لیکوال: لطیف بهان | سرچینه: بيبيسي پښتو
د ۲۰۲۰ کال د جولای ۳۱ مه نېټه، زموږ د ادب او شاعرۍ لپاره تر ټوله توره تياره ورځ شوه. دې ورځ، د دې ژبې هنري روح بلې دنیا ته ولېږداوه.
څومره بدمرغه خلک یو، هېڅ خبر نه و، چې یو څه ستره هستي راسره اوسي او څومره بدمرغه یو، چې خبر نه یو، څه نه تکرارېدونکې هستي مو له لاسه ورکړې ده.
دا هم د مرگ ستره معجزه ده، چې يو څوک يوځل بيا ټولو ته وريادوى. دا هم د مرگ معجزه ده چې يوځل بيا ټول له داسې يوچا سره مخامخ کوى چې نور نو هغه له ټولو نه لاره بدله کړې ده.
که څوک د يوه شاعر، د يوه خلاق او نوښتگر شاعر، که څوک د يوه کوډگر شاعر ژوند څېړي، هغه بايد، د هغه د ژوند ليک، ژوندځاى او له ژوند لارې پرته، د هغه هرڅه، د هغه په شعرونو کې لټوى.
زموږ، شاعر د دې مرگ نه مخې هم دوځله مړ شوى و، يو وار … او بيا هغه وخت …
خو هر وار له مرګه وروسته د هغه شعر، د هغه تخليق، د هغه د زړه، نه هېرېدونکو ولکه کوونکو سندرو، بېرته راژوندی کړ.
هغه نه له دې کبله چې کوم سياسي جريان کې، هغه نه له دې کبله چې هغه څه عقايد لرل؟ د ځينو خوښېده، د ځېنو نه خوښېده، بلکې هغه له دې کبله د یوه ګڼ شمېر خلکو خوښېده، چې ښه شعر یې ليکي، هغه یې له دې کبله خوښېده، چې د خپلې ژبې ښکلایيزه، ښکلا یې درک او په بې ساري او په خپل ډول یې انځوروله.
مينه کول یې په خټه کې نغښتل شوي و، د مینې کولو توان هر څوک نه لري او بدمرغي، زموږ د ټولنې بدمرغي په دې کې ده، هر هغه څوک چې د مینې کولو استعداد نه لري، هغه د مینه والو په ښکنځلمارو بدلېږي. دا زموږ په همژبو کې لږ نه دي.
چېرته مې د يوه شاعر په ماتم کې ليکلى و:
د هغه په زړه کې يو لمر ځلېده،هغه ځلېده، خو د هغه سياسي دريځ او مکتب داسې په توره پردو کې نغښتي و، چې ددغه لمر د ځلېدلو مخه يې تر زیاتې کچې بنده کړې وه.
په دې ژوند کې نه يوازې مرگ کومه نوې خبره نه ده، بلکې ژوند کول هم کوم نوښت نه دى.
دا خبر هره ورځ تکرارېږي. د مرګ خبر او خبرونه.
خو دا مرګ ولې ځورونکی دی. زموږ شاعر لا خپله وروستۍ سندره نه وه غږولې.
خو سره له ټولو تودو او سړو، سره له ټولو ماتو او بريو او سره د مرګ له ابدي چوپتيانه، بيا هم د هغه په اړه د ژوند كيسه لا پای ته نه ده رسېدلې.
د هغه شعر په ما كې، نه، په موږ کې، هغه خیال، په رښتیا بدل کړ، چې زموږ ژبه، هغه بې ساري قوت لري، چې د هرڅه او هر خيال لپاره كولای شي كلمه جوړه كړي، تصویر جوړ کړي او خیال راژوندي كړي.
هغه ته، ان دښمانانو یې، د خپل نسل تر ټولو ښه، تر ټولو غوره شاعر ویلي دي.
هغه خپل ټول ژوند لكه د جګړې په ډګر كې چې وي، داسې تير كړی دی، يا ما ته وه او يا ګټل، خو د هغه په ژوند كې ماتې ځكه ډېرې وې، چې سياسي لاره يې ګډه وده وه. هغه يو ډګر ښه او په رښتيا ګټلي و او هغه ډګر، د ژبې د شعر او شاعري ډګر دي.
هغه به نه يوازې تر هغه زموږ په ياد وي، چې موږ ژوندي یو، بلكې تر هغه به د ټولو په ياد وي چې دغه ژبه ژوندۍ وي، د هغه شعر زموږ د ژبې ګاڼه ده.
زه ددغه وير او ماتم د ښودنې لپاره توري موندلي نه شم.
پر موږ بايد خدای هغه مينه پيرزو كړي، چې د هغه له بركته وكولای شو، د خپلې ژبې دغه شان شاعران ولمانځو، ويې ستايو او د زړه په كوركې ورته دميني نغري ولګوو.
زه د هغه به مرګ ځکه نه ژاړم ، چې ما لا په ژوند کې د هغه لپاره ژړلي دي.
لومړی مې دهغه په شعر کې انځور شوی دنيا ته، هم غمجنۍ او هم رنګینې دنيا ته ژړلي او هم مې د هغه هغې سياسي لارې ته ژړلي چې ده په سياست کې غوره کړې وه .
خو خوشاله په دې وم، چې هغه زموږ د شعر آواز و.
د لایق شعر پښتو ژبه جاودانه کړه. هغه نه یوازې ژبه، بلکې د دنګو غرونو ستر او هېر شوی کلتور، د هغه د خلکو، د هغو د ترانو، د هغه د ناویلو شویو د ارمان، ارمان را وسپړه.
هغه د يوه شعر په ويلو سره کولای شو، د کلونو کلونو پېژندګلوي وکړي.
هغه له ټولو توپير درلود، خو د هغه توپير، د هغه په پوهنيزه پانګه، روحاني شتمنۍ او د زمان د نبض په پوهنه کې و.
هغه، سره له خپل ټول سوله اییزه ژونده، داسې حالت درلود، چې ګواکې په ماينونو، په فرش شوي ډاګ کې روان وي. او دا ماینونه، د هغه همژبي وو.
زه چې له هرچا سره غږېږم، ټول د هغه په اړه داسې غږېږي چې تصور کوم، هغه زموږ ترڅنګ ناست دی.
د بایرون شعر دی چې وايي: مخه ښه، که د تل لپاره هم وي، د تل لپاره په مخه ښه!
خو له دې شاعر سره ځکه خدای په اماني کېدای نه شي، چې هغه به هره شېبه له موږ سره وي، په شعر، په ترانو کې او د هغه په هغه سياست کې چې زما، چې زما د ژوند تر ټولو کرکجنه کرکه يې په ما کې راپارولې ده.
هغه به دا خبره تکراروله: “زماځانگړتيا دا ده، چې له تيارو نه د رڼا په لور ځم، خو کله چې لمر راوخېږي، زه به نه يم.” لایق