په اسلام کې د زدهکړې اهمیت د یوې بنسټیزې برخې په توگه پېژندل شوی دی. دا اهمیت له دې څخه څرگندېږي چې د قرآنکریم لومړنی نازل شوی آیت د «اقرأ» په کلمې سره پیل شوی، چې معنا یې «ولوله» ده (قرآن، سورة العلق: ۱). دا آیت په روښانه توگه د علم او پوهې ترلاسه کولو امر کوي او دا پیغام د ټولو انسانانو لپاره دی، پرته له دې چې د جنسیت توپیر په پام کې ونیول شي. قرآنکریم په ډاگه کړې چې پوهه د نارینهوو او ښځینهو دواړو لپاره یو شان ارزښت لري. د اسلام په تاریخ کې موږ د ډېرو مسلمانو ښځینه عالمانو بېلگې لیدلي دي، چې د پیغمبر محمد صلی الله علیه والسلم له زمانې څخه تر نن ورځې پورې یې د علم په خپرولو او پاللو کې مهم رول لوبولی دی. د بېلگې په توگه، د رسول الله صلی الله علیه والسلم مېرمن حضرت عایشه ررضي الله عنها یوه نامتو عالمه وه چې د حدیثو په روایت او تشریح کې یې ستره ونډه درلوده.
د اسلام زرینه دوره له ۸مې تر ۱۳مې پېړۍ پورې د ښځینه عالمانو د ودې یو روښانه مثال دی، چیرې چې ښځو نه یوازې د دیني علومو په برخه کې، بلکې د طب، ریاضیاتو او فلکیاتو په څېر نورو برخو کې هم برخه اخیستې ده. دا تاریخي حقیقت په څرگندوي چې اسلام د ښځو پر زدهکړې کوم بندیز او محدودیت نه لگوي. خو په اوسني وخت کې د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم د محدودیتونو لگول یو داسې تفسیر دی چې د ډېرو نورو اسلامي ډلو او عالمانو له خوا نه منل کېږي او د اسلام له اصلي تعلیماتو سره په ټکر کې گڼل کېږي.

د پوهې پلټل یو دیني فرض دی
نامتو معاصر مفسر جاوید احمد غامدي په خپلو لیکنو او ویناوو کې ټینگار کړی دی چې د پوهې لټون نه یوازې یوه گټوره کړنه ده، بلکې د هر مسلمان لپاره یو دیني فرض دی. دا نظر د قرآنکریم د آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه والسلام د حدیثونو پر بنسټ ولاړ دی. د بېلگې په توگه، په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه والسلام فرمایلي دي: «د علم غوښتنه پر هر نارینه او ښځینه مسلمان فرض ده» (ابن ماجه، حدیث نمبر ۲۲۴). دا حدیث په روښانه توگه د تعلیم د اهمیت او د جنسیتي برابرۍ پیغام ورکوي.
تعلیم د روحاني ودې لپاره
د غامدي په اند، په اسلامي تعلیماتو کې زدهکړه یوازې د معلوماتو راټولول نه دي، بلکې دا د انسان د روحاني پرمختگ یوه مهمه وسیله ده. هغه وایي چې پوهه د قرآن کریم د ژورې پوهې لامل کېږي، چې په پایله کې د انسان ایمان پیاوړی کوي او د الله تعالی سره یې اړیکې نورې هم ټېنگېږي. د مثال په توگه، قرآنکریم وایي: «قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ …» (سورة الزمر: ۹) ژباړه: ایا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي یو شان دي؟. دا آیت د پوهې لرونکو کسانو د لوړ مقام یادونه کوي.
د انتقادي تفکر هڅونه
غامدي د اسلامي تعلیم د پرمختگ لپاره د انتقادي او منطقي فکر کولو غوښتنه کوي. هغه وایي چې مسلمانان باید د قرآني متن سره په عقلاني ډول تعامل وکړي او له بېپوښتنې منلو څخه ډډه وکړي. دا لید د اسلامي فلسفې د هغو لویو عالمانو لکه ابن رشد او ابن سینا، له لید سره سم دی چې د عقل او وحې تر منځ د همغږۍ په اړه یې ژورې لیکنې کړې دي.
تعلیم د کایناتو د پوهېدو وسیلې په توگه
غامدي د قرآن هغه آیتونه را په گوته کوي چې انسانان د کايناتو د نښو په اړه فکر کولو ته هڅوي. د بېلگې په توگه، قرآنکریم فرمایي: «إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ» (سورة آل عمران: ۱۹۰). ژباړه: بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي. دا په دې معنا ده چې تعلیم باید د طبیعت او کاینات د پوهېدو په لور هم وغځول شي. له دې امله، د دیني علومو تر څنگ، د ساینس، ټېکنالوژۍ او نورو برخو پوهه هم د اسلام له نظره ارزښتمنه ده.
د پوهې په اړه د الفارابي او امام غزالي لید
الفارابي، چې د «دوهم استاد» په نوم پېژندل کېږي، د پوهې اهمیت په ژوره توگه بیان کړی دی. هغه پر دې باور و چې پوهه د انسان د بشپړتیا او یو متوازن دیني ژوند لپاره اړینه ده. د الفارابي په نظر، فلسفه او علمي تحقیقات د فردي او ټولنیز پرمختگ لپاره مهم دي. هغه د یوناني فلسفې او اسلامي تعلیماتو تر منځ یو پل جوړ کړ، چې د انسان د عقلي وړتیاوو د کارولو غوښتنه یې کوله.
امام غزالي، د اسلامي فکر یو بل ستر شخصیت، په خپل مشهور کتاب «احیاء علوم الدین» کې د زدهکړې په اړه بحث کړی دی. هغه پوهه د نفس د پاکوالي او روحاني لوړتیا لپاره یوه اړینه وسیله بولي. غزالي وایي چې تعلیم نه یوازې د دنیاوي بریالیتوب لپاره دی، بلکې د اخروي ژوند د کامیابۍ لپاره هم ضروري دی. د هغه پر نظر، د پوهې ترلاسه کول او پر هغې عمل کول د انسان د بشپړتیا او د الله تعالی سره د نږدېوالي لامل کېږي.
د دې دواړو عالمانو نظریات دا ثابتوي چې په اسلام کې زدهکړه یوازې د معلوماتو لپاره نه ده، بلکې د ټولنیزې، روحاني او فردي ودې لپاره اړینه ده.
د ښځینه عالمانو ونډه
د رسول الله صلی الله علیه والسلم له وخت څخه تر اوسني دور پورې، ښځینه عالمانو د اسلامي تعلیم او پوهې په خپرولو کې ستر رول لوبولی دی. د بېلگې په توگه، د ام المؤمنین حضرت عایشه رضي الله عنها تر څنگ، د اسلام په لومړیو پېړیو کې د فاطمة النیشاپورۍ په څېر عالمانې هم یادېدلی شي، چې د حدیثو په علم کې یې ستره ونډه درلوده. دا تاریخي بېلگې ښيي چې د اسلام په اصلي تعلیماتو کې د جنسیت پر بنسټ کوم توپیر نه شته، بلکې هر څوک د علم او پوهې ترلاسه کولو ته هڅول کېږي.
سرچینې
قرآنکریم، سورة العلق (۱:۹۶).
قرآن کریم، سورة الزمر (۳۹:۹).
قرآن کریم، سورة آل عمران ( (۳:۱۹۰).
صحیح ابن ماجه، حدیث نمبر ۲۲۴.
غامدي، جاوید احمد، میزان.
غزالي، محمد، احیاء علوم الدین.