and Transformations. Pearson.

Lust, Ellen. The Middle East. Sage Publication(unkwn).

Mahnken, Thomas, G.  “United States Strategic Culture.” SAIC: November 2006.

Michael, Haas.  Switzerland’s Defense and Security Policy: Challenges and Opportunities

Neville, Wylie.  Swiss Neutrality Examined. From the Cold War to the War on Terror.

Park, Jaehan. “Rethinking Geopolitics: Geography as an Aid to Statecraft.” Texas National Security Review, Vol 6, Iss 4(2003): http://dx.doi.org/10.26153/tsw/48843

Pande, Aparna.  From Chanaka to Modi: The Evolution of India’s Foreign Policy. Harper Collins Publishers Inida, 2020.

Rhodes Andrew. Thinking in Space: The Role of Geography in National Security
Decision Makin
g (2019).   http://dx.doi.org/10.26153/tsw/6664

Sloan, Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategic History. Rout Ledge, 2017.

Zaglul, Haider. “A Revisit to the Indian Role in the Bangladesh Liberation War.” Journal of Asian and African Studies, 44(2009): https://doi.org/10.1177/0021909609340062

د افا شبکې او لیکولانو په اړه

دا د واخان د پاڼو له لړۍ څخه پنځمه پاڼه یا کړی وه. د واخان پاڼې د اوفا شبکې د افغان مفکرینو د مرکز له خوا ترتیب او خپرېږي. د اوفا شبکه بېداره او روڼ اندي ځوان افغانان د پان افغانیزم ارمانونو د ترویجولو لپار سره ټولوي، چې دا عمل د مطلق افغانیت ستراتيژي په نوم یادېږي او د ملي حاکمیت د کړنو د  لارو چارو د بدلون او د یو پیاوړي مرکزي جمهوریت د راستنېدو لپاره به ترې ګټه اخلي.

په ټوله کې، اوفا پر لوی هېواد افغانستان باور لري.

وېب پاڼه: www.org4afg.org

برېښنالیک: info@org4afg.org

اېکس (X): www.x.com/org4afg

لیکوالان:

فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښی غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.

هارون رحیمي په کاناډا کې د اوفا شبکې مشر دی . ښاغلی رحیمي کلاسیک اسلامي لېټرېچر مطالعه کوي.


[1] . پلې بوک د افغانستان په برخه کې د آی اس آی هغه  تکتیکی/ ستراتيژیک لارښود یا تګلارې ته ویل کېږي چې په منظم ډول د افغان چارو د اغیزمنولو، بې ثباته کولو، یا کنترول لپاره کارول کېږي. په دې تګلارې کې د  اورپوکو ډلو تمویل، سیاسي حالاتو چارو کې لاسوهنه، د قومي وېشونوڅخه ګټه اخیستل، او د نیابتي جګرو رامنځته کول شاملېږي.

[2] .چېس ډبلیو فریمن، د واک هنرونه: دولت مندي او ډیپلوماسي(واشنګتن ډي سي: د امریکا د سولې اسټېټوټ خپرونې، ۲۰۰۵)، ۴۰-۴۵.

[3] . بیټرییس هیوز، د ستراتېژۍ جوړونکي: د جګړې او ټولنې په اړه له میکیاولي څخه ترکلوزویټس پورې فکرونه (اکسفورډ، انګلستان: ۲۰۱۰)،۱۲۲-۲۳.

[4] .جیرمي بلیک، د ستراتېژۍعملي کول: یوه نړیواله تاریخ (نیویارک: اکسفورډ پوهنتون خپرونه،۲۰۱۲)،۲۴۰-۴۴.

[5] .د روم او لویدیز د تاریخ په اړه د لا معلوماتو لپاره دغه کتاب ته دې مراجعه وشي: لیواک، بي . پي ، میور، ای ، او ویلډمانډ، لویديځ: پېښې او بدلونونه، ۱۳۸-۱۶۶.

[6] .  د عثماني امپرتورۍ او ترکیې په اړه د لاډېرو معلوماتو لپاره دغه کتاب ته دې مراجعه وشي: ایلن  لوست، منځنی ختيځ، ۸۳۱-۶۵.

[7] . دفیلنډ کولو (Finlandization) مفهوم که څه هم د ساړه جنګ له دورې سره تړاو لري، خو په افغان په زمینه او سیاق کې د بې وسه، بې طرفه او محدودې ملي واکمنۍ لرونکي افغانستان معنا لري. 

[8] . جیرمي بلیک، د ستراتېژۍعملي کول، ۲۳۰.

فضل الحق حقمل
+ posts

فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښی غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.

هارون رحیمي

هارون رحیمي په کاناډا کې د اوفا شبکې مشر دی . ښاغلی رحیمي کلاسیک اسلامي لېټرېچر مطالعه کوي.

تبصره نشته

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ